د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ويډيو رسوايي پس د خیبر پښتونخوا قانون وزیر مستعفي


مستعفي شوی وزیر، سلطان محمد خان
مستعفي شوی وزیر، سلطان محمد خان

د فېبرورۍ په نهمه د خیبر پښتونخوا د قانون وزیر سلطان محمد خان له هغه څو ساعته وروسته استعفا ورکړې چې پر ټولنیزو رسنیو په يوه خپره شوې ويډيو کې دی او یوڅو نور کسان د پیسو له ګېډیو سره ناست ښکاري.

اېکسپريس ټریبيون ورځپاڼې د دغه ویډیو په اړه ادعا کړې چې دا د ۲۰۱۸ز کال د سېنېټ تر ټاکنو وړاندې پټه اېستلې ده. دا ويډيو حکمران تحريک انصاف رسمي ټويټر پاڼې هم شريکه کړې ده.

په دې ويډيو کې د تحریک انصاف سلطان محمد خان، عبېد الله او ځینې نور د صوبایي اسمبلي غړي ښکاري. په ویډیو ګانو کې دا ښکاري چې ځېنې کسان د تحریک انصاف ګوند د غړیو مخې ته پر مېز د پېسو بڼډلونه ږدي.

له دغې ویډیو راتللو وروسته پرون وزیراعظم عمران پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي په دغه ویډیو ګانو کې هغه شرمناکه طریقه ښکاریږي چې سیاستوالان یې د سېنټ د ووټونو د اخېستلو لپاره استعمالوي.

په همدې حال کې د خېبر پښتونخوا وزیراعلی، محمود خان پر خپله ټویټر پاڼه د سلطان محمد خان د استعفا په خپرولو سره لیکلي چې د قانون د صوبایي وزیر استعفا یې ترلاسه کړې ده.

د خیبر پښتونخوا وزیراعلی د سیاسي چارو سلاکار او دصوباي اسمبلۍ غړي فضل الهي د فرورۍ په لسمه مشال راډيو ته وويل چې د دې ويډيو په اړه یې پلټنې پېل کړې چې په دې وخت کې انټرنیټ‌ته د راویستلو څه مقصد دی؟

دا ويډيو په داسې وخت کې مخې ته راغلې چې د پاکستان تحريک انصاف غواړي د سېنټ ټاکنې په ښکاره ډول ترسره شي. په پارليمان کې دوی په دې اړه ترميمي بيل وړاندې کړ خو د اپوزیشن د مخالفت له وجې پرې رایې وانه چول شوې.

تر دې وروسته، د پاکستان ولسمشر عارف علوي د يو فرمان له مخې دا امر وکړ چې د سېنټ ټاکنې دې په پټه نه بلکې په ښکاره ډول شوي.

تحريک انصاف وايي دوی غواړي په دې توګه د رايو د خرڅلاو مخه ونيسي خو اپوزیشن وايي حکمران ګوند دا د خپلې سياسي ګټې لپاره کوي او په خپلو غړو بې باوره دی چې ګواکي ووټ به خرڅ کړي.

XS
SM
MD
LG