په پېښور کې د بجلۍ لوډشیډېنګ ضد مظاهره شوې
د اګست پر ۲۰مه لسګونه کسانو په پېښور کې د برېښنا نشتوالي ضد مظاهره وکړه. دوی په لاسونو کې لوحې او بینرې نیولې وې او په ښار کې یې لاریون وکړ. دوی وايي، ساعتونه ساعتونه بجلي نه لري. دا احتجاج پر داسې مهال شوی چې د پاکستان وفاقي حکومت د اګست پر ۱۵مه وویل، د هېواد د بجلۍ ضرورتونو پوره کولو لپاره یې له خپلواکه برېښنا پیدا کوونکو (ای پي پيز) سره موافقې کړې دي چې نه یوازې به د لوډشیډېنګ مسله هواره کړي بلکې بیه به یې هم ټیټه شي. ویډیويي رپورټ.
د فېسبوک تبصرې