د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ټي اېم بنو کې د ورکو کسانو موندلو لپاره احتجاجي ناسته کړې


پي ټي اېم بنو کې د ورکو کسانو موندلو لپاره احتجاجي ناسته کړې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:22 0:00

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په بنو کې د ورکو کسانو د موندلو په موخه احتجاجي ناسته کړې. د فبرورۍ پر ۲۸مه احتجاجي کیمپ ته لسګونه کسان ورغلي ول او غوښتنه یې کوله چې حکومت دې ورک کسان پیدا کړي او که ورباندې کوم تور وي نو عدالت ته دې یې وړاندې کړي. د غورځنګ مشر منظور پښتین ناستې ته په وینا کې وویل چې د ورکو کسانو تر موندلو به هڅو ته دوام ورکوي. ده همداراز، په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د وسله والو فعالیتونو پر زیاتېدو هم اندېښنه وښووله. د پاکستان حکومت وايي، د خلکو د ورکولو پر ضد یې قانوني مسوده جوړه کړې. د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر جنرال بابر افتخار د فبرورۍ پر ۲۴مه ویلي ول چې د ورکو کسانو ستونزه به ژر هواره شي. په عین وخت کې د شمالي او جنوبي وزیرستان پولیس او امنیتي چارواکي وايي، د وسله والو پر ضد عملیاتو ته دوام ورکوي او د سیمې امنیت ته ژمن دي. د بنو احتجاج په اړه ویډیويي رپورټ.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG