د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پي ډي اېم مشرانو د علي وزیر ګرفتاري غندلې


د پي ټي اېم یو مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر په کوټه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې ته وینا کوي: ۲۰۱۸، ۸ اپرېل
د پي ټي اېم یو مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر په کوټه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې ته وینا کوي: ۲۰۱۸، ۸ اپرېل

په داسې حال کې چې له جنوبي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ د غړي علي وزیر کورنۍ ویلي نوموړي ورسره د خپل ژوند په اړه اندیښنې شریکې کړي، د اپوزیشن ګوندونو اتحاد، پاکستان دموکراټیک مومنټ (پي ډي ایم) کې شاملو زیاترو ګوندونو د علي وزیر نیول غندلي او ویلي یې دي چې د پارلېمان د غړي په توګه دې د هغه د حقونو احترام وشي.

په دې اړه د دسمبر پر ۲۱ مه د عوامي نیشنل ګوند مرکزي جنرل سیکرېټري او د پي ډي ایم ویاند میا افتخار حسېن مشال رېډیو ته وویل ټول اپوزیشن ګوندونه د علي وزیر د نیولو غندنه کوي:

''په پي ډي ایم کې شاملو ټولو ګوندونو د علي وزیر د نیولو پرضد خپلې څرګندونې کړي چې د پارلېمان د غړي په حیثیت کې د هغه د حقونو خلاف ورزي شوې، دا ولې شوې او دا چې د قامي اسمبلۍ سپیکر دې د دې پوښتنه وکړي. بیا هغه چې په کومه طریقه نیول شوی دا هم د غندنې وړه ده. پکار ده چې هغه زر تر زره خوشې کړل شي.''

دا راز په پاکستان جمهوري تحریک کې د شامل ګوند مسلم لیګ نواز له شانګلې د قامي اسمبلۍ غړی عبادالله خان وايي چې د دوی تحریک د دغه ډول غیر جمهوري اقداماتو د مخنیوي لپاره پیل شوی دی:

''د پارلېمان د منتخب غړي په داسې طرقه تذلیل کول او اوچتول، دا زیاتی دی، جبر دی او موږ د دې خلاف راوتي یو. دا اول ځل نه دی، وړاندې هم علي وزیر او محسن داوړ نیول شوي دي. د پي ډي ایم ۲۶ نکاتي ایجنډا د دې لپاره نه ده چې موږ ته دې حکومت میلاو شي، بلکې موږ غواړو چې د ۲۲ کروړه خلکو د رایو احترام دې وشي. موږ د جبر د نظام بدلون غواړو. پښتون ژغورنه غورځنګ هم د دغه ډول غوښتنو لپاره جوړ شوی چې د پښتنو په خاوره له شلو کلونو راهیسې جبر روان دی، موږ هره ورځ لاشونه اوچت کړي. پکار ده چې د جبر لړۍ نوره بنده شي.''

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او پارلېماني استازی علي وزیر د دسمبر په ۱۶ مه د پېښور پولیسو نیولی وو او ویلي یې وو چې دا کار یې د سیند پولیسو په غوښتنه کړی او بیا یې نوموړی هغوی ته سپارلی دی.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د دسمبر پر ۲۰مه په یو بیان کې "د باوري سرچینو" په حواله د علي وزیر ژوند ته د خطر خبره کړې او د "سیند حکومت، اعلا وزیر او نورو اړونده چارواکو ته یې خبرداری" ورکړی چې د علي وزیر "ژوند ته زیان" به "خورا ناوړه پایلې" ولري.

په سیند صوبه کې د اپوزیشن ګوند، پیپلز پارټۍ حکومت دی خو د دې ګوند دقامي اسمبلۍ غړی ساجد حسین توري هم د دې ګرفتارۍ غندنه او پرضد یې د غږ پورته کولو ژمنه کوي:'

'د پارلېمان د غړي په حیث چې له علي وزیر سره څه شوي، موږ د هغې مذمت کوو. دا په یو قسم د انساني حقونو خلاف ورزي ده بلکې د پارلېمان ډېر لوي توهین وشو. په دې باندې زموږ د پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري په ټویټر د افسوس څرګندونه کړې ده. او انشاءالله په راتلونکې غونډه کې به د پي ډي ایم له مشرانو سره هم په دې هکله خبرې کېږي.''

دا راز په پاکستان جمهوري تحریک کې د شامل جمعیت علماء اسلام فضل الرحمان ګوند د قامي اسمبلۍ غړی مولانا عبدالواسع وايي په علي وزیر د لګېدلو تورونو په اړه خبر نه دی خو د هغه سره شوی چلند د غندنې وړ دی:

''په پارلېمان کې د خلکو د نماینده نیول بلکې ما اورېدلي دي چې تشدد هم ورباندې شوی، دا د پارلېمان توهین دی، دا د خلکو د نمایندګۍ توهین دی او موږ یې مذمت کوو. باقي د د دوی او د حکومت ترمنځ څه مسله ده او علي وزیر یې په څه تور نیولی؟ په دې اړه هیڅ معلومات نه لرم.''

بلخوا د قامي اسمبلۍ د قانون او انصاف په قایمه کمیټۍ کې د واکمن تحریک انصاف غړی ارباب شېر علي وايي که علي وزیر د قانوني تقاضو سره سم نیول شوی وی نو په دې کې هېڅ بده خبره نشته، خو که بد چلند ورسره شوی وي نو دوی به یې پوښته کوي:

''ښه چلند هر یو کس سره پکار دی هغه که د پارلېمان ممبر وي او که نه. عوامي نماینده کې خاص خبره دا وي چې هغه سره د خلکو مېنډېټ وي نور هغه د عامو خلکو په شان وي. د پارلېمان د غړي د نیولو نه مخکې سپیکر ته اطلاع کېږي. دا قانوني طریقه ده، که داسې شوي وي نو سمه ده ګنې بیا غلط کار دی. خو زه په دې نه یم خبر چې د ده د کیس نوعیت څه دی او دی په کراچۍ کې څه کوي.''

علي وزیر دې خوشې کړل شي

له سوهېلي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړي مولانا جمال الدین او دسیمي مشرانو د علي وزیر نیول غندلي او غوښتنه کوي چې د سوهېلي وزیرستان د قامي اسمبلۍ پر غړي کښلې مقدمه (اېف ای ار) دې ختم کړل شي او دی دې ژر تر ژره له زندانه پرېښودل شي.

له مشال راډ‌یو سره په خبرو کې مولانا جمال الدین وویل، ''د نیولو پر وخت د اسمبلۍ غړي ته ځولنې اچول په ایین کې نشته. موږ یې نیول غندو. د پوځ په اړه او د حکومت په اړه هغه ناراضګي لري. د هغه په اړه دی خپل دریځ لري، خپله خبره په دلیل کوي. پوځ خو زموږ د خپل ملک پوځ دی. یو د ملک خلاف خبرې دي، هغه مناسب نه دي، خو په داسې خبرو (د پوځ خلاف خبرو) د علي وزیر ګرفتاري مناسب نه ده. دا زیاتی دی، دا ناجایز ده، له ده سره دې خبرې وشي. خوشې دې کړل شي.''

په واڼه کې د عوامي نیشنل پارټۍ مشر ایاز وزیر وايي، چې د پاکستاني ریاست لخوا د علي وزیر په ګرفتارۍ د وزیرستان ولس خپه دی.

نوموړی زیاتوي: 'دوی خو کله هم په جمهوري طریقه څوک زندان ته نه دي وړي. دا اېف ای ار یوه پلمه ده، دا تش تنګول دي، موږ د دغې غندنه کوو. علي وزیر نه تخریب کاري کړې ده، نه یې دهماکې کړې دي، یو نارمل اېف ای ار دی. جلسه یې کړې ده. جلسې خو دوی په ټول وطن کې کوي. دی د جنوبي وزیرستان اېم اېن اې دی. په علاقه کې تشویش دی. پکار ده چې د ده ضمانت وشي، دی دې راخلاص کړل شي.'

د سوهېلي وزیرستان معذورانو اتحادیې مشر دین محمد محمد مسید وايي، چې د تحریک انصاف په حکومت کې د علي وزیر ګرفتاري د غندنې وړ ده. زموږ اتحادیه د علي وزیر ګرفتاري غندي. علي وزیر د قامي اسمبلۍ غړی دی، د وزیرستان مشر دی.

د علي وزیر له نیول کېدو وروسته د سیند پولیسو دوو اعلا چارواکو د نوم نه څرګندولو په شرط مشال رېډیو ته وویل چې د نوموړي د نیولو لپاره یې د قانون سره سم د قامي اسمبلۍ له سپیکر څخه اجازت اخیستی دی. د پولیسو په وینا د علي وزیر روغتیايي حالت ښه دی او هیڅ ډول تشدد پرې نه دی شوی.

د سیند پولیسو پر علي وزیر او ملګرو یې تور پورې کړی چې د دسمبر پر شپږمه یې په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ دجلسې پر مهال د ریاست ضد ویناوې کړي خو غورځنګ دا تور ردوي.

علي وزیر او ملګري یې د دسمبر په ۲۱ مه په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړل شو چې عدالت د دسمبر تر ۳۰مې په ریمانډ پولیسو ته حواله کړي دي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG