د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د تښتونو او بریدونو تر شا "نامعلوم" کسان څوک دي؟


پولیسو د ځینو بریدونو رپورټونه هم د نامعلومه کسانو ضد درج کړي
پولیسو د ځینو بریدونو رپورټونه هم د نامعلومه کسانو ضد درج کړي

"په دغه ځای کې راڅخه یو موټر سایکل مخکې شو چې دوه کسان په سپاره ول. هغوی هدفي وژونکي ول او مخامخ یې راباندې ډزې پیل کړې. نامعلومه کیسه ده. خو د دې ټولو نامعلومو ځواب دا دی چې نه له چا سره بدي لرم، نه مې دښمني شته. نو زما ذمه وار ریاست دی."

دا خبره پر ارمي پبلېک سکول د برید ښکار شویو د کورنیو ټولنې (شهدا فورم) مشر، وکیل او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي فضل خان اېډووکېټ مشال راډیو ته تر هغې یوه ورځ وروسته وکړه چې د جولای پر ۲۱مه له یوه وسله وال بریده روغ ووت.

ده په تاڼه کې پر ځان د حملې رپورټ هم د "نامعلومه وسله والو" ضد دایر کړ.

پولیس وايي، د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

فضل خان د جولای پر ۲۱مه له بریده روغ ووت
فضل خان د جولای پر ۲۱مه له بریده روغ ووت

د نوموړي زوی صاحبزاده عمر خان د ۲۰۱۴ز کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه د پېښور پر ارمي پبلک سکول په برید کې وژل شوی وو.

په هغه برید کې ټول ۱۵۲ کسان وژل شوي ول چې پکې ۱۳۲ یې زده کوونکي ول.

تحریک طالبان پاکستان د هغه برید ذمه واري منلې وه.

پېښور سکول برید - د مشال راډیو ځانګړې پاڼه

د مطیع الله جان تښتونه او خوشې کېدل

د جولای پر ۲۱مه یوه بله پېښه هم وشوه وشوه.

د ازاد خبریال مطیع الله جان کورنۍ وویل چې نوموړی له اسلام اباده وتښتول شو.

مطیع الله جان تر ۱۲ ساعته بې درکۍ وروسته کور ته ستون شو.

نوموړی پر پاکستاني امنیتي ادارو له منتقدینو څخه یو دی.

وفاقي حکومت د مطیع الله جان د تښتونې پېښه غندلې ده او د اسلام اباد پولیسو د "ناپېژندلیو" او "نامعلومه" وسله والو پر ضد د جان د تښتونې مقدمه دایره کړه او وايي، پلټنې یې پیل کړې دي.

هلته د پاکستان سپریم کورټ د جولای پر ۲۲مه د اسلام اباد د پولیسو مشر ته امر وکړ چې په دوو اوونیو کې دې د جان د تښتونې پلټنې بشپړې کړي او عدالت ته دې خپل رپورټ وسپاري.

مطیع الله جان تر ۱۲ ساعته بې درکۍ وروسته خوشې شو
مطیع الله جان تر ۱۲ ساعته بې درکۍ وروسته خوشې شو

په پاکستان کې یو شمېر خبریالانو او فعالانو پر ټولنیزو شبکو د جان د تښتونې په اړه د پټو کیمرو (کلوزډ سرکېټ ټېلېوېژن یا سي سي ټي وي) ویډیوګانې شریکې کړې چې پکې ښکاري چې ځینې کسان له ګاډو ښکته کېږي او نوموړی له ځانه سره بیايي.

د پاکستان نومیالي خبریال حامد میر هم پر ټوېټر د پټې کیمرې ویډیو خپره کړه او ویې لیکل چې "ځینې باوردي وسله لرونکو کسانو په رڼا ورځ مطیع الله جان وتښتاوه."

پر ټوېټر د حامد میر بیان

مشال راډیو پر ټولنیزو شبکو د پټو کیمرو د خپرو شویو ویډیوګانو د کره والي تصدیق نشي کولای.

خو دا یوازې فضل خان یا مطیع الله جان نه دي چې ورباندې د برید او یا د تښتونې مقدمه یې د نامعلومه کسانو ضد درج شوې وي.

تر دې مخکې هم د یو شمېر خبریالانو، فعالانو د تښتونې او د یو شمېر هدفي او نورو حملو مقدمې د نامعلومه کسانو ضد جوړې شوې دي.

پولیس عموماً تر بریدونو وروسته رپورټونه د "نامعلومه وسله والو" پر ضد درجوي خو چې کله یې یوه ډله ذمه واري ومني نو بیا یې په رپورټ کې یادونه کوي.

همداراز، کله چې څوک پولیسو ته د درخواست دایرولو لپاره ورشي نو که هغه کس ته د پېښې تر شا د لاس لرونکو پته نه وي نو رپورټ د ناپېژندلیو یا نامعلومه کسانو او ډلو پر ضد درجوي.

نامعلومه کسان څوک دي؟

د سوات قامي جرګې غړی حاجي زاهد خان په ۲۰۱۲ز کال کې په وسله وال برید کې زخمي شو.

ده د جولای پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل چې پوه دی چې چا ورباندې حمله کړې وه.

"زما یقین دی چې چا راباندې ډز کړی وو هغه د امنیتي ادارې سړی وو. ما پېژندلی وو، ما نیولی وو. ما یې تصویر هم جوړ کړی وو او نوم یې هم پېژنم."

زاهد خان وايي، په پاکستان کې چې کله خبریالان یا فعالان "د حق خبره کوي یا ریښتیا وايي" نو ځینې "قوتونه" یې "دښمن" بولي.

د ده په خبره، په هغه هېواد کې چې څوک هم د "بشري یا بنیادي حقونو خبره کوي" هغه یا وژل کېږي او یا له ګواښونو سره مخامخېږي.

زما یقین دی چې چا راباندې ډز کړی وو هغه د امنیتي ادارې سړی وو. ما پېژندلی وو، ما نیولی وو. ما یې تصویر هم جوړ کړی وو او نوم یې هم پېژنم.
زاهد خان

زاهد خان وايي، پولیسو هغه مهال رپورټ دایر کړ چې د تحریک طالبان پاکستان پخواني ویاند احسان الله احسان ورباندې د حملې ذمه واري ومنله.

د ده په وینا، په هغه رپورټ کې لیکل شوي چې "چونکې د حملې ذمه واري طالبانو منلې وه" نو همدا لامل دی چې "موږ دا [مقدمه دایروو]."

د سوات د قامي جرګې غړی زاهد خان زیاتوي چې څه د پاسه اته کاله تېر شول خو پر ده نه د حملې "پلټنه" شوې او "نه قاتل او مجرم معلوم" شوی دی.

د پاکستان د بشري حقونو د کمېشن مشر ډاکتر مهدي حسن هم پر خبریالانو، فعالانو د حملو او د هغوی د ورکېدو د پېښو یادونه کوي او وايي، تښتوونکي اکثر معلوم شي، خو نه په ډاګه کېږي.

نوموړي د جولای پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل، "نامعلوم کسان معلوم دي چې څوک دي."

د ده په خبره، "عام تاثر" دی چې هغه د "استخباراتي ادارو" کسان دي نو همدا وجه ده چې څوک وموندل هم شي، هغوی "په دې اړه هېڅ نه وايي."

په پاکستان کې استخباراتي ادارې عموماً د دې ډول تورونو په غبرګون څه نه وايي خو د هېواد پوځ په بیا بیا بې بنسټه بللي او وايي د هېواد او د خلکو ساتنې او حقونو ته ژمن دی.

حسن وايي، اصلاً چې کله خلک خوشې کېږي نو دا "ژمنه" ورڅخه اخیستل شوې وي چې "غږ به نه کوي."

دی د ورکو کسانو مثال ورکوي او وايي، داسې یو شمېر پېښې شوې دي خو په اړه یې هېڅ نه ویل کېږي چې هغه "کسان چا بیولي ول، چېرې یې بیولي ول او څه یې ورسره کړل؟"

نامعلوم کسان معلوم دي چې څوک دي.
مهدي حسن

په پاکستان کې د ورکو کسانو د قضیو پلټونکي حکومتي کمېشن هم په بیا بیا ویلي دي چې هغه کسان چې وموندل شي او کورونو ته ستانه شي، هېڅکله د خپلو تښتوونکو په اړه معلومات نه ورکوي او نه وايي چې ولې تښتول شوي ول او څه ورسره پېښ شول.

د بشري حقونو کمېشن مشر مهدي حسن ګڼي چې امنیتي او استخباراتي ادارې دا ډول کارونه د خبریالانو او فعالانو د "وېرولو" لپاره کوي.

ده د کمېشن دا دریځ تکرار کړ چې په پاکستان کې د بیان پر ازادۍ او پر رسنیو بندیزونه زیات شوي او معلوماتو ته د ولس د لاسرسي حق نه منل کېږي.

خو د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي اېتلافي ګوند په بیا بیا دا تورونه رد کړي او وايي، په هېواد کې رسنۍ د بل هر وخت پرتله له زیاتې ازادۍ برخمنې دي.

د بښنې نړیوال سازمان – ایمنسټي انټرنیشنل – د خبریال مطیع الله خان تر خوشې کېدو وروسته ویلي چې د پاکستان حکومت دې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره قانون جوړ کړي.

په پاکستان کې د بیان ازادۍ لپاره د هڅې کوونکې شبکې – فریډم نېټورک – مشر اقبال خټک وايي، ریاست دې د ټولو د ژغورنې ذمه واري پوره کړي.

نوموړی وايي، حکومت دې د هغو کسانو "امنیت" ته زیاته توجه ورکړي چې د "خپل کار له امله" له زیاتو ګواښونو سره مخامخېږي.

خټک د جان د تښتونې موضوع په تړاو وايي چې اصلي خبره د "د معلوم" او "نامعلوم" نه ده بلکې موضوع دا ده چې په پاکستان کې "باید" دا ډول کارونه "ودرېږي."

د قانون احترام او سړلوړي

نوموړی وايي، د "قانون احترام" او سرلوړي اړینه ده او که "څوک غلط کار کوي" نو باید له قانوني لارې "سزا شي."

خټک وايي، پر ۲۰۱۸ز کال چې پاکستان تحریک انصاف انتخاباتي کیمپېن کاوه نو په خپل منشور کې یې له ولس سره "وعده" کړې وه چې که واک ته ورسېد (نو د خبریالانو د ژغورنې لپاره به قانون" جوړ کړي.

د رسنیو د ازادۍ شبکې مشر اقبال خټک له حکومته غواړي چې "خپله وعده پوره کړي" چې د مطیع الله جان یا نورو فعالانو د تښتونې او یا پر هغوی د حملو د پېښو مخنیوی شونی شي.

حکومتي دریځ

د پاکستان د بشري حقونو چارو وزیرې شیرین مزاري د جولای پر ۲۱مه پر ټوېټر په بیان کې د خبریال مطیع الله جان تښتونه د بشري حقونو سرغړونه وبلله.

په عین وخت کې د اطلاعاتو او خپرونو چارو وزیر شبلي فراز دا پېښه وغندله او د پلټنو ژمنه یې وکړه.

د چارواکو پر بیانونو سربېره، د بشري حقونو فعالان وايي، حکومت باید د "نامعلومه کسانو" پته ولګوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG