د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر انټرنیټ زده کړې د ښوونځي د زده کړو بدیل کېدای شي؟


په پاکستان د کورونا وایرس له کبله سکولونه د مارچ له میاشتې تړلي دي
په پاکستان د کورونا وایرس له کبله سکولونه د مارچ له میاشتې تړلي دي

پراګ - په ملګرو ملتونو کې د ماشومانو د تعليم ادارې “يونيسيف” د اګست پر ۲۷مه په خپور کړي يو رپورټ کې ويلي، د نړۍ څه باندې ۴۰۰ ميليونه ماشومان د زده کړو له هغو پرليکه يا انلاين پروګرامونو بې برخې پاتې دي چې له کورونا وايرس تر خپرېدو وروسته پيل شوي.

په رپورټ کې د يونيسيف د مشرې هنريټا فور په حواله ويل شوي چې دې حالت يو نړيوال تعليمي بحران رامنځ ته کړی دی.

د يونيسيف د دې اندېښنو په ځواب کې د خيبرپښتونخوا د تعليم محکمې پلاننګ افسر حشمت خان د هغو اقداماتو يادونه کوي چې د صوبې حکومت ماشومانو ته د انلاين زده کړو فرصتونو برابرولو په لړ کې کړي دي.

دی زياتوي چې د زده کړو د يوه ځانګړي يوټيوب چينل پرانېستلو چارې يې تقريباً بشپړې شوي او ژر ده چې د کور د کار لپاره “ورک شيټونه” چاپ او د ماشومانو کورونو ته ولېږي.

ده وویل، "زموږ د کارونو تر ټولو مهم هغه دا دی چې له اول تر لسم ټولګي د ټولو مضمونونو د زده کړو لېنکونه مو د خپلې ادارې ووبپاڼې (kplearning.kpese.gov.pk) ته خېژولي او هر څوک يې کتلای او ګټه ترې اخيستلای شي. دويم، موږ يو تعليمي يوټيوب چينل هم تقريباً تيار کړی او ژر به يې فعاله کړو. درېيم، موږ د “ورچول ټيچرز”په نوم يو پروګرام لرو، چيرته چې زده کوونکي کولای شی له خپلو استادانو انلاین پوښتنې وکړي او د ۲۴ ساعتونو دننه د هغو ځوابونه ترلاسه کړي."

حشمت خان د صوبې په زياتره برخو کې د انټرنېټ د نيشتوالي ستونزې په يادولو مني چې ماشومانو د انلاين زده کړو له پروګرامونو هغه رنګ ګټه پورته نه کړه لکه څنګه چې لازمه وه.

نوموړی زياتوي چې مخکې له دې چې له حکومتي امر سره سم د سېپټمبر پر۱۵مه د هېواد ټول ښوونځي بېرته پرانېستل شي، دوی د استادانو د تربيې او ماشومانو ته په کم وخت کې د زيات سبق ښوولو د لارو چارو برابرول هم په پام کې نيولي دي.

نوموړي وویل، "د سېپټمبر له ۱۵مې د پيلېدونکي نوي تعلیمي کال لپاره مو د استادانو لپاره د مضمونونو داسې لنډيز يا سيليبس جوړ کړی چې هغوی وکولای شي ماشومانو ته چټکې زده کړې ورکړي. د دې ترڅنګ موږ سکولونو ته د يو زيات شمېر زده کوونکو جلبولو لپاره يو ميډيا کمپاين هم پيلوو. د اوس لپاره مو، چې زده کوونکي په کور ناست دي، د هغوی د زده کړو جاري ساتلو لپاره “ورک شيټونه” جوړ کړي چې د سېپټمبر تر ۱۰مې به يې د هر زده کوونکي کور ته رسوو."

د حشمت خان په خبره، دوی به استادانو ته له کورونا وايرسه د حفاظت لارې چارې هم ورښيي.

خو د سوات په سيدو شريف کې د يوه سرکاري پرايمري سکول يو استاد عثمان ولسيار وايي، د حکومت په غوښتنه يې له تېرو شاوخوا ۱۵ ورځو راهيسې سکولونو ته بېرته تګ پيل کړی، خو هلته د کولو څه نه لري.

د ده په وينا، د سېپټمبر له ۱۵مې په پيلېدونکي نوي تعليمي کال کې له دوی سره يوازې درې مياشتې دي چې د ماشومانو زده کړې ورپوره کړي.

ولسيار وايي چې حکومت بايد د استادانو د تربيې چارې ژر تر ژره پيل کړي.

ده وویل، "زموږ د سيمې ماشومان تېرې تقريباً اته مياشتې له زده کړو محرومه پاتې شول. راتلونکی ژمی موږ بيا مجبور يو چې سکولونه وتړو. په نوي تعليمي کال کې ماشومانو ته د زده کړو ورکولو لپاره له موږ سره يوازې درې مياشتې پاتې کېږي، چې زه فکر نه کوم موږ به ټول کورس پکې وښوولی شو. موږ استادان سکولونو ته ځو خو تر اوسه حکومت زموږ د تربيې هېڅ يو پروګرام نه دی پيل کړی."

د برېتانيا په لندن کې د تعليمي چارو يو پوه فایق يوسفزی بيا په دې نظر دی چې برېښنايي يا انلاين زده کړې د ماشومانو د هغو زده کړو بديل نشی کېدای چې هغوی يې په ښوونځيو کې کوي.

دی وايي، په پښتونخوا کې به د انلاين زده کړو بهير هله بريالی کېږي چې اول د صوبې په هره يوه سيمه کې د اټرنېټ اسانتياوې برابرې شي او خپله زده کوونکي، د هغوی استادان او مياندې او پلرونه يې له هغو فرصتونو د ګټې اخيستنې په طريقو پوه کړل شي.

فایق یوسفزي وویل، "د کورونا وبا په شپو ورځو کې د زده کوونکو د انلاين زده کړو پروګرامونه معرفي شول، خو زه وايم چې دا په هېڅ توګه يوه موثره طريقه نه ده. د دې لپاره ضروري ده چې استادان په اکاډمېکه او هم مسلکي توګه تربيه شي. د زده کوونکو د مياندو او پلرونو روزنه هم ضروري ده چې هغوی خپل ماشومان د کارونو يې پر وخت پوره کولو ته تيار کړي."

نوموړي زیاته کړه چې برېښنايي ښوونه د هغه مکتب بديل نشي کېدای چيرته چې ماشومان يو بل ويني، خبرې او مقابلې سره کوي، د يو بل په اشارو ځان پوهوي. دا هر څه د انساني زده کړې لپاره ډېر مهم دي.

ده وویل، "زموږ وطن چون وروسته پاتې دی، ځکه نو هلته به زده کوونکو ته د انلاين زده کړو د فرصتونه برابرولو ترڅنګ له هغو د ګټې اخيستنې لارې چارې هم هغوی ته ښوول وي."

د يونیسېف په رپورټ کې راغلي چې د کورونا وايرس وبا له وجې لګول شوي ټولبند او په نتيجه کې يې د ښوونځيو تړل کېدا د نړۍ يو اعشاريه پنځه اربه ماشومان اغېزمن کړي.

دې ادارې خپل وروستی رپورټ د هغو شمېرو پر اساس جوړ کړی چې د نړۍ په شاوخوا ۱۰۰ هېوادونو کې یې د خلکو انټرنېټ او يا هم ټيليويژني او راډيويي خپرونو ته د لاسرسي فرصتونو په حواله غونډې کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG