د جولای پر۲۰مه د پاکستان مسلم ليګ (ن) يو پلاوي په لاهور کې د پاکستان پيپلز ګوند پلاوي سره تر ملاقات وروسته، د پيپلز ګوند مخکښ قمر زمان کايره وويل اپوزيشن ګوندونه د ډيروخت راهيسې يو بل سره په تماس کې دي. ((په غونډه کې د اپوزيشن ګډې کمېټۍ په جوړولو اتفاق وشو اوهيله ده چې دا کمېټي به له اختر مخکې خپل کار سرته ورسوي او تر اختر وروسته به د ګوندونو د مشرانو په کچه ګڼ ګونديزه غونډه کيږي.))
لوی اختر ښايي د جولای په دېرشمه نېټه وي.
حکومت په بشپړ ډول نامانه دی. نور پاتې کېدل یې د پاکستان لپاره ښه نه دي. ملک یې لا واردمخه سخت کمزوری کړی دیقمرزمان کایره
قمرزمان کايره خبريالانو ته وويل چې ټول ګوندونه پر دې خبره متفق دي چې موجوده حکومت د ملک لپاره يوه لويه مسله ده او له دې لويې مسلې څخه ځان خلاصولو لپاره يوه مشترکه تګلاره ضروري ده چې د رامنځته کولو لپاره یې د مسلم لېګ (ن) او پيپلز پارټي شريکه کمېټي جوړه کړل شوېده.
هغه زیاته کړه: ((د ټولو ګوندونو داکوښښ دی چې ژر تر ژره تحريک انصاف ګوند له حکومته لرې کړو ځکه چې ترکومه وخته دوی په واک کې وي نو د غلطو فېصلو له وجې به ولس د مشکلاتو سره مخ وي.))
په دې غونډه کې د مسلم لېګ (ن) دوه مشران احسن اقبال او خواجه سعد رفیق موجود وو. احسن اقبال رسنيو ته وويل د وزیراعظم عمران خان په وخت کې د پاکستان اقتصاد خراب شوی او د حکومتي ناکامۍ له وجې خلکو سره شوې عدې نه دې پوره شوې. نوموړي زياته کړه: ((په دې ۲۱مې پيړۍ کې يو ملک هم د داسې خراب معاشي حالت سره خپل وجود پرځای نشي ساتلې نو اپوزيشن ګڼي چې که دا حکومت دوام وکړي نو پاکستان به د لا نورو داخلياو بهرنيوو خطر سره مخ کېږي.))
د اپوزیشن سیاستوالو د درغليوو خبرې چې راپورته شي دوی ګڼ ګوندیزې غوندې راوغواړي. حکومت ته ترې هيڅ خطر نشتهملک انور تاج
د تحريک انصاف حکومت چارواکي د خراب اقتصاد پړه د مسلم لېګ (ن) او پيپلز پارټۍ په تېرو حکومتونو اچوي. د دوی دريځ دی چې د اپوزیشن ګوندونو شور له دې وجې دی چې درغليیې راسپړل شوې ده. د په پارليمان کې د حکمران ګوند، تحريک انصاف غړی ملک انورتاج وايي د اپوزیشن ګوندونو له غونډې حکومت ته خطر نشته.
دی وايي: ((دوی پخوا هم داسې غونډې رابللې خو نتيجه یې تاسو ټولو ليدلې چې هيڅ نه وه. کله چې د دوی احتساب شروع شي نو دوی پر حکومت د فشار اچولو لپاره ګڼ ګونديزه غونډه راوبلي. دوي د ولس د خېر ښېګړې نه بلکې د خپل ځانونه د بچ کولو سوچ کوي.))
اپوزيشن ګوندونو د ۲۰۱۹ کال په نومبر او جون مياشتو کې هم د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ ګڼګونديزې غونډې رابللې وي چې پکې يې دځينې نوروغوښتنو ترڅنګ له وزيراعظم عمران خان څخه د استعفا غوښتنه کړې وه.
د مولانا فضل الرحمن جمعيت علمای اسلام په اسلام اباد کې يوه دهرنه هم کړې وه او د اپوزیشن ګوندونو دا دريځ یې تکرار کړی وو چې وايي د تحريک انصاف حکومت د خپلو سياستوالو پر درغليوو سترګې پټوي خو مخالف سیاستوال د درغليوو په سازشي کېسونو کې زندان ته اچوي.