شمالي وزیرستان کې یو بل تن په هدفي برید کې وژل شوی
د چارواکو په وینا پېښه بېګا شپه (د اکتوبر ۲۸مه) د شمالي وزیرستان په خیسور کې شوې. دوی وايي چې ناځرګندو بریدګرو د سرتېر په نامه یو کس په ډزو وژلی او تښتېدلي دي. په شمالي وزیرستان کې له تېرې یوې اونۍ راهیسې دا څلورم او له سږني کال راهیسې ۳۷ هدفي برید دی چې پکې ځايي وګړي په نښه کېږي. د عمر وزیر راپور.