د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي 


د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د وسله والو ختمولو اعلان کړی وو خو بیا هم هلته بریدونه کېږي 
د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د وسله والو ختمولو اعلان کړی وو خو بیا هم هلته بریدونه کېږي 

بنو - په شمالي وزیرستان کې د وسله والو او پاکستاني پوځيانو ترمنځ نښته کې دوه عسکر وژل شوي او دوه نور ټپي شوي‌ دي.

د ضلعې انتظامیې يو چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط د سپتمبر پر پينځمه مشال راډيو ته وويل چې تېر ماښام د مير علي ګلشن اډې ته نژدې وسله والو پر امنيتي سرتيرو بريد وکړ او بيا وتښتيدل.

تر اوسه د دې بريد زمه واري چا نه ده منلې. بل پلو پاکستانیو عسکرو په جنوبي‌ وزیرستان کې درې وسله وال وژلي دی.

د جنوبي وزیرستان ضلعي انتظامیې مشال راډيو ته په ورکړو معلوماتو کې ویلي‌ چې دا پېښه په سروه کۍ سيمه کې شوې ده.

دوي وايي‌ چې د پوځ په برید کې درې وسله وال وژل شوي دي. تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې په جنوبي‌ وزیرستان او شمالي‌ وزیرستان کې په دې وروستیو کې د وسله والو او پاکستاني پوځ ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي.

دا پر دې سربېره ده چې پاکستاني پوځ او حکومت په وار وار ویلي چې په دې سیمه کې یې د وسله والو ملا ماته کړې او هغه سیمه یې ورڅخه پاکه کړې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم له تېر شاوخوا یوه کاله راهسې په وار وار ویلي چې د ده په وینا وسله وال په جنوبي‌ او شمالي وزیرستان کې بیا راپورته شوي دي.

د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د جنوبي‌ وزیرستان استازي‌ علي‌ وزیر او د شمالي‌ وزیرستان نماینده محسن داوړ هم په وار وار دې مسلې ته د پارلمان پام اړولو لپاره وینا کړې ده.

حکومت وايي ، پوځ او نورې امنیتي‌ ادارې په سیمه کې د ولس د ژوند خوندي‌ ساتلو هڅې کوي او په دې کې یې د دوي په وینا تر ډېره حده بریا هم ترلاسه کړې ده.

XS
SM
MD
LG