د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت د علي وزیر پر ضمانت پرېکړه محفوظه کړه


علي وزیر
علي وزیر

نن ( د جمعې پر ورځ ) د سیند هایکورټ د علي وزیر د ضمانت په اړه خپله پرېکړه محفوظه و ساتله. تر دې وړاندې په عدالت کې د علي وزیر د ضمانت د درخواست اورېدنه وشوه.

علي وزیر چې د تېر کال د دسمبر پر ۱۶مه پولیسو نیولی و، تر دې وړاندې د فبرورۍ په درېمه نېټه د کراچۍ د مرکزي زندان دننه د ضمانت په درخواست اورېدنه شوې وه خو عدالت د هغه ضمانت نه و منظور کړی.

د علي وزیر وکیل قادرخان نن مشال راډیو ته وویل، د سرکاري او مدافع وکیل له دلایلو وروسته عدالت خپله پرېکړه خوندي وساتله او اوس ورته هغوی په انتظار دي.


علي وزیر د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه د پېښور پولیسو هغه مهال ونیولو کله چې نوموړي د ارمي پبلیک سکول د خونړۍ پېښې د اتم تلین لمانځغونډې ته ورغلی وو.

د پېښور پولیسو ویلي ول چې علي وزیر یې د سیند صوبې د پولیسو په غوښتنه تر ګرفتارۍ وروسته هغوی ته سپارلی دی.

د سیند پولیس وايي، علي وزیر د ډېسېمبر پر شپږمه په کراچۍ کې د غورځنګ جلسې پر مهال د ریاست پر ضد وینا کړې وه خو غورځنګ دا تور ردوي. د غورځنګ نور غړي د ډېسېمبر پر ۱۸مه له هغې وروسته نیول شوي‌ ول چې د علي وزیر د نیول کېدو پرضد یې په کراچۍ کې احتجاج کولو.

پر دوی هم د رياست پرضد د بغاوت مقدمې درج شوې دي. پي ټي اېم دغه تورونه ردوي او وايي چې دوی په خپلو سيمو کې د امن راوستو لپاره سوله ييزه مبارزه کوي.

د یادولو ده چې دا مهال د پاکستان په بېلاېبلو زندانونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ځینې پلویان بندیان دي.

XS
SM
MD
LG