په پاکستان کې له ۱۹۹۵ز کال راهیسې کمیونټي سکولونه ماشومانو ته زده کړې ورکوي.
په ۱۹۹۵ز کال کې د ناروې په مرسته د بنیادي زده کړو غیر رسمي سکولونه تر یوې پروژې لاندې پیل شول چې نېشنل ایجوکېشن فاونډېشن یا ( اېن اې اېف) چلول.
په ۲۰۰۷ -۲۰۰۸ز کال کې دا پروژه بدله شوه او دې ښونځیو ته د بېسیک کمیتوڼي سکولونو نوم ورکړل شو چې له هغه وخت راهیسې د تعلیم وفاقي وزارت لاندې کار کوي.
په پاکستان کې دا وخت ۱۲۰۰۰ کمیونټي سکولونه فعاله دي چې په خېبر پښتونخوا کې یې هم یو غټ شمېر موجود دی.
د ټول پاکستان د کمیونټي سکولونو ( بیکس ) مشر مظاهر حسین عرفاني وايي چې د خیبر پښتونخوا په شا او خوا ۳۵ ضلو کې داسې په سلګونه سکولونه ماشومانو ته تعلیم ورکوي.
نوموړي وايي: "د بیکس سکولونو شمېر ۹۰۰ دې، ۱۸۰۰ پکې استادان دي او ۷۰۰۰۰ ماشومان پکې سبق وايي. دې کې جینکۍ هلکان دواړه دي خو د جینکو شمېر یې زیات دې. په شا اوخوا ۳۵ ضلعو کې دا سکولونه جوړ دي چې د وفاقي وزارت لاندې کار کوي."
د ماشومانو د پرایمرې کچې دغه غیررسمي سکولونه زیاتره په هغو سیمو کې جوړ دي چې یا خو پکې د رسمي سرکاري سکولونو شمېر کم وي او یا هغه لېرې پرتې علاقې وي چې کورنۍ د غربت له کبله د ماشومانو فیسونه نه شي ورکولای.
د کمیونټي سکولونو استادانو د تنخوا او سامان ورکولو ذمه د حکومت وي خو د سکولونو ځای ځایګي او ودانۍ لپاره ټولنه خپله بندوبست کوي.
په پاکستان کې بیکس او این سي اېچ ډي ( یا نېشنل کمېشن فار هیومن ډیلوپمنټ) چې دواړه تر وفاق لاندې کار کوي، د کارکوونکو استادانو یو تنظیم( فیډرر ټیچرز ایسوسي ایشن) مرکزي ترجمان شاهد علي راهمو د کمیونټي سکولونو په اړه مشال راډیو ته وویل چې زیاتره پکې ښځینه استادانې کار کوي.
ده وویل: "د بیکس زیاتره سکولونه په خېبر پښتونخوا کې دي. په کمیونټي سکولونو کې زیاتره ښوونکي ښځې دي. په دغو سکولونو کې هلکان، جینکۍ دواړه سبق وايي خو د جینکو شمېر پکې زیات دې.د پاکستان په هغو پسمانده سیمو کې دغه سېنټرې یا سکولونه دي چرته چې مخکې سرکاري سکولونه نه وو یا د حکومت د عدم توجه له امله بند شوي وو. موږ ته تنخواه نه بلکه د انریریم یا د وظیفې په نوم پیسې ملاوېږي چې د میاشتې اته زره روپۍ جوړېږي."
اخوا د بنیادي سکولونو استادان وايي چې دوی له یو شمېر ستونزو سره مخامخ دي.
دوی وايي، تنخوګانې ورته په وخت نه ملاوېږي او سکولونه له سهولتونو محروم دي.
د مومندو په صفت ګړۍ کې د یو کمیونټي سکول استاده رابعه ترکزی وايي چې له تېرو نهو میاشتو نه ورته پیسې نه دي ورکړل شوی.
رابعه زیاتوي:"د ادنی نه تر پنځم پورې راسره ماشومان سبق وايي، ښه قابلان دي. د کورونا له وجې د دغو ماشومانو شمېر کم شو او پر زده کړو یې هم منفي اثر وشو. مشکلات مو دا دي چې ودانۍ د حکومت له طرفه نه ورکړل کېږي. که د چا وس وي نو پخې کوټې یې جوړې کړي ګیني نورې کچې کوټې وي. فرنیچر یې نشته، د اوبو نظام پکې سم نه دې. تنخوا یې هم ژر نه وي او بله دا چې کمه ده. که دهرنا وشي نو حکومت یې جاري کړي ګني په ملاوېدو کې یې میاشتې و لګېږي. کله نهه میاشتې او کله کال یو نېم پکې تېر شي. وايي چې صوبايي حکومت ته حواله کېږي او تنخواګانې زیاتېږي. د خلکو عمر هم تېر شو، نه مو نوکرۍ پخې شوې او نه یې راله دا مشکل حل کړ."
مظاهر حسین عرفاني وايي چې د نوکریو د مستقلۍ یا ریګولرایزېشن او د تنخواګانو د نه ملاوېدو خلاف ېې په اسلام اباد کې درې وارې دهرنې کړي.
د نوموړي په وینا: "لومړی پرلت دوی په اکتوبر ۲۰۱۸ز کال کې پیل کړ چې حکومت ته یې ۴۵ ورځې ورکړې. د غوښتنو د نه پوره کېدو پس یې هم د دغه کال په ډېسمبر کې بیا احتجاجي دهرنا وکړه چې هغه وخت د وفاقي حکومت د تعلیم سیکرټري ورسره معاهده وکړه چې په یو کال کې به یې نوکرۍ مستقلې شي. خو بیا هم داسې و نه شول نو دوی د ۲۰۱۹ز کال په اکتوبر کې بیا پرلت وهلو ته مجبور شول چې ډېر استادان پکې پولیسو و نیول.''
عرفاني وايي، د ۲۰۲۰ز کال په اګست کې حکومت فیصله وکړه چې د ۱۸ ترمیم لاندې دغه سکولونه به صوبو ته سپاري چې د هغې راپدېخوا ورباندې کار روان دی.
خو د هغه په خبره دوی تر مارچ پورې انتظار کوي چې صوبايي حکومت د دوی لپاره څه پالیسي جوړوي. له هغه پس به دوی خپل لایحه عمل ټاکي.
عرفاني په خبره: "د ۲۰۲۰ز کال د اګست پر شپږمه مشترکه مفادات کونسل فېصله وکړه چې د ۱۸ ترمیم پس به دا صوبو ته ورکړل کېږي. څلورو صوبو کې واضحه تصدیق وشو. تر مارچ پورې په صوبو کې د دې پالیسي جوړیږي. دا به صوبې ریګولرایز کړي. موږ دې ته انتظار کوو چې دوی څه پالیسي جوړوي. که پالیسي زموږ په حق کې وي نو موږ یې هرکلې کوو خو که نه وي نو بیا به د وفاق او صوبو خلاف دهرنا کوو."
هم دغو ستونزو ته په اشاره شاهد علي وویل چې د دغه فیصلې له امله د خپل مستقبل په اړه له غیریقیني صورتحال سره مخامخ دي.
نوموړي زیاتوي: "د تعلیم وزیر شفقت محمود صیب ته مو ویلي وو چې تاسو زموږ سکولونه، استادان او ماشومان صوبو ته خو ورکوی، خو مسله دا ده چې د این سي ایچ ډي او بیکس استادانو د اتلسو او ۲۵ کلونو راهیسې کار کړی، خو د مستقبل په اړه مو لا فیصله نه ده شوی. ځکه چې زموږ حیثیت تر اوسه د رضاکارو هغه دی. مسله دا ده چې هغوی اوسه پورې موږ ملازم نه ګڼي. شفقت محمود صیب راته ویلي وو چې موږ به کوشش کوو چې ستاسو راتلونکی محفوظ وي، صوبې تاسو سره تعاون وکړي او له نوکریو مو و نه باسي."
خو د خيبر پښتونخوا اعلا وزير د اطلاعاتو سلا کار کامران بنګش د جنورۍ پر ۳۰مه مشال راډيو ته وويل چې د کميونټي سکولونو چارې صوبايي حکومت ته سپارل شوي او تر څو چې د استادانو د نوکريو مستقل کولو خبره ده نو په هغې کې له تادۍ کار نه اخلي. ده زياته کړه چې د ميرټ په بنیاد به پريکړه کوي.
"په ځینو پراجیکټونو کې د ځینو استادانو د ریګولرایزیشن مسله ده. د هغوی د برتیانو ریکارډ ته لاسرسی نه لرو. دا بالکل د صوبايي حکومت مینډیټ دې چې څومره سکولونه دي او تعلیم دی هغه به د صوبو په ذمه وي. خو صوبايي حکومت به ضرورتونه پوره کوي چې ډېره ضروري ده. کومه فیصله چې شوې ده هغه به من او ان تسلمیږي خو صوبايي حکومت ګډوډی جوړول نه غواړي. موږ دا باوري کوو چې کوم استادان په میریټ برتي شوي دي، کوم ماډل سکولونه دي، کوم انفراسټرکچر دی. دا به موږ په دې طریقه سنبالوو چې په راتلونکي کې څه مسلې پکې نه وي."
د تعلیم لپاره کارکوونکی یوې غیرسرکاري ادارې الف اعلان یو چارواکی عمر اورکزی وايي د کمیونټي سکولونو د جوړولو مقصد ډېر ښه دی خو حکومت باید په دغو سکولونو نور کار وکړي.
اورکزي وايي: "د دې نوښت مقصد هم دا و چې د اتلسم ترمیم مخکې چې په کومو سیمو کې سرکاري سکولونه نه وو، هلته به په یوه کمره کې سکولونه کولاو شي، لوکل استادان به وي او ماشومانو ته به سبق ښيي ولې چې دا وخت په ټول ملک کې دوه نیم کروړه ماشومان له سکولونو نه بهر دي. داسې ډېرې سیمې دي چې هلته سرکاري سکولونه نشته. د اتلسم ترمیم پس صوبې د دوی اونرشپ( ذمه واري ) نه اخلي. د دغو غېررسمي سکولونو نه چې کوم ماشومان سرکاري سکولونو ته ورځي نو هغوی یې داخله نه کوي. د سکولونو مقصد ښه دی خو د دې میکانزم او سټرکچر باندې حکومت ته کار کول پکار دی."
د الف اعلان د شمېرو تر مخه په خېبر پښتونخوا کې دا وخت شا او خوا ۲۷ لکه ماشومان سکولونو ته نه ځي. بیا په صوبه کې په ضم شویو قبایلي ضلعو کې ۷۵ فیصده ماشومانې له سکولونو بهر دي. په دغو سیمو کې د پرایمري نه پس د نجونو د سکولونو پرېښودو شرح ۷۳ فیصده ده. وجه یې په دغو علاقو کې د مډل او های سکولونو کمی دی.
د کمیونټي سکولونو استادانو اتحادیه امید څرګندوي چې صوبايي حکومت به د دوی په اړه ښه پالیسي جوړه کړي.