د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ښځو د جمهوریت په ملاتړ ملي کمپاین پیل کړی


خوستۍ فعالانې، په بین الافغاني مذاکراتو کېد ښځو حقونو مساله او د شته پرمختګونو ساتل کېدل په پام کې ونیول شي.
خوستۍ فعالانې، په بین الافغاني مذاکراتو کېد ښځو حقونو مساله او د شته پرمختګونو ساتل کېدل په پام کې ونیول شي.

د خوست په ګډون د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې یو شمېر ښځو د جمهوریت په پلوی او په تېرو ۱۸ کلونو کې د دوی په ژوند کې د شته پرمختګونو خوندیتوب په ملاتړ ملي کمپاین پیل کړی دی.

په دې ملي کمپاین کې ښځې د غونډو له لارې له افغان حکومت، طالبانو او نړیوالو بنسټونو غواړي، چې د قطر د دوحې په بین الافغاني خبرو اترو کې دې، د ښځو د حقونو مساله او د شته پرمختګونو ساتل کېدل په پام کې ونیول شي.

دوی وايي، که چیرې د افغان ښځو دا غوښتنې وانوریدل شي، نو د لاریونونو او غونډو په ګډون به له هرې قانوني لارې څخه په استفادې د خپلو حقونو د ساتنې لپاره مبارزه روانه وساتي.

د اکتوبر پر ۱۳مه د افغانستان یو شمېر نورو ولایتونو په شان په خوست کې هم یو شمېر ښځو د یوې غونډې له لارې د دوی د حقونو خوندیتوب لپاره د جمهوریت ټېنګښت او دوام یواځینۍ لاره وبلله او د افغان حکومت او طالبانو د سولې له مذاکراتي ټیمونو يې وغوښتل، چې د ښځو حقونو مساله دې جدي ونیسي.

د خوست د ښځو چارو رئیسې شافعه نورزۍ مشال راډیو ته وویل، د جمهوریت ملاتړد افغان ښځو د ملي کمپاین یوه برخه ده.

شافعه نورزۍ زیاتوي:"موږ غواړو چې په ټول افغانستان کې ښځې په دې هېواد کې د جمهوریت په ملاتړ یو سرتاسري کمپاین ترسره کړي، په هغه کې د ښځو غږ اوچت کړي، موږ غواړو هغه لاسته راوړنې چې په ۱۸کلونو کې مو ترلاسه کړي او هغه حقوق چې اساسي قانون موږ ته راکړي، د دوحې د سولې په برنامه او فیصلو کې په نظر کې ونیول شي او بېرته تېر تاریخونه په موږ باندې تکرار نه شي."

د خوست ولایتي شورا استازې زهره جلال په تېرو ۱۹ کلونو کې د ښځو په ژوند کې ځینو پرمختګونو ته په کتو وايي، د دې نظام په اول کال کې تر څلورم ټولګي پورې نجونې جذب شوې، خو نن زرګونه نجونو زده کړې کوي، پوهنتونونه يې لوستي او حتا د ماسټری تر کچې يې تحصیل کړی دی.

دې زیاتوي، یو شمېر ښځې په حکومتي ادارو، موسساتو او تر ډېره د پوهنې او روغتیا په سکټور کې عملاً دندې اجراء کوي.


خوستۍ فعالانې وايي، افغانو ښځو د تاریخ په بېلا بېلو پړاونو کې د خپلو حقونو د خوندیتوب لپاره مبارزه کړې ده.

مدني فعالې وزیره سعادت وویل، که اوس هم د ښځو د حقونو د ضایع کیدو ویره پیدا شي، نو دوی غلې نه پاتې کېږي، سوله ییز لاریونونه کوي او د وروستیو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې به ساتي.

یوه بله خوستۍ میرمن پلوشه رڼا وايي، چې یو شمېر ښځې د نارینه وو په شان حکومتي او غیر حکومتي ادارو کې کار کوي، نو په ټوله کې د دوی حقونه باید تر پښو لاندې نه شي.

مدني فعالې نادیه باوري وویل، په دې هېواد کې د نېږدې نیمايي هغه ټولو کورنیو د نفقې د برابرولو مسوولیت ښځو ته ورترغاړې دی، چې د کورنۍ سرپرستان یې په روانه جګړه کې له لاسه ورکړي دي.

دې وايي، که ښځو څخه د کارکولو حق واخیستل شي، نو په اول ګام کې خپل ماشومان سم نه شي روزلی او په ټوله ټولنه به يې اغېزې منفي وي.

د قطر په دوحه کې د څه باندې یوه میاشت مخکې د سېپټېمبر پر ۱۲مه، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو تر پیلېدو وروسته د توقع خلاف د جګړې د ښکیلو لورو لخوا نه یوازې تاوتریخوالی کم شوی نه دی، بلکې جګړو زور اخیستی دی.

په بین الافغاني مذاکراتو کې د ځينو نورو خبرو په خوا کې د ښځو د حقونو خوندیتوب هم د پیچلو خبرو څخه ده، چې افغان حکومت يې د تېرو ۱۹کلونو له مهمو لاسته راوړنو څخه بولي.

XS
SM
MD
LG