د لاسرسي ځای

تازه خبر

'کډوال مو وزیرستانونو ته ستانه کړئ ګنې اسلام اباد کې پرلت وهو'



د شمالي وزیرستان ځوانانو له حکومته په دغه سیمه کې د ړنګو شویو کورونو د معاوضو ورکولو تر څنګ د اصلاحاتو عملي کولو غوښتنې وکړې.
د شمالي وزیرستان ځوانانو له حکومته په دغه سیمه کې د ړنګو شویو کورونو د معاوضو ورکولو تر څنګ د اصلاحاتو عملي کولو غوښتنې وکړې.

د شمالي وزیرستان ځوانان وايي، که په سیمه کې یې امنیت بحال او له دغې سیمې کډه شوي خلک خپلو کورونو ته ستانه نه کړل شي نو د اسلام اباد پر ډي چوک به احتجاجي پرلت پیل کړي.

دې ځوانانو د ډېسېمبر پر ۱۴مه د اسلام اباد په پرېس کلب کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په شمالي وزیرستان کې هدفي بریدونه زیات شوي او د ضرب عضب پوځي عملیاتو لوجې بې کوره شوي خلک لا هم د پاکستان او افغانستان په بېلا بېلو برخو کې د کډوالۍ ژوند کوي.

د شمالي وزیرستان ځوانانو له حکومته په دغه سیمه کې د ړنګو شویو کورونو د معاوضو ورکولو غوښتنې کولې. دوی وايي، تر اوسه فاټا اصلاحات عملي شوي نه دي او دوی د خپلو مسلو لپاره پېښور او بنو ته ځي

د دوی په خبره د ډومیسایل او شناختې کارډ جوړولو پورې ترې بډې رشوتې اخیستل کېږي او دا رنګ چې کوم خلک د ضرب عضب اپرېشن پرمهال بې کوره شوې وو هغوی تر ننه د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې د بې کورې ژوند تېروي باید چې حکومت ژر تر ژره د هغوی د واپسې غم وکړي او د دوی د ‌ړنګو شوبويو کورونو سروې په سم ډول وکړي.

د شمالي وزیرستان ځوانانو خبري غونډه
د شمالي وزیرستان ځوانانو خبري غونډه

له خبري غونډې پس د شمالي وزیرستان د میرعلي سیمې اسدالله شاه مشال راډیو ته وویل که حکومت يې غوښتنې پوره نه شوې د اسلام آباد په ډي چوک کې به احتجاجي پرلت وهي: ''زموږ په سیمو کې هدفي وژنې ډېرې شوې او دا رنګ د بدامنۍ نورې پېښې سېوا شوي او خلک لادرکه کېږي، مرستیال کشمنر هم له عدالته پرته فیصلې کوي او ګرفتارۍ کوي او نه تراوسه شمالي وزیرستان ته عدالتي نظام غځول شوی او نه تعلیمې او د صحت محکمې دفترې شمالي وزیرستان ته راوړل شوی دی. اوس به موږ له سیاسي ګوندونو سره وینو چې زموږ دا مسلې هوارې کړي او له موږ سره په دې کې ودرېږي.''

د شوال تحصیل شاکر وزیر مشال راډیو ته وویل د دوی یو شمېر خلک په افغانستان په خوست او د ياکستان په بېلا بېلو ښارونو کې د بې کورۍ ژوند تېروي او حکومت يې د واپسې غم نه کوي: ''د شمالي وزیرستان خلکو چې خپلې سیمې پرېښې دي د پاکستان د سالمیت لپاره يې پرېښې دي او شپږ کاله وشول چې د تحصیل شوال خلکو واپسي نه ده شوې د تحصیل مدا خېل او دته خېل او د زوی سیدګۍ د خلکو هم واپسي نه ده شوې او که وکتل شي نو په شپږو کالو کې به عالمي جنګ ختم شي خو زموږ سیمو کې لا تراوسه امن رانغی او بله دا چې دغلته هدفي وژنې دي، بدامني ده او کرپشن دی نو موږ له حکومت څخه غوښتنه کوو چې د امن په نوم عملیات شوي دي تو ژر تر ژره دې دغلته امن راولي.''

د میرام شا سنېد احمد داوړ هم د خپلو ستونزو په اړه مشال راډیو ته وویل: ''زموږ د ټولو لویه مسله دا ده چې له غلام خان څخه ونیسه تر دې بنو پورې چیک پوسټونو باندې کلنګونه (بهته) اخېستل کېږي او د یو ګاډي نه د پنځو سوو نه واخله د زر روپو پورې ترې اخیستل کېږي دا رنګ په ډومیسایلونو او نورو کاغذونو رانه پیسې اخیستل کېږي نو زموږ دا غوښتنه ده چې دلته دې عدالتونه راوړل شي او زموږ مسلې دې د عدالتونو په زریعه هوارې کړل شي.''

مشال راډیو چې د دې خلکو د ستونزو په اړه د قبایلي ضلعو د مسلو د حل لپاره د حکومتي کمېټۍ مشر او د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ غړي اقبال اپرېدي نه وپوښتل نو د هغه وینا وه د دوی حکومت د ټولو قبایلي ضلعو د مسلو د حل او هلته د امنیت پرځای کولو لپاره اقدامات کوي

د نوموړي په خبره:(ډېر په لوی شمېرکې بې کوره شوي د قبایلي ضلعو څخه راوتي وو اوس چې د هغوی د بیا بحالۍ کومې مسلې دي یا د هغوی د کورونو د سروې مسلې دي یا د دوی د واپسۍ مسله ده نو په دې پنځه اویا فيصده کار شوی دی او دا رنګ د ړنګو شویو کورونو سروې شورو ده او هغوی ته چې کومې پېسې ورکول کېږي هغه هر څه په ډاګه دي او که کوم خلک پاتې دي نو یا خو هلته حالات خراب دي یا حکومت کلیر کړي نه دي نو که خدای کول نو دې کسانو چې کوم پرېس کنفرانس کړی د دوی ټولې غوښتنې به پوره کوو او زموږ حکومت په دې کې لګیا دی کار کوي.)

د ذکر ده په شمالي وزیرستان کې سږکال د ډېسېمبر تر اتمې ۴۵ هدفي بریدونه شوي دي چې لسګونه ځوانان او مشران او دا رنګ سرکاري اهلکاران وژل شوي دي او د دې هدفي وژنو پرضد پښتون تحفظ موومنټ او اولس بیا بیا احتجاجونه او درنې کړي دي خو پوځ او حکومت دا داعوه کوي چې دغلته يې امن پرځای کړې او د دا رنګ د پېښو د مخنیوي هڅې کوي.

په دوه زره څوارلسم کال د جون په میاشت کې د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پرضد ضرب عضب عملیات پېل کړي ول چې لوجې يې د حکومت په وینا لس لکه خلک بې کوره شوي ول. که څه هم زیاتره یې خپلو سیمو ته ستانه شوي دي خو ځینې یې لاهم لکه د بنو جانیخېل او د خوست ګلان پنډغالي (کمپ) سره سره د ګڼو نورو سیمو په ګډون د کډوالۍ ژوند تېروي.

XS
SM
MD
LG