د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت وايي، د نیب په کارونو کې لاس وهنه نه کوي


نیب د پخواني پوځي جنرال پروېز مشرف په واکمنۍ کې جوړه شوې وه
نیب د پخواني پوځي جنرال پروېز مشرف په واکمنۍ کې جوړه شوې وه

د پاکستان حکومت د بشري حقونو د څار د ادارې او د اپوزيشن دا تور رد کړی دی چې د احتساب قامي اداره (نیب) د حکومت مخالفه سياستوالانو ځپلو لپاره کارول کېږي.

د پاکستان د دفاع وزير پروېز خټک د اګست پر اوومه مشال راډیو وويل چې (نیب) اداره خپلواکه ده او دوی يې په کارونو کې هېڅ مداخلت نه کوي:

"داسې څه خبره نه شته، دا هڅې تورونه دي، عجيبه خبرې دي، زه بلکل دا ردوم، حکومت کله هم نیب د اپوزيشن خلاف نه دی کارولی."

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې (هيومن رايټس واچ) د اګست پر شپږمه خپل یوه بیان کې ویلي وو، د پاکستان سپریم کورټ د جولای پر ۲۰مه د مخالفو ګوندونو سیاستوالو خواجه سعد رفیق او خواجه سلمان رفیق خلاف د قضیو اورېدنې پر مهال د نیب پر کارکردګۍ تنقید کړی وو او ویلې یې ول چې د کره ثبوتونو بغیر یې دواړه سیاستوالان ګرفتار کړل او تر ۱۵ میاشتو یې په بند کې وساتل.

خو د پاکستان وفاقي حکومت په بیا بیا ویلي چې د احتساب اداره په خپلو چارو کې خپلواکه ده او حکومت یې د اپوزیشن سیاستوالانو پر ضد نه کاروي.

دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر پنځمه په کراچۍ کې د نیب عدالت ته تر وړاندې کېدو وروسته د مسلم ليګ (ن) يو مخکښ او د پاکستان پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي هم خبريالانو ته وويل چې حکومت (نیب) اداره له اپوزيشن ګوندونو د سياسي انتقام اخېستو لپاره کاروي:

"موږ له لومړۍ ورځې وایو چې دغه اداره ختمه کړئ ګينې دا نیب به پاکستان ختم کړي، موږ خو دا کار ونه کړ، بښنه غواړو او نه موږ دا کار کولای شو ځکه چې یو ګوند یا یو حکومت دا نه شي کولای تر څو چې په دې کې د ټولو رضا شامله نه وي".

عباسي وايي، حکومت (نیب) اداره له اپوزيشن ګوندونو د سياسي انتقام اخېستو لپاره کاروي
عباسي وايي، حکومت (نیب) اداره له اپوزيشن ګوندونو د سياسي انتقام اخېستو لپاره کاروي

بلخوا نیب ویلي چې عباسي کله په پخواني حکومت کې د پېټروليم وزير وو نو د خپلو اختياراتو ناجايزه استعمال يې کړی و خو عباسي خبريالانو ته وويل چې د پېټروليم وزير په حېث هغه د پاکستان (سټېټ ايل) په نوم د قامي پېټروليم کارپويشن د چلولو لپاره يو يا دوه کسان په دندو ګمارلی شو او دا د اختياراتو ناجايزه استعمال نه و.

په اسلام اباد کې د پاکستان سپريم کورټ بار ايسوسېشن غړی نور عالم خان وايي، نیب اداره د هېواد موجوده او پخوانيو ټولو حکومتونو د خپلو مخالفينو ځپلو لپاره کارولې ده:

"د دې ثبوت دا دی چې کله به هم نیب څوک د اپوزيشن ګوندونو نيولو نو له هغو څو ورځې مخکې به حکومتي وزيرانو وويل چې دغه تن به نيول کېږي او هم هغسې به وشو نو مطلب دا چې د حکومت په وينا دغه کسان نيول کېږي."

نور عالم خان د اګست پر اوومه له مشال رایدو سره په خبرو کې زياته کړه، بايد نیب خپلواکه اداره شي خو دا هله کېدای شي چې په دې هېواد کې پارلېمان په صحيي معنو کې بالادسته شي.

د ده په خبره په دا وروستيو کې د تحريک انصاف په مشرۍ موجوده حکومت د ارډيننس په وسيله د نیب له مشر ځينې اختيارات واخېستل او په پارلېمان کې ناست له اپوزيشن ګوندونو يې له سره پوښتنه ونه کړه.

نور عالم خان وايي، موجوده حکومت چې د غېر جمهوري قوتونو ملاتړ لري، (نیب) يې دومره ناوړه استعمال کړو چې څوک پرې اوس باور نه لري او بايد چې ختم کړل شي.

بلخوا بيا په اسلام اباد کې د پاکستان بار کونسل يو بل غړی بېرسټر ګوهر علي خان د اګست پر اوومه مشال راډيو ته وويل چې په قامي احتساب اداره کې دې اصلاحات وکړل وشي:

" اداره نه ده ختمول پکا، بايد چې نیب د دې پابند کړل شي چې بغېر ثبوتونو څوک ونه نيسي، بې ګناه کسان دې له ځان سره نه ساتي او نه دې هغو ته سزا ورکوي او داسې نور ځينې اصلاحات دې چې په دې اداره کې بايد وشي."

مشال راډیو هڅه وکړه چې له حکومتي غړو او له نیب چارواکو سره په تفصيل سره خبرې وکړو خو هغوی له دې ډډه وکړه.

البته په تېر وختونو کې نیب پر ځان لګېدلي ياد تورونه رد کړي.

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې د پاکستان پر پارلېمان هم ږغ کړی چې په احتساب اداره کې په بیړنۍ توګه اصلاحات راولي او دا اداره غیرجانبداره جوړه کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG