په پېښور کې د پیرامیډېکل کالجونو زده کوونکو مظاهره کړې
د خیبر پښتونخوا د روغتیاپالۍ یا پیرامیډېکل کالجونو زده کوونکو د ډېسېمبر پر ۲۲مه د اسمبلۍ مخې ته مظاهره کړې. دوی وايي، حکومت دې د نورو تعلیمي ادارو د زده کوونکو په څېر دوی هم دوه سېمېسټره مخکې کړي. حکومت سږکال د کورونا وایرس وبا له وجې د کالجونو زده کوونکي بې له ازموینو بل ټولګي ته کامیاب کړل. د زده کوونکو مظاهرې په غبرګون د پښتونخوا حکومت لا څه نه دي ویلي خو چارواکو د ډېسېمبر په پیل کې مشال راډیو ته ویلي ول چې د کورونا وایرس وبا دویمې څپې له وجې یې د پیرامیډيکل کالجونو د زده کوونکو ازموینې ځنډولي او په جنورۍ کې به یې امتحان ته وروغواړي. ویډیويي رپورټ.
د فېسبوک تبصرې