د پاکستان جمهوري تحریک مشر مولانا فضل الرحمن د تحریک د غړيو ګوندونو تر منځه اختلافات رد کړي دي.
د جنورۍ په ۳۰مه، نوموړي په پېښور کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د تحریک انصاف حکومت د ختمولو لپاره، د بېلابېلو ګوندنو راغونډ شوو غړو ترمنځ د نظر اختلاف فطري خبره ده خو د تحريک اتحاد قایم دی.
د وزیراعظم د ليري کولو لپاره د عدم اعتماد لاره يو نظر دی. خبره پرې کېدای شيمولانا فضل الرحمن
د اختلافاتو اوازې هغه وخت زیاتې شوې چې په دې اتحاد کې شامل، پيپلز پارټي وويل دوی غواړي وزریراعظم عمران خان د عدم اعتماد د ووټ په راوړلو سره له چوکۍ ليريکړي. خو د دې اتحاد یو بل ګوند مسلم ليګ (ن) د دې کار مخالفت کړی دی.
فضل الرحمن خبریالانو ته ويليچې د عدم اعتماد له لارې د وزیر اعظم ليري کول يو وړاندیز دی او دوی به په دې اړه د پي ډي ایم په غونډه کې بحث کوي. هغه زیاته کړه که د دې وړانديز تر شاه دليلونه د عمل کولو وړ وي نو انکار ترې نه شو کولی.
بلخوا د پاکستان د کورنيوو چارو وفاقي وزیر، شیخ رشيد د جنورۍ په ۳۰مه، په يوه بيان کې ويلي چې په پاکستان جمهوري تحريک کې اختلافات دومره ډېر شوي چې ژر به مات شي.
پاکستان جمهوري تحريک د تحريک انصاف حکومت په درغليوو راغلی بولي او د استعفا غوښتنه یې کوي. خو د ټاکنو کمېشن د ۲۰۱۸ کال انتخابات شفاف اعلان کړی او حکومت د پاکستان جمهوري تحريک غوښتنې ردوي. د عمران خان حکومت دريځلري چې د اپوزیشن ګوندونو غړي د درغليوو په مقدمو کې ځان له سزا بچ کول غواړي.
پاکستان جمهوري تحريک پر پوځ هم نيوکې کوي چې په سياست کې ګوتې وهي او د وزیراعظم عمران خان تر شا ولاړ دي. خو پوځ دا ردوياو بيا بيا یې ويلي چې په حکومتيچارو کې کار نه لري.