د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي افغان موسیقي له شاه ولي استاده زده کړې


شمالي افغان موسیقي له شاه ولي استاده زده کړې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:24:12 0:00

د پښتو ځوان سندرغاړی شمالي افغان وايي، څه موده مخکې یې چې د نومیالي سندرغاړي استاد ناشناس په موجودګۍ کې سندرې وویلې نو ځینو ملګرو یې د یوټیوب ویډیو د پاکستان کوک سټوډیو د پروګرامونو جوړوونکو ته واستوله چې هغوی وروغوښت او تېر کال یې هلته سندره وویله. کوک سټوډیو له تېرې څه د پاسه یوې لسیزې راهیسې هر کال په پاکستان کې سندرې جوړوي او بیا یې خپروي. شمالي افغان د نومیالي سندرغاړي شاه ولي استاد زوی دی. دی وايي، په ۱۱ کلنۍ کې یې له خپل پلاره د کلاسیکې موسیقۍ زده کړې پیل کړې. نوموړي په تېرو کلونو کې یو شمېر ویډیويي سندرې یې خپرې کړې دي چې له وجې یې خورا زیات شهرت موندلی. شمالي افغان دا ځل له اسحاق خان سره د هنري بنډار مېلمه دی چې پکې د خپل کار او ژوند په اړه غږېدلی او دوه سندرې یې هم ویلي دي. بشپړه ویډیويي مرکه وګورئ.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG