د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستاني کډوال وايي‌ د افغانستان په ملي دسترخوان دې ور ګډ کړل شي


دوی وايي، په دوی کې ۲۴۰ کډې داسې دي، چې یو نیم کال کېږي، دلته راغلي، خو هېڅ ډول مرسته ورسره نه ده شوې.
دوی وايي، په دوی کې ۲۴۰ کډې داسې دي، چې یو نیم کال کېږي، دلته راغلي، خو هېڅ ډول مرسته ورسره نه ده شوې.

د افغانستان د خوست په ګلان کېمپ کې میشت وزیرستاني کډوال وايي، چې د داخلي بې ځایه شویو او اړمنو په شان دې، دوی هم په راغلو مرستو او د ملي دسترخوان په پروګرام کې شامل کړل شي.

دوی وايي چې د مرستو په کمیدو سره يې ژوند له ستونزو سره مخامخ شوی او ځینې کورنۍ خو بیخي په دې لږو مرستو کې هم نه دي شاملې.

دوی زیاتوي چې که ستونزو ته يې رسیدنه ونه شي نو دوی به د غلام خان په صفري نقطه او د خوست د ولایت مقام مخې ته ورشي او هلته به د لاریونونو له لارې خپل غږ اوچت کړي.

د جنورۍ پر ۲۲مه وزیرستانیو کډوالو یادې ستونزې په ګلان کېمپ کې په یوه ناسته کې مشال راډیو ته وکړې.

د وزیرستانیو کډوالو یو مشر ملک حبیب خان مداخېل وویل: "دا خلک د ژمي لپاره هېڅ شی نه لري، په خیمو کې پراته دي، بله خبره د ملي دسترخوان برنامه روانه ده، دې ته زموږ هم اړتیا ده، ځکه په ۲۰۱۴ز کال کې چې دا خلک را اوښتي دي، بیا يې نه تجارتونه کړي دي، نه چا پټي ورکړي دي او نه يې کورونه ورکړي دي."

ملک حبیب مداخېل زیاته کړه چې همدا اوس داخلي بې ځایه شویو ته د غنمو وېش روان دی نو کډوالو سره د مرستې وکړي او په سمه طریقه دې وکړي.

ده وویل چې د ژمي لپاره دې هم له دوی سره د ګرمو جامو او نورو توکو مرسته وشي.

په ګلان کېمپ کې د کډوالو یو بل مشر ملک ایمرخان وویل، په دوی کې ۲۴۰ کډې داسې دي، چې یو نیم کال کېږي، دلته راغلي، خو هېڅ ډول مرسته ورسره نه ده شوې.

دی زیاتوي، کله چې باران او باد شي، دوی له خپلو زړو خیمو بیدیا ته وځي، ځکه د چتونو د راغورځيدو ویره ورسره وي.

ملک ایمرخان افغان ولسمشر، یونسیار او نورو مرستندویه بنسټونو غوښتل، چې په ملي دسترخوان او د کورونا د ناروغی له کبله چې افغانستان ته کومې مرستې ورکول کېږي، دوی دې هم په کې وشمېرل شي.

دی زیاتوي، کله چې باران او باد شي، دوی له خپلو زړو خیمو بیدیا ته وځي، ځکه د چتونو د راغورځيدو ویره ورسره وي.
دی زیاتوي، کله چې باران او باد شي، دوی له خپلو زړو خیمو بیدیا ته وځي، ځکه د چتونو د راغورځيدو ویره ورسره وي.

د وزیرستانیو کډوالو یو بل مشر دواد مسید وايي، د بېلا بېلو ځایونو څخه ورته مامورین راځي او د دوی د ستونزو یادښت اخلي، خو په عمل کې ورسره مرستې نه کېږي.

نوموړي د UNHCRهمدارنګه WFP او افغان ولسمشر وغوښتل، چې په خوست کې د میشتو وزیرستانیو کډوالو ستونزو او غوښتنو ته رسیدنه وکړي.

داود مسید زیاتوي، که غوښتنو ته يې پاملرنه ونه شي، نو دوی به په د ولایت مخکې او د غلام خان په صفري نقطه کې د لاریونونو له لارې خپل غږ اوچت کړي.

په اولو کلونو کې په خوست او پکتیکا کې له وزیرستانیو کډوالو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو میاشتنۍ مرستې کیدې، چې بیا وروسته دا مرستې نیمایي ته راکمې شوې.

د کډوالو یو استازی مولوي محب الرحمان وايي، د دوی خلک د پخوا په شان هره میاشت مرسته غواړي، ځکه د نیم کال په مرستو يې هېڅ ګوازه نه کېږي.

ده همداراز وویل، د دې لپاره چې د درغلیو مخه نیول شوي وي، نو موسسات او ادارې چې هر څه راوړي د مشرانو په حضور داشت کې دې په کډوالو ویشي.

د خوست د کډوالو چارو مشر محمد هاشم حلیم وزیرستانیو کډوالو ته د مرستو په باب وايي، چې تېر کال دوی ته د ۶ میاشتو لپاره مرستې ورکړل شوي، خو سږ کال نړیوال خوراکي پروګرام سره په اړیکه کې دي، چې د وخت او کمیت په پرتله په ۲۰۲۱ز کال کې دوی ته ډېرې مرستې ورکړل شي.

حلیم زیاته کړه: "د شمالي وزیرستان کډوالو ته په ۲۰۲۰ز کال کې د ۶ میاشتو لپاره دوی ته مرسته ورکړل شوې ده، دې کال لپاره مو WFP ته وړاندیز کړی، چې په دې کال کې هره میاشت باید دوی ته مرسته توزیع شي، یا لږ تر لږه دوی ته د مرستو په کمیت زیاتوالی راشي او د ۶ څخه په زیاتو میاشتو کې دوی ته مرستې وویشل شي."

بل لوري ته د خوست د ولایت مقام ویاند طالب منګل وايي، ملي دسترخوان برنامه په کلیو او بانډو کې بې وزلو خلکو ته د پرمخیتايي شوراګانو لخوا چې د دې شوراګانو غړیتوب ولري، هغوی ته مرستې ورکول کېږي.

د خوست د ولایت مقام ویاند زیاتوي، دوی به دا مساله اړوندو ادارو سره شریکه کړي، چې د امکان په صورت کې د ملي دسترخوان د پروګرام په چوکاټ کې هم دوی سره مرستې وشي، دا موضوع به د وروستۍ تصمیم نیونې په موخه لوړو مقاماتو ته هم وړاندیز کړي.

XS
SM
MD
LG