چارواکي وايي، په جنوبي وزيرستان کې خور او ورور د مارټر ګولې په چاودنه کې وژل شوي دي.
د سره روغه پوليسو تاڼې مشر عالمګير مسيد د مارچ پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وویل، دغه دوه ماشومان په مکين تحصيل کې خور او ورور د مارټر ګولې په چاودنه کې و وژل شول.
د نوموړي په وينا چې دواړو ماشومانو دغه مارټر ګوله وموندله او کله چې په لاس کې وه چې هغه وچاودېدله.
د جنوبي وزيرستان مرستیال کمشنر خالد اقبال بيا مشال راډيو ته ويلي، په سيمه کې په ځمکه کې ښخ کړل شويو ماينونو چاودنې زياتې شوې او دوی کوشش کوي چې د دې پېښو مخنيوې وکړي.
په وزیرستان کې تر دې وړاندې هم وخت په وخت د ماین چاودنو پېښو کې ماشومان وژل شوي او یا هم معذوره شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په جنوبي وزيرستان کې د اپرېل پر پنځمه په مځکه کې ښخ کړل شوي بم چاودنې څلور ماشومان ژوبل کړي ول.
په جنوبي وزيرستان کې په ماين چادونو کې تر اوسه ۱۲۵ کسان مړه يا معذوره شوي دي. په دي کې زیاتره ماشومان دي.
بل خوا د مارچ پر لومړۍ نېته ماښام مهال په باجوړ کې نامعلومه وسله والو جان باچا نومې يو تن وژلی دی.
د باجوړ د سالارزو پوليسو مشر ګل زر خان د مارچ پر دویمه مشال راډیوته وويل، دغه پېښه د مارچ پر لومړۍ نېټه هغه وخت شوې چې جان بادشاه کور ته روان وو او په ګنګ نومې سيمه کې پرې نامعلومه وسله والو ډزې وکړې او ويې واژه.
د ده په خبره، د نامعلومه وسله والو پرضد يې مقدمه درج کړې ده خو لا يې څوک نيولي نه دي.