د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې د صحي کارکنانو واکسینولو بهیر ولې ورو دی؟


په پېښور کې یوه روغتیاپالی تر طبي کتنې تېرېږي چې د چین بسپنه شوی د کوروناوایرس ناروغۍ واکسین سینوفارم ورکول شي. ۲۰۲۱، ۰۳ فېبرورۍ
په پېښور کې یوه روغتیاپالی تر طبي کتنې تېرېږي چې د چین بسپنه شوی د کوروناوایرس ناروغۍ واکسین سینوفارم ورکول شي. ۲۰۲۱، ۰۳ فېبرورۍ

په پاکستانيو رسنيو کې داسې رپورټونه خپاره شوي چې ګواکې په خيبر پښتونخوا کې ډېری ډاکټران او د هسپتالونو نوره عمله د کورونا وايرس ضد واکسينو لګولو ته زړه نه ښه کوي.

په دغه صوبه کې د فبرورۍ پر درېيمه صحي کارکوونکو ته د کورونا ضد واکسينو لګولو په پيل شوي کمپاين کې د خالي تر ورځې پورې يوازې ۴۰۸ کارکوونکو ته واکسين لګول شوي. حال دا چې د دغو څلورو ورځو لپاره هدف ۳۲۰۰ کارکوونکي ټاکل شوی وو.

د صوبايي حکومت ځينو چارواکو ويلي، د ګل پر ورځ به په اسلام اباد کې د کورونا وبا د کنټرول قامي ادارې په غونډه کې دا موضوع پورته کوي او وړانديز به کوي چې دوی ته بايد اجازه ورکړل شي چې د هسپتالونو هغه کارکوونکي چې د واکسينو لپاره يې تر اوسه راجسټريشن نه دی شوی، واکسين کړي.

خو د خيبر پښتونخوا په حکومت کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ په اړه د معلوماتو د دفتر مشر ډاکټر اکرام الله د فبرورۍ پر اوومه مشال راډيو ته وويل، د سرکاري چوټيانو له وجې د واکسينو لګولو چارې يو څه اغېزمنې شوي. نوموړي زياته کړه، د دې باوجود چې واکسين نوي دي او په اړه يې ځينې کسان شايد اندېښنې ولري، خو په خبره يې چې دوی ډاډه دي سرکاري صحي کارکوونکي به واکسين شي.

''موږ د نهې له ورځې خپل کمپاين پيل کړی وو، خو دوه ورځې وروسته چوټيانې راغلې، چې له وجې يې زموږ کار لږ ورو شو، خو پروګرام مو روان دی او که خدای کول ورځ تر بلې به د واکسين شويو کارکوونکو شمېر زياتېږي. موږ تقريباً ۸۰۰۰۰ صحي کارکوونکي لرو. خو له دوی شاوخوا ۲۴۰۰۰ يې هغه دي چې نېغ په نېغه د کورونا ناروغانو د درملنې په چارو بوخت ول. لومړيتوب مو همدا کارکوونکي دي چې بايد واکسين يې کړو. واکسين نوی دی، ځينې خلک شايد ویره ولري، خو د وخت له تېرېدو سره به دا ویرې ترهې يوې خوا ته او زيات شمېر کسان واکسين شي.''

د ساينوفارم په نوم د کورونا وايرس ضد چينايي واکسينو پنځه لاکه خوراکه د فبرورۍ پر دويمه اسلام اباد ته ورسېدل او په ورپسې ورځ يانې د فبرورۍ پر درېيمه له حکومتي پلان سره سم د ټول ملک د هسپتالونو هغو ډاکټرانو او نورې طبي عملې ته يې لګول په رسمي توګه پيل شول چې د کورونا ناروغانو د درملنې په چارو بوخت پاتې شوي ول.

خو د پېښور په تر ټولو لوی ليډي ريډنګ هسپتال کې کارکوونکی يو سرجن ډاکټر عطاالله وايي، دی او ډېری ملګري ډاکټران يې د چينايي واکسينو له کيفيت او اثره مطمين نه دي او ځکه لګولو ته يې زړه نه ښه کوي.

''ډاکټران د کورونا ضد واکسينو په اړه يو شمېر اندېښنې لري. يوه دا چې دا په چين کې داسې يوې کمپنۍ جوړ کړي چې تر دې مخکې يې د نوم او کار په هکله موږ ته معلومات نشته. دويمه دا چې د دې واکسينو د ازموينو او د هغو له پايلو هم موږ خبر نه يو. تر اوسه چې ما څومره هم ډاکټران ليدلي او د واکسينو په دې اړه مې خبرې ورسره کړې دي نو هغوی يې لګولو ته غاړه نه ږدي. د هغو ډاکټرانو شمېر ډېر کم دی چې دا واکسين يې لګولي او يا غواړي و يې لګوي. ما هم، له دې باوجود چې دوه ځله راته د واکسينو لګولو لپاره وويل شول، دا کارلا هم نه دی کړی.''

خو په خيبر پښتونخوا کې د ځوانو ډاکټرانو د اتحاديې مشر ډاکټر رضوان بيا د صحي عملې لپاره د واکسينو پروګرام ته خوشاله دی. د ده په وينا، واکسين د دوی يوازېنۍ اسره ده چې د خپل کار پر مهال له کورونا وايرسه خوندي ووسي. نوموړی البته له حکومته غواړي چې په کليوالو سيمو کې کارکوونکو ډاکټرانو ته هم واکسين ورسوي.

''د واکسينو کمپاين ځکه هم ورو دی چې يو چا ته تر واکسين لګولو مخکې د اينټي باډيز لپاره بايد د هغه ټيسټ وشي. دويم، د صحت محکمې کارکوونکو لپاره دا واکسين لګول لازم نه دي ګرځول شوي. زموږ ډيوټيانې هم کله د ورځې او کله د شپې وي، چې له دې وجې هم واکسينو لګولو ته په اسانه څوک نه جوړېږي. موږ پر دې پوه يو چې پاکستان ته راغلي دا واکسين به هرو مرو ازمويل شوي وي، او ځکه نو د موثريت په اړه يې له ډاکټرانو سره کومه اندېښنه نشته. بلکې همدا واکسين زموږ يوازېنۍ اسره ده چې د خپل کار پر مهال مو له کورونا وايرسه خوندي ساتي. زما به له حکومته غوښتنه وي چې په کليوالو سيمو کې کارکوونکو ډاکټرانو ته هم دا واکسين ورسوي.''

د خيبر پښتونخوا د مردان ضلع د صوبې له هغو سيمو ده چيرته چې سرکاري صحي کارکوونکو ته د کورونا ضد واکسينو لګول پيل شوي دي.

د دې ضلعې د صحت محکمې مشر ډاکټر کچکول مشال راډيو ته وويل، د کورونا ضد واکسينو اخيستو لپاره د راجسټريشن پروسه په سر کې يو څه پېچلې وه چې له وجې يې د ده په خبره، د واکسينو لګولو کارونه د پلان مطابق و نه شول. خو نوموړي ډاډ وښود چې کمپاين يې اوس کاميابه روان دی او دا چې تر دې وروسته به د سيمې عام خلک هم واکسين ترلاسه کړای شي.

''د مردان په ډسټرکټ هېډکوارټرهسپتال کې تراوسه پورې ۴۸ صحي کارکوونکو ته کورونا ضد واکسين لګول شوي دي. په مردان ميډيکل کمپليکس کې بيا دا شمېر ۲۱ دی. ستونزه ناداره جوړه کړې ده. دغه اداره د واکسين لپاره د راجسټريشن په عمل کې شامله ده، او د دې کار لپاره د دوی موبايل ايپ په اوله کې سم کار نه کاوه. بېشکه د واکسينو کمپاين ورو روان دی، خو وجه يې دا نه ده چې ګواکې د صحت عمله د واکسينو د کيفيت او موثريت په اړه اندېښنې لري.''

رپورټونه د خيبرپښتونخوا د صحت محکمې په حواله وايي چې د خالي پر ورځ په دې صوبه کې د کووېډ ۱۹ څلور ناروغان مړه او ۱۵۸نور کسان په دې ناروغۍ اخته شول.

د حکومتي شمېرو ترمخه، په خيبرپښتونخوا کې تر دې دمه ۱۹۵۲ کسان د کورونا وايرس له لاسه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG