په پاکستان کې له ۱۵۰ زیاتو خبریالانو ګډ بیان جاري کړی او پکې یې له حکومته د سیاسي، مذهبي ګوندونو او له انتخاباتي کمیشنه غوښتنه کړې ده چې د ښځینه خبریالانو پر ضد د ګوندونو او د اسټیبلمشمنټ پلویانو لخوا پر ټولنیزو شبکو د ناسمو پیغامونو او دړکو مخنیوی دې وشي.
پر دې بیان لاسلیکونکې خبریالې عفت رضوي د سپټمبر پر اتمه مشال راډیو ته وویل چې له ښځینه خبریالانو سره دا شریک بیان د سپټمبر پر اوومه لاسلیک کړی او ځینو نارینه خبریالانو او دوو صحافتي اتحادیو هم ورسره د یووالي ښودولو لپاره پرې لاسلیکونه کړي دي.
عفت رضوي زیاته کړه، " لومړی داسې وه چې ځینو ښځینه خبریالانو چې به پر واکمن تحریک انصاف ګوند تنقید کاوو یا به یې د هغوی د سیکنډولو په اړه خبرې کولای نو د دې ګوند پلویانو به د دغو ښځینه خبریالانو خلاف بدې ردې پیل کړې. خو وروسته بیا نورو ښځینه خبریالانو دا ویل چې یوازې د پي ټي ای پلویان دا کار نه کوې بلکې د پاکستان پیپلز ګوند پلویان هم د پي ټي ای د هغې برابره شوي دي. د نورو ګوندونو پلویان هم تنقید نه شي زغملای. دغسې که څوک پر مذهب خبره وکړي نو د مذهبي ګوندونو هغه لګیا شي."
د اګست پر ۱۲مه هم په پاکستان کې ځینو ښځینه خبریالانو په یو ګډ بیان کې ویلي چې له څه مودې راهیسې پر ټولنیزو رسنیو له ځورونو سره مخامخ دي.
د ښځینه خبریالانو د ځورونو او د هغوی خلاف د بدو ردو ویلو د دې موضوع د لا نورې روښانه کولو لپاره هېشټېګ ټوګیدر اګینسټ ډیجیټیل ابیوز (د انټرنیټي ځورونو پرضد پیوستون) استعمالېږي.
عفت رضوي زیاتوي، په خپرونو او خبرونو کې اکثره تنقیدونه د کارپوهانو او یا د نورو ګوندونو د غړیو لخوا کېږي خو وروسته بیا له تنقید سره خبریالان مخامخ شي.
"موږ له سیاسي ګوندونو، حکومته او انتخاباتي کمیشنه غوښتنه کړې ده چې د داسې ناسمو پیغامونو او خبرو مخنیوی یقیني کړي. خو له بده مرغه چې کله هم داسې غوښتنې وشي نو حکومت د بیان ازادی خبره پیل کړي. موږ د بیان د ازادی ختمولو لپاره قانون سازي نه غواړو بلکې دا غوښتنه کوو چې د سیاسي ګوندونو دننه چې د ټرالنګ کوم کار کېږي، یا چې د ګوند مشران د بیله بیلو ټولنیزو ګروپونو کومه څارنه کوي یا هغه چلوي نو باید ګوندونه دې لړ کې خپل کردار ادا کړي."
د بې پولو خبریالانو سازمان (ار اېس اېف) په اګست کې په یو بیان کې د پاکستان پر حکومت غږ کړی دی چې ښځینه خبریالانو ته پر ټولنیزو شبکو د ګواښونو او د هغوی پر ضد د کرکې پپیغامونو مخنیوی عملي کړي. خبریالې مهرین زهره ملک په ټویټر لیکلي چې د څو اوونیو د خبرو اترو او د یو بل اورېدو وروسته ښځینه خبریالانې د هغو سیاسي ګوندونو او د امنیتي ادارو د ناسمو پیغامونو پر ضد یو ځای دي چې د جنس پر بنیاد ګواښونه او ځورونې کوي.
د پاکستان له شخصي ټېلېوېژن 'نیوز ون' سره کارکوونکې غریدې فاروقۍ د اګست پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، د قامي اسمبلۍ د بشري حقونو کمېټۍ ته ورغلې وه، هلته یې د ځورونو ثبوتونه ورکړل خو د بشري حقونو وفاقي وزیره شیرین مزارۍ یې له وینا اورېدو پرته له غونډې لاړله.
فاروقۍ مثال ورکړ چې یوې حکومتي وزیرې د پنجاب له یوه پخواني اعلا وزیر سره په "اړیکو" تورنه کړې وه.
د پاکستان بشري حقونو وزیرې شیرین مزاري په ټویټر لیکلي چې د بدو ردو د هرې بڼې خلاف ده خو پر دې خوشاله ده چې ښځینه خبریالانو ته دا معلومه شوه چې ګنځه تر یوې ډلې پورې محدوده نه ده.
د پاکستان مسلم لیګ ن ګوند غړی صدیق الفاروق وايي چې په موجوده وخت کې په پاکستان کې د ښځینه خبریالانو د غږ زیات ضرورت دی خو باید ښځینه خبریالانې رښتیا خبرې وکړي.
" زما، زموږ د مشر نواز شریف او د ګوند په اند، ښځینه خبریالانې زموږ د لوریانو او خویندو په څیر دي، که هغوی کومه خبره رښتیا کوي نو باید خلاف یې خبرې ونشي. دې لړ کې قانون استعمالول پکار دی. صحافیانو له هم پکار ده چې د کوم ګوند یا د ډلې طرفداري نه کوي او رښتیا خبرونه ورکړي."
د پاکستان پیپلز ګوند غړی اخونزاده چټان بیا وايي چې د دوی ګوند د تنقید زغملو صلاحیت لري او دا تورونه ناسم دي چې ګواکې د دوی پلویان د ښځینه خبریالانو پر ضد بدې ردې ووايي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړی اقبال اپریدی بیا وايي چې د بیان پر ازادی باور لري خو باید د ښځینه خبریالانو چې د ټولنې د بهتری او پرمختیا لپآره کار کوي، خلاف یې خبرې ونشي.
په پاکستان کې د مخابراتو اداره (پاکستان ټېليکمیونیکېشن اتارټي یا پي ټي اې) د موبایل ټېلېفون یا ټولنیزو شبکو له لارې په ځورونو، ګواښونو او یا نورو انټرنېټي جرمونو کې د ککړتیا په تور د خلکو انټرنېټي پاڼو یا موبایل ټېلېفون شمېرو تړلو واک لري خو د پلټنو وفاقي اداره د دې ډول تورونو تحقیقات کوي او بیا د تورن کس پر ضد مقدمه کوي او که جرم پرې ثابت شي نو ورته عدالت د بند او جرمانو سزاګانې اورولای شي.