د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وزیر اعلی سلاکار: د مومندو یواځې نهه کانونه خوندي دي


په مومندو کې تر ۳۰۰۰ پورې مزدوران د ماربلو له کارونو سره تړلې دي.
په مومندو کې تر ۳۰۰۰ پورې مزدوران د ماربلو له کارونو سره تړلې دي.

د معدنیاتو او کانونو لپاره د خیبر پښتونخوا د وزیراعلا خصوصي سلاکار محمد عارف د سېپټېمبر پر ۲۶ مشال راډیو ته وویل، د پلټنو لومړني راپور ترمخه په مومندو کې د مرمرو ۲۶ کانونه داسې دي چې پکې کارکول خطر ناکه دي او دغه یې تړلې دي.

نوموړي وايي: "موږ چې د پلټنو کومه کميټي جوړه کړې ده، هغوی د مرمرو ۵۳ کانونو یا درنګونو معاینه کړې ده، دا یې په دریو درجو کې تقسیم کړي. په لومړي درجه کې چې کوم غرونه دي هغه کې کار کول له خطرې بهر دي. په دوېمه درجه کې هغه غرونه دي چې معمولي خطره پکې شته، نو د زیارت د پېښې وروسته مو دغه هم بند کړي او د پلټنیزې ډلې پر هدایاتو به لومړه دغه ټولې خطرې لرې کولای شي او له هغې وروسته به پکې کار پېلیږي، او په درېمه درجه کې هغه درنګونه دي چې خطره پکې زیاته ده، او دغه لا هم بند دي."

د سېپټېمبر پر اوومه د مومندو په زیارت کې د مرمرو غرونو د ښوېدو په پېښه کې ۲۵ کسان ووژل شول او ګڼ نور پکې ژوبل شول.

مومندو کې د مرمر کانونو نړېدو ۱۹ تنه وژلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:03 0:00

له دغې وروسته حکومت د پلټنو یوه کمیټي جوړه کړه چې د دغې پېښې د وجوهاتو مالومات وکړي او تر هغې پورې یې غو غرونو کې کار کول بند کړل.

په مومندو کې د مرمرو تر ۳۵۰ پورې کانونه او ۵۰۰ پورې کارخانې دي. او زیارت د پېښې وروسته لا هم د حکومت لخوا په زیاترو درنګونو کې کول بند دي.

د زیارت د پېښې په اړه د حکومتي کميټۍ د راپور له مخې دوی تر اوسه د مرمرو د ۵۳ درنګونو معاینه کړې،چې پکې ۲۸ کانونه ظاهرا سم ښکاري خو له خطرې نه لا هم بهر نه دي،

محمد عارف وایي، یوازې په نهو کانونو کې یې د سېپټمېبر پر ۲۳ د کار کولو اجازت ورکړ. نوموړی زیاتوي، د دوی د مالوماتو له مخې په مومندو کې یوازې په نهو کانونو کې کار کول محفوظه ګرځول شوي دي.

بلخوا د مومندو په سبحان خوړ کې د ماربلو د کارخانې او د مرمرو د غرونو یو مالک سعید خان د سېپټېمبر پر ۲۶ مشال راډیو ته وویل، حکومت د زیارت د پېښې وروسته تر ۳۰۰ پورې د مرمرو کانونه بند کړل.

سعید خان وایي، باید چې حکومت د دوی غوښتنو ته ځواب ووایي نو پر ځای د دغې یې په درنګونو کې کار کول بند کړل،.

نوموړی زیاتوي، له دې سره په سیمه کې د زرګونو خلکو کار روزګار متاثره شوی دې، یوازې د ده په کارخانه کې ۱۰۰ مزدوران بې روزګاره شوي دي،

سعید خان وویل، حکومت پر هغو وړاندیزونو کار نه کوي چې دوی یې ور سره په بیا بیا شریکوي، خو د زیارت غوندې پېښو وروسته کارخانې او درنګونه وتړي چې دغه د مسلې حل نه دی.

مومندو کې د مرمرو غره ښویېدو پېښې ګڼ خلک بې روزګاره کړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:19 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

بلخوا د زیارت د مرمرو په درنګونو کې یو مزدور جهانزېب مشال راډیو ته وویل، د زیارت د پېښې وروسته یې کارونه درېدلي دي.

نوموړی وایي، د ده غوندې په سلګونه مزدوران هر ورځ د مزدورۍ لپاره ورځي خو کار نه شته.

په مومندو کې تر ۳۰۰۰ پورې مزدوران د ماربلو له کارونو سره تړلې دي.

بلخوا د مومندو نه د عوامي نېشنل ګوند د صوبایي اسبملۍ غړي نثار مومند مشال راډیو ته وویل، حکومت باید د سنګ مرمرو په درنګونو کې کار کول په جدیده ټېکنالوجۍ بدل کړي.

نوموړی وایي، د زیارت د پېښې وړاندې هم دوی په څو څو وارې غوښتنه کړې ده چې دغه کار دې په جدیده ټکنالوجۍ ترسره شي ځکه چې د نوموړي په خبره په کانونو کې ۷۵ فیصده ماربل په چاودنو (بلاسټنګز) کې ضایع کېږي.

د مرمرو د غرونو مالکان وایي، دوی لا هم د بارودو او نورو چاودونکیو موادو په مرسته له غرونو نه سنګ مرمر په زړو طریقو راوباسي چې پکې ځینې وختونه کارکونکیو ته مرګ ژوبله هم اوړي.

بلخوا د معدنیاتو او کانونو لپاره د خیبر پښتونخوا د وزیراعلا خصوصي سلاکار محمد عارف وایي، دوی د مرمرو د غرونو مالکانو او په دغو کې د مزدورانو د مسلو نه خبر دي او پر هواري یې کار کوي.

XS
SM
MD
LG