د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سیاسي ګوندونو  رضاکارانو په باب د داخله وزارت لیک ته کتنه


د جمعیت علمای اسلام رضاکاران
د جمعیت علمای اسلام رضاکاران

پاکستانيو رسنيو د دې هېواد د کورنيو چارو وزارت لخوا صوبايي حکومتونو ته د لېږلي خط په حواله ليکلي چې وفاقي حکومت په سياسي او مذهبي ګوندونو کې د مسلح تنظيمونو د شتونو او د هغوی د فعاليت خبرې اندېښمن کړی دی.

حکومت ويلي، دا تنطيمونو د هېواد امنيت ته د خطر سبب کېدای شي او بايد پر ضد يې کارروايي وشي.

د کورنيو چارو وزارت په خط کې زياته شوې، سياسي او مذهبي ګوندونو د پاکستان د ايين د ۲۵۶مې مادې او د ترهګرۍ پر ضد د قامي ايکشن پلان د درېمې نکتې په سرغړونې کولو خپلې ملېشې جوړې کړي او ځانګړي يونيفارمونه يې ورته ټاکلي دي.

دې وزارت له صوبايي حکومتونو غوښتي چې د ګوندونو او مذهبي جماتونو د ملېشو موضوع جدي ونيسي، د کړنو يې جاج واخلي او پرېنږدي چې د هېواد امنيت ته د خطر سبب شي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان جمهوري غورځنګ يا پي ډي اېم په نوم د هېواد د اپوزيشن ګوندونو ايتلاف د تحريک انصاف د حکومت چپه کولو په مخه د احتجاجي جلسو لړۍ پيل کړې.

په دې جلسو کې تر ډېره د جميعت علمای اسلام ف ډلې رضاکار ليدل کېږي چې په خړو جامو کې ډنډې په لاس ولاړ وي.

د دې ګوند مشر مولانا فضل الرحمان، چې د پي ډي اېم مشر هم دی، د نومبر پر ۳۰مه په ملتان کې تر جلسې يوه ورځ مخکې په يوه خبري کنفرانس کې د خپل ګوند د انصار الاسلام تنظيم رضاکارو ته امر کړی وو چې که پوليس يې د جلسې ميدان ته د تګ مخه ونيوله نو کلک مزاحمت دې وکړي.

د خيبر پښتونخوا لپاره د جميعت علمای اسلام ف وياند جليل جان د ډېسمبر پر نهمه له مشال راډيو سره په خبرو کې د کورنيو چارو وزارت اقدام په بدنيتۍ ولاړ وباله. نوموړي زياته کړه، دوی په ګوند کې ۲۵۰۰۰ راجسټر رضاکار لري چې هېڅ تربيه يا وسله نه ده ورکړل شوې او يوازېنی کار يې د جلسو امينت ساتل دي.

((زموږ د ګوند انصار الاسلام تنظيم عسکري ډله نه ده بلکې د مشرانو او د هغوی د غونډو د امنيت ساتنې چارې ورسپارل شوې دي. موږ د حکومت خبره ردوو او ټولو ملګرو ته مو ويلي دي چې د ډېسمبر پر ۱۳مه د مينار پاکستان په ميدان جلسې ته راشي. د کورنيو چارو وزارت د بل چا په وينا عمل کوي او خبره يې په بدنيتۍ ولاړه ده. موږ په ۲۰۱۷ز کال کې د خپل ګوند ۲۵۰۰۰ رضاکار راجسټر کړي ول. دا زموږ تکړه غړي دي، د تربيې هېڅ ضرورت ورته نشته او نه مو وسلې ورکړې دي. موږ جلسو ته له خپلو جنډو سره ځو او ښکاره ده چې هغه مو په ډنډو پورې تړلې وي. نو ډنډې راسره وي، خو خپل ملګري مو د وسلو له راوړلو منع کړي دي.))

بټخېله کې د اې اېن پي جلسه. ۲۰۲۰، ۲۷ جنوري
بټخېله کې د اې اېن پي جلسه. ۲۰۲۰، ۲۷ جنوري

د عوامي نيشنل ګوند په ولسي غونډو کې هم سرې جامې په تن د پارټۍ سرخ پوشان يا سور پوشيان غړي په نظر راځي. د ګوند مرکزي وياند زاهد خان د ډېسمبر پر نهمه مشال راډيو ته وويل، حکومت پر ځای د دې چې ترهګرې ډلې په نښه کړي، د سياسي خلکو تنګول پيل کړي دي.

((په دې هېواد کې چې د ترهګرو لښکرې جوړې دي، دلته او هم په ګاونډي هېوادونو کې ترهګري کوي، نو حکومت له هغوی ولې پوښتنه نه کوي؟ د ګوندونو تنظيمونه يوازې د خپلو جلسو د امنيت ساتنې لپاره وي او د هرې پارټۍ حق دی چې خپل تنظيم ولري. موږ په هره ضلع کې رضاکار لرو، د ټولې صوبې په کچ د هغوی شمېر به تر ۱۰۰۰۰ زيات نه وي. موږ د زده کوونکو سازمان لرو، د ځوانانو، استادانو، وکيلانو او ډاکټرانو تنظيمونه هم لرو. نو سبا به راته وايي چې دا ټول ختم کړئ؟))

خو د خيبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د حکمران تحريک انصاف ګوند يو غړی طفيل انجم، چې د کورنيو چارو قايمه کمېټې غړی هم دی ، د وفاقي حکومت خبره پر ځای بولي او وايي چې د عملي کولو لپاره به يې صوبايي حکومت پوره کوښښ کوي.

انجم د جميعت علمای اسلام ف د رضاکارو ټريننګ ويډيوګانو ته په اشارې زياتوي چې دا ګوند په ټولنه کې وېره خپرول غواړي.

((د دوی ډنډه بردار تنظيمونه او هم يې يونيفارمونه غير قانوني دي. يوازې د حکومتي ځواکونو سرتيري يونيفارم په تن کولای شي. موږ غواړو چې دا ډلې ختمې شي چې سبا حکومت له يو چيلنج سره مخامخ نه کړي. موږ د دوی په جلسو کې ګورو چې د خړو جامو سړي ډنډې په لاس ولاړ وي. يو عام کس به خامخا وېريږي چې دا بدمعاشان دي يا کوم بل خاص ګروپ دی چې خلک تښتولی او شکنجه کولی شي. موږ په ګوندونو کې دننه د تنظيمونو دا روايت ختمول غواړو. اول به ورسره خبره کوو او که يې و نه منله نو د حکومت لاسونه اوږده وي، ورسره به پوه شي.))

په پېښور کې مشر خبريال او د سياسي چارو شنونکی شميم شاهد بيا په دې نظر دی چې حکومت د اپوزيشن ګوندونو د تحريک د زور کمولو لپاره د هغوی د تنظيمونو د فعاليت او له وجې يې د ناامنۍ د ممکنه پېښو موضوع راپورته کړې ده.

دی وايي، که حکومت واقعي د دې تنظيمونو پرضد د کارراويۍ اراده لري نو بايد تر پوره تحقيق وروسته اقدام وکړي.

((د عمران خان حکومت دا وخت تر فشار لاندې دی او ځکه د سياسي ګوندونو پر تنظيمونو د بنديز خبره کوي. سمه ده چې د جماعت اسلامي تنظيم حزب المجاهدين په افغانستان او هم کشمير کې د جهاد لپاره کارول شوی وو. په سيمه کې د انصار الاسلام په نوم يوه وسله واله ډله هم يو وخت فعاله وه، خو د جميعت علمای اسلام دا تنظيم هغه ډله نه ده. دا غير مسلح او له پاکستان اليکشن کمېشن سره راجسټر ده. حکومت بايد دا وګوري چې کوم تنظيم مسلح او کوم غير مسلح دی. پاکستان مسلم ليګ، پيپلز پارټۍ او عوامي نيشنل ګوند، دې ټولو د خپلو رضاکارو تنظيمونه لرلي دي.))

شميم شاهد زياتوي، اپوزيشن ګوندونه به د دوی د رضاکارو تنظيمونو پر ضد د حکومتي کارروايۍ خبرې ته سخت عکس العمل وښيي او په نتيجه کې به يې، د ده په خبره، په هېواد کې سياسي کړکېچ نور هم سېوا او ښايي په تاوتريخوالي بدل شي.

پاکستان جمهوري غورځنګ دا مهال زور لګولی چې د ډېسمبر پر ۱۳مه په لاهور کې خپله جلسه کاميابه او حکومت له لا ډېر فشار سره مخامخ کړي.

XS
SM
MD
LG