د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتیا او ننګرهار زده کوونکو او فعالانو پر کابل پوهنتون برید وغانده


د پکتیا پوهنتون او نورو تعلیمي ادارو زده کوونکي پر کابل پوهنتون د خونړي برید ضد راوتي ول: ۲۰۲۰، ۳ نومبر
د پکتیا پوهنتون او نورو تعلیمي ادارو زده کوونکي پر کابل پوهنتون د خونړي برید ضد راوتي ول: ۲۰۲۰، ۳ نومبر

د سې شنبې په ورځ د پکتیا پوهنتون سلګونو محصلانو په یوه راټولیدنه کې پر کابل پوهنتون د نومبر ۲یمې برید چې یو شمېر ښځې او ځوانان په کې مړه او ټپیان شول وغانده او هغه يې د دیني او بشري ارزښتونو خلاف کار وباله.

دوی ویل چې په ملکي هدفونو او ښوونیز مرکزونو بریدونه د وحشت وروستی حد دی.

د پکتیا پوهنتون نجونو او ځوانانو لاسونو کې په نیول شویو شعارونو لیکل شوي ول، موږ مه وژنئ، افغان وژنه نوره بس کړئ، زموږ د ټولو غوښتنه سوله ده، په سوله کې ژوند د هر افغان حق دی، د زده کوونکو وژنه د افغانستان د راتلونکې وژنه ده، موږ د قلم نسل یو، نه د ټوپک، ظلم کوونکي دې دا ګمان نه کوي، چې د دوی کورنۍ خوندي دي او ورته نور دا ډول شعارونه.

د پکتیا پوهنتون رئیس دکتور سیدولي جلالزي په خپلو خبرو کې په یو محصل برید پر ټولو محصلانو برید وباله او د جګړې له ښکیلو خواوو يې د جګړې د درولو غوښتنه وکړه.

د پکتیا د علماووو شورا رئیس خواجه الدین حقبیان بیا په خپلو خبرو کې وسله وال طالبان مخاطب کړل، که دوی دا برید ردوي، نو بیا دې د خلکو دا غوښتنه هم ومني، چې سوله دې وکړي.

پکتیا کې ګنو زده کوونکو د کابل پوهنتون خونړی برید وغانده
پکتیا کې ګنو زده کوونکو د کابل پوهنتون خونړی برید وغانده

د پکتیا د ولایتي شورا رئیس عبدالمالک ځاځي وویل، طالبان چې افغان حکومت سره په جګړه کې دي او دا جګړه د دې هېواد د تورسرو، ماشومانو او ځوانانو د وژنې او هېواد د ورانۍ لامل کیږي او نورو ډلو ته په کې د ورانۍ زمینه برابریږي، نو له مسوولیته يې نه خلاصیږي.

عبدالمالک ځاځي زیاته کړه:

((کله چې طالب نه خبریال پوښتنه کوي، نو هغه ددې برید مسوولیت پر غاړه نه اخلي، وايي برید داعش کړی، داعش څوک دی، ماته ټول یو شان يئ، چې په ولس څوک برید کوي، زما خور او ورور وژني، هغه زما عزت او غرور سره دښمني کوي.))

د پکتیا والي محمدحلیم فدايي په خپلو خبرو کې وویل، تر هغه چې طالبان سولې ونه کړي، که هر ډول پيښه رامنځته کیږي، مسوولیت يې طالبانو ته ورګرځي.

د پکتیا پوهنتون د محصلانو د اعتراضیه غونډې ۴ماده ییز پرېکړه لیک چې د یو تن محصل بصیر یاد لخوا ولوستل شو، په کابل پوهنتون د برید د غندنې تر څنګ د جګړې له ښکیلو خواوو په کې غوښتنه شوې، چې د پوهنتونونو، ښوونځیو او نورو ښوونیزو مرکزونو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.

په پریکړه لیک کې راغلي ول، چې د جګړې ښکیل اړخونه دې د بې ګناه خلکو وینې تویدنې ته د پای ټکی کیږدي.

په تیرو څه کم دوه اونیو کې پر کابل پوهنتون برید چې د ۲۲ ښځو او ځوانانو د وژل کیدو او نږدې څلويښتو نورو د ټپي کیدو لامل شو دویم خونړۍ برید دی، چې په هغه کې وسله وال بریدګر ښوونیز مرکزونه په نښه کوي.

لدې برید یولس ورځې مخکې د کابل په لویدیز کې د کوثر په نوم په یو ښوونیز مرکز باندې هم برید شوی وو، چې په هغه کې ۲۴ تنه وژل شوي او ۶۷ تنه ټپیان شوي ول.

د سې شنبې په ورځ د افغان حکومت لخوا ملي ماتم اعلان شوی وو.

ننګرهار: په کابل پوهنتون وسله وال برید وغندل شو

نومبر په درېمه نېټه په جلال اباد کې په لسګونو ټولینز فعالان شېرزي لوبغالي ته ورټول شوي ول، په کابل پوهنتون د وسله وال بريد پر غندلو سربېره یې په افغان دولت غږ وکړ چې د پېښې تر شاه عاملین ونیسي او په وسله والو طالبانو یې غږ وکړ چې افغان وژنه بنده کړي او اوربند ته غاړه کېږدي.

پر کابل پوهنتون د خونړي برید ضد راوتي پکتیاوال زده کوونکي
پر کابل پوهنتون د خونړي برید ضد راوتي پکتیاوال زده کوونکي

د نومبر په دویمه نېټه په کابل پوهنتون وسله وال برید وشو چې ۲۲ تنه په کې ووژل شول او ۲۲ نور په کې ټپیان شول. طالب استازو په دې برېد کې لاس لرل رد کړل او اسلامي دولت ( داعش) یې ذمه واري په غاړه واخيسته. خو افغان دولت يې د وسله والو طالبانو کار بولي.
د نومبر په درېیمه نېټه په لسګونو ټولنیز فعالان په جلال اباد کې شېرزي لوبغالي ته ورټول شوي ول، په کابل پوهنتون یې وسله وال برید وغاده او په کې د وژل شويو روح ته يې د قرآن کریم ختم ادا کړ.
دغو فعالانو له افغان دولت او وسله والو طالبانوغوښتنه وکړه چې افغان وژنه بنده کړي او اوربند ته غاړې کېږدي.
ټولنیز فعال تمیم اسحاقزي مشال راډيو سره په خبرو کې په کابل پوهنتون برید غير انساني عمل وګاڼه.

(( په کابل پوهنتون برید غیر انساني، غیر اسلامي او وحشتناک عمل و. موږ يې په کلکو ټکو غندو. هر چا چې دا کار کړی وي، په خپل حکومت او نظام غږ کوو چې عاملین يې ګرفتار او په اشد مجازات کړي او هر چا چې د دې بريد په مخنیوي کې غلفت کړی وي، هغه هم باید اشد مجازات شي.))

سره له دې چې د بريد مسوولیت اسلامي دولت یا داعش منلی، خو ټولنیز فعال عبدالطیف واحدي مشال راډيو ته وویل، تر هغې چې طالب استازي افغان دولت سره اوربند ونه کړي، د ولس پر وړاندې په افغانستان کې د هرې پېښې ذمه وار وسله وال طالبان بلل کېږي.

(( زما هیله او غوښتنه له وسله والو طالبانو دا ده چې که چېرته تاسو د ولس پر وړاندې ملامت ونه اوسئ، نو په قطر کې چې کومه بین الافغاني ناسته پیل شوې، او واقعاً په دغسې پېښو کې تاسو لاس نه لرئ، باید اوربند ته غاړه کېږدي، تر څو دا نورې استخباراتي ډلې چې په افغانستان کې نیابتي جګړه کوي، منبع يې په ډاکه شي او ولس پوه شي چې طالبان په کې لاس نه لري او که چېرته اوربند ونه کړي، د هرې پېښې ذمه وار به وسله وال طالبان ګڼل کېږي.))

د ننګرهار مدني فعالانو پر کابل پوهنتون برید وغانده
د ننګرهار مدني فعالانو پر کابل پوهنتون برید وغانده



ټولنیز فعال شریف الله ناصري بیا له حکومته غوښتنه کوله چې په کابل پوهنتون د برید وضاحت ولس ته وکړي:

(( د وخت حکومت دې خپل مسوولیت احساس کړي. یوازې فېسبوک او د سیاسي حکومت تعریف ادارې او د کابینې مجلسونه نه دي، تر هر څه وړاندې د اتباعو ساتنه د حکومت لومړی مکلفیت دی. موږ تشدد ته لمنه نه وهوو. خو د کابل پوهنتون د برید وضاحت باید ورکړي.))‎

د ذکر وړ ده چې د اکتوبر په درويشتمه نېټه د کابل په دشت برچي پل خشک سيمه کې د کوثر دانش په نوم په ښوونیز مرکز ځانمرګی برید شوی و چې له امله يې ۲۴ تنه وژل شوي ول او ۵۷ تنه ټپیان ول چې مسوولیت يې اسلامي دولت (داعش) ډلې منلی و. خو افغان دولت د وسله والو طالبان کار بللی و.

XS
SM
MD
LG