د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر پښتونخوا پر ماشومانو د جنسي ځورونو ضد قانون کې بدلون کوي‌


د نوي قانون له مخې د ماشومانو د قاچاق په پېښو کې هم سزاګانې سختې کړل شوې دي.
د نوي قانون له مخې د ماشومانو د قاچاق په پېښو کې هم سزاګانې سختې کړل شوې دي.

د خېبر پښتونخوا حکومت وایي، پلان لري چې په روانه میاشت کې د ماشومانو خوندیتوب او ښېګړې قانون "چایلډ پروټېکشن اېنډ وېلفییر اېکټ ۲۰۱۰ " کې ځېنې بدلونونه راولي او هڅه کوي چې په دغو کې سختې سزاګانې وټاکي.

د خېبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د ماشومانو د ساتنې خصوصي کمیټۍ غړې عایشه بانو د جنورۍ پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل، په دې قانون کې تر بدلون وروسته به له ماشومانو سره د جنسي تېري په پېښو کې ککړو کسانو ته د مرګ سزا او یا ټول عمر بند ورکول کېږي.

نوموړې وايي: "د ماشومانو د بدن اعضا خرڅولو کې ککړ تن ته به د اعدام سزا یا عمر قېد ورکول کېږي او تر ۲۰ لکو روپیو به پرې جرمانه هم لګېږي."

د عایشه بانو په وینا، هم داسې که څوک یو ماشوم بدفعلۍ ته اړباسي، هغه ته تر ۱۰ کالو د بند سزا کېدای شي، او له ماشومانو سره د جنسي زیاتي په پېښو کې عمر قید یا د اعدام سزا تجویز شوې ده او پنځه میلیونه به یې جرمانه وي.

د دې په وینا، دا خبره هم پکې شته چې پر وخت د ضرورت د جنسي زیاتي پېښې ککړ تن ته د پانسۍ ورکولو ویډیو هم ولس ته ښودل کېدای شي.

د نوي قانون له مخې د ماشومانو د قاچاق په پېښو کې هم سزاګانې سختې کړل شوې دي.

په خېبر پښتونخوا کې د ماشومانو حقونو لپاره کارکونکې ادارې "ګروپ ډېوېلپمنټ" مشر عمران ټکر د جنورۍ پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل، باید حکومت د ماشومانو حقونو خوندي ساتلو او د دوی ژغورنې په اړه په قوانینو کې له بدلون سره سره د دې په پوره ډول عملي کولو ته زیات پام وکړي.

نوموړي زیاته کړه، "په قوانینو کې ترمیم کول یا سزاګانې سختول هم یو مهم ګام دی خو که عملي کولو ته یې پام نه ورکول کېږي نو ګټه نه رسوي."

د ده په وینا، بله خبره دا ده چې باید د داسې حساسو پېښو پلټنې په داسې رازدارۍ سره وشي چې متاثره کورنۍ ته نور زیان ونه رسي، او هم دا شان د ککړ تن کورنۍ هم باید له رسوایی خوندي وساتل شي.

د پاکستان د بشری حقونو کمېشن د ۲۰۲۰ز کال د اپريل پر ۳۰مه په خپل يو رپورټ کې ویلي چې په ۲۰۱۹ز کال کې په پاکستان کې پر ماشومانو د جنسي تيريو ۲۸۴۶ پېښې ثبت شوې دي.

د خیبر پښتونخوا د سوات په مینګوره کې د ماشومانو د حقونو خوندي ساتلو په اړه د یوې غېر سرکاري ادارې الفلاح مشر رحیم بهادر مشال راډیو ته وویل چې باید د ماشومانو ځورونو، له دوی سره د جنسي زیاتیو په اړه په ټولنه کې د پوهې لپاره زیات کار وشي.

ده وویل، "زموږ غوښتنه ده چې د سکولونو په کچه دې ماشومانو ته پوهه ورکړل شي، په تاڼو کې دې هم د داسې پېښو د پلټنو لپاره پولیسو ته روزنه ورکړل شي او پر دې موضوع دې بحثونه وشي چې خلک پرې پوهه شي."

بلخوا د ماشو مانو حقونو خوندي ساتلو نېشنل کمېشن لپاره د خېبر پښتونخوا غړی او د ماشومانو د حقونو یو پوه جهانزېب خان د جنورۍ پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل، "په کار ده چې د حالاتو له بدلېدو او وخت تېرېدو سره د ضرورت مطابق په قوانینو کې بدلون راوستل شي.

ده زیاته کړه، "په ۲۰۱۸ز کال کې هره ورځ له یو ماشوم سره زور زیاتی شوی، په ۲۰۱۹ز کې په دې کې یو څه کمی لیدل شوی، دا پېښې پخوا هم وې خو اوس یې رپوټ کېدل زیات شوي دي، باید سزاګانې سختې کړل شي او جرمانې هم ولګول شي."

جهانزېب خان وایي، په خېبر پښتونخوا کې ۱۸ لکه ماشومان له سکولونو بهر دي او یوه وجه دا هم ده چې د زیاترو له سکوله بهر ماشومانو دغه وخت په لارو کوڅو کې تېریږي او دوی د مختلفو مسلو سره مخامخېږي.

بلخوا عمران ټکر بیا وایي، باید په حجره جومات او سیاسي غونډو کې دې هم مشران د ماشومانو پر مسلو خبرې وکړي.

بلخوا د پايښت لرونکي ټولنيز پرمختګ ادارې په نوم د بشري حقونو يو سازمان د ۲۰۲۰م په کلني رپورټ کې ویلي چې د ۲۰۲۰ز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په خېبر پښتونخوا کې له رسنیو سره پر ماشومانو د جنسي تیریو ۴۸ پېښې ثبت شوې وې خو سرکاري ادارې دا شمېر ۱۵۴ یادوي.

XS
SM
MD
LG