پاکستان د ډېسېمبر پر دېرشمه د کورونا وایرس د نوي ډول د لومړيو کېسونو تاييد وکړ. د سند صوبې روغتیا وزارت په دغه ورځ په يوه خبرپاڼه کې وويل چې له برېتانیا څخه د ورغلیو ۱۲ کسانو ټيسټونه یې کړي او معلومه شوي چې په دوی کې ۶ په کورونا وایرس اخته دي. له دغو څخه په درېوو کې یې د دې وایرس نوی ډول ليدل شوی دی.
د صحت نړيوالې ادارې ويلي چې لږ تر لږه د وایرس دوه نوي ډولونه له برېتانیا او جنوبي افریقا څخه تاييد شويدي.
په دې اداره کې د کورونا وایرس په اړه د څېړنو د تخنيکې برخې پوهه، ډاکټر ماريه وان کورخووف د ډېسېمبر پر ۳۰مه په يوه خبري غونډه کې وويل دوی د کورونا وایرس د نورو ډولونو د راڅرګندېدو توقع هم لري خو ښايي ډېر وژونکي نه وي.
هغې زیاته کړه: ''څومره چې دا وایرس ډېر خپرېږي، هومره به یې نور ډولونه مخې ته راځي. موږ هر بدلون ګورو. په جنوبي افریقا او برېتانیا کې د کورونا وایرس نوي ډولونه مخې ته راغلي دي. دا له يو بله فرق لري خو بنیادي چوکاټ یې د پخواني وایرس په شان دی. اوسمهال زه دومره ویلی شم چې د وایرس نویو ډولونو د ليږد او پر ناروغانو یې اغېز له نیزدې وڅارو. موږ څېړنې کوو او د دې لپاره مو د پوهانو يوه ډله جوړه کړې ده.''
کورونا وایرس د ۲۰۱۹ کال په ديسمبر کې د چين په ووهان ښار کې راپیدا او بيا په ټوله نړۍ کې خپور شو. دې وایرس په تېر يوه کال کې نيزدې يو اعشاريه اته ميليونه کسان مړه کړي دي.
په دې اړه شمېرې راټولوونکی امريکاييپوهنتون جان هاپکینز ليکلي چې د ډېسېمبر تر ۳۰مې پورې په ټوله نړۍ کې پر دې وایرس د اخته کسانو شمېر له ۸۲ ميلیونو اوښتی دی خو شپږ څلويښت نيم ميلونه ترې جوړ شوي هم دي.
د لندن شمال کې د بيړنيو روغتيايي خدمتونو څانګې مشر، ډاکټر خسرو سنګروال وايي د کورونا وایرس چې هر څومره نوي ډولونه راشي، د ځان ژغورنې طریقه یې هم هغه زړه ده. نوموړي د ډېسېمبر پر ۳۰مه مشال راډيو ته وويل خلک د لاسونو په بيا بيا وينځلو،تربوزک یا ماسک وهلو او له يوه بله واټڼ ساتلو سره له وایرسه ځان خوندی کولی شو: ''په وایرسونو کې بدلون عامه خبره ده. کورونا وایرس په لسګونو ځله بدلون کړی دی. البته په برېتانیا کې په دې وایرس کې نوی بدلون ځکه مهم دی چې ژر انتقالیږي. خو د خلکو د وژنې زور یې نه دی زیات شوی. کومه علمي څېړنه نشته چې د کورونا وایرس دا نوی ډول دې تر پخواني هغه ډېر وژونکی ثابت کړي.''
د کورونا وایرس نوی ډول د ارثیت/جينيټک له پلوه مختلف دی. يوازینی بدلون پکې دا دی چې ژر خپرېږي.
په پاکستان کې د کورونا وایرس په اړه شمېرې خپرونکي حکومت ويب پاڼې ليکليچې د ډېسېمبر تر ۳۰مې پورې په دغه ملک کې د دې وبا وهلو شمېر لسو زرو ته رسېدلی دی.
د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې هڅې روانې ديچې د دې وایرس واکسين تر خلکو ورسیږي. په دوی کې امريکا، جرمني، برېتانیا، چين او روس خپل جوړ کړي واکسين روغتونونه ته ليږليدي.
د پاکستان د صحت وزارت له خوا د ډېسېمبر په ۳۰مه مشال راډيو ته ورکړل شوو معلوماتو ترمخه دوی د چين، روس او برېتانیا له کمپنيوو څخه د واکسين اخیستلو ته نيزدې شوي دي.
په لندن کې د کورونا مریضانو سره کار کوونکی، ډاکټر اجمل نور مومند وايي په ځينو خلکو کې مشهوره شوې چې تازه مخې ته راغلي واکسينونه د کورونا وایرس په نوي ډول اغېز نه لري خو د هغه په وېنا داسې نه ده.
نوموړي د ډېسېمبر په ۳۰مه مشال راډيو ته وويل: ''د کورونا وایرس نوی ډول د ارثیت/جينيټک له پلوه مختلف دی. نور د همغه پخوانيپه شان دی. يوازینی بدلون پکې دا راغلی چې ژر خپرېږي. نور یې د ناروغۍ شدت له پخواني هغه هم کمزوری دی. تر اوسه پورې چې د کورونا ضد کوم واکسين راغلي دي. هغه که د فایزر دی او که د برېتانیا اسټرازینکا... دا د وايرس د دې نوي ډول پر وړاندې هم هم هغسې موثر دي. داسې نه ده چې د وايرس پر دې نوي ډول د اخته کس ناروغي به تر پخوا هغه سخته وي.''
په برېتانیا ، امريکا، د اروپا په ځيني هېوادونو، چين او روس کې د کورونا وایرس د مخنيوي لپاره واکسين ورکول پیل شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس تر مخه، د امريکا او جرمني کمپنيوو شريک جوړ کړي واکسين، فایزر د ازمیښتونو په وخت ۹۵ فیصده اغېزناکه ثابت شوي دي. همداراز د روسیې او چين واکسين له ۷۷ فیصدو څخه تر ۹۰ فیصدو پورې اغېزناکه اعلان شوي دي.
د صحت نړيوالې ادارې (ډبلیو اېچ او) غریبو هېوادونو ته د واکسينو رسولو پروګرام پېل کړی دی خو واييچې دا کار ښايي تر ۲۰۲۱ کال تر اخره پورې وخت ونیسي. پاکستان هم په دې پروګرام کې شامل دی خو ترڅنګ یې حکومت اعلان کړی چې له خپلې خوا یې د واکسين اخیستو لپاره ۲۵۰ ميليونه ډالر بېل کړي دي.