دوی لومړی دغه پيټیشن د نومبر په اتلسمه اسلام اباد های کورټ ته وړاندې کړی وو خو د قانوني خلاوو له امله ورته قاضي/ جج وويل چې دا دې بشپړ کړي او د دیسمبر په ۱۶مه دې یې بيا وروړي. په دې پيټیشن لاسليک کوونکې او د پاکستان فيډرل يونين اف جرنلسټس غړې، خبریالې منزه جهانګير د نومبر په ۲۶مه مشال راډيو ته وويل حکومت حق نه لري چې رسنيوو ته وواييچې د چا خبرې نشرولی او د چا نه شي.
په يو جمهوري هېواد کې بايد د اپوزیشن سیاستوالو اواز بند نه کړل شيمنزه جهانګیر
هغې زیاته کړه: 'پر ډېرو خبريالانو د بغاوت تورونه پورې شوي دي. دا ځکه چې دوی پر پوځ تنقيد کوي يا د هغوی پر پاليسيوو بحث لري. يا د پوځ له خوا پر قبضه شوو ځمکو او پر هغه بجټ بحث کوي چې اندازه یې نه ده معلومه. نن سبا تر ټولو لویه خبري موضوع د مسلم ليګ (ن) ګوند دی خو پر ټيليويژن د دې ګوند د مشر، نواز شريف مرکې او تقریرونه نه شي چليدلی. خبره يوازې د نواز شريف هم نه ده. خبره دا ده چې ولې په ظاهره جمهوري حکومت کې د اپوریشن اواز بند کړل شي؟ حکومت دا کار د مبهمو قوانينو او یا هم هغو قوانينو له لارې کوي چې هېڅ موجود نه دي.'
په دې اړه مشال راډيو د پاکستان اليکټرانيک رسنيو څار ادارې، پيمرا سره رابطه وکړه خو هلته موجود افسر د نوم ورکولو پرته وويل چې په دې اړه دې پخوانيوو خپرو شوو حکمونو ته مخه کړل شي. دا حکمونه د ۲۰۱۹ کال د مې میاشتې او د روان کال د اکتوبر میاشتې دي. په دوی کې پيمرا ټيليويژن چينلونو ته لارښوونه کړې چې په عدالتونو کې د روانو مقدمو په اړه بحث او عدالتونو ته نه حاضريدونکو کسانو مرکې او تقریرونو خپرولو اجازت نشته. د اپوزیشن ګوند مسلم ليګ (ن) قايد، نواز شريف د دې حکمونو هدف ګرځيدلی. هغه د درغليوو د مقدمو اورېدنه لپاره له لندنه پاکستان ته نه ورځي او واييناروغه دی.
ايين د بيان ازادۍ په اړه څه وايي؟
د ګڼو بشري حقونو مقدمې پر مخ وړونکی وکيل، ايډوکېټ سنګين خان وايي په پاکستان کې هيڅ داسې قانون نشته چې د مجرم، تورن يا عدالت ته نه حاضريدونکي کس ته د خبرو په نشرولو دې بندیز ولګوي.
نوموړي د نومبر په په ۲۶مه مشال راډيو ته وويل: ((د ايين ۱۹مه دفعه واييچې هر شهري ته دا حق حاصل دی چې د بيان ازادي لري. خلک د ليکنو او خبرو له لارې خپل نظر بيانولی شي. د دې قانون تشریح داسې شوې چې ويل شوي که حکومت غواړي د چا د بيان مخه ونیسي نو هغه کار به د قانون سازۍ له مخې کېږي. که حکومت بندیزونه لګوي هم نو د قانون مطابق به ورته واضحه دليل وړاندې کوي.))
هر وګړی د پاکستان مليګټو او ملي امنيت ته په پام سره د بيان ازادي لريد پاکستان ايين ۱۹مه دفعه
خو په دې دفعه کې دا هم ويل شويچې هر پاکستانی د بيان ازادي په دې شرط لري چې د ریاست ګټې او مليامنيت په نظر کې ونيسي. د پاکستان تحريک انصاف حکومت چارواکو په بېلابېلو وختونو کې په خبري غونډو کې ويليچې نوازشريف او ځيني نور پر امنيتي ادارو نيوکې کويچې د مليامنيت خلاف کار دی نو ځکه یې بايد خبرې نشر نه شي. د داسې ويناوو د مخنيوي لپاره د پاکستان حکومت د پيکا يا د اليکټرانيک جرمونو ضد قانو هم جوړ کړی دی.
د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمیشن د مرکزي کمېټۍ غړې سليمه هاشمي د نومبر په ۲۶مه مشال راډيو ته وويل چې د بيان د ازادۍ تروړلو لپاره د قوانينو استعمال د امرانه حکومتونو کار دی چې د پاکستان اوسنی حکومت بايد ترې لاس واخلي.
نوموړې وويل: 'په پاکستان کې د بيان ازادۍ په وړاندې هره ورځ نوي بندیزونه عملي کېږي. په دې حساب خبريالان په لومړيخط کې دي. دوی چې کوم پيټیشن کړی دی. موږ یې ځکه ملاتړ کوو او ورسره پکې شريک يو چې د بيان ازادي مهم مسله ده. هغه حقونه چې په يوه جمهوري ټولنه کې یې خلک لري، بايد پر ځای پاتې شي نو که د ختمولو هڅه یې کيږي، دا بايد په عدالت کې چېلنج کړل شي.'
د بې سرحده خبريالانو د بیان ازادۍ په اړه د ۲۰۲۰ کال په راپور کې راغلي چې له ۱۸۰ هېوادونو څخه پاکستان په ۱۴۵ نمبر دی. د دې ادارې په خبره په دې ملک کې خبریالان د امنيتي ادارو، حکومت او وسله والو ډلو له خوا تر سخت فشار لاندې دي چې د بيان ازادي یې کنټرول کړي. خو د پاکستان وزیراعظم عمران خان په بيلابېلو نړيوالو فورمونو په پاکستان کې د رسنيو ازادي بې مثاله بللې.