د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې پر مځکو د قبضه کوونکو ضد جرګه شوې


د جرګې ګډونوالو مشرانو هوډ وښود چې قبایل به د داسې مسلو د هواري لپاره سره یو کېږي او د خلکو دفاع به کوي.
د جرګې ګډونوالو مشرانو هوډ وښود چې قبایل به د داسې مسلو د هواري لپاره سره یو کېږي او د خلکو دفاع به کوي.

په بلوچستان کې قبایلي او سیاسي مشرانو تور پورې کړی دی چې حکومتي‌ ادارې او ځینې ډلې د خلکو پر مځکو قبضې کوي.

د دوي په وینا، د دې له کبله په صوبه کې د مېشتو قبیلو ترمنځ د شخړو رامنځ ته کېدو امکان زیات شوی دی.

دا څرګندونې د مارچ پر ۲۸مه د پښتون قامي جرګې ترسوري لاندې په کوټه کې په هغه جرګه کې شوې دي‌ چې د پښتنو او بلوڅو قبایلي‌ او سیاسي‌ مشرانو پکې ګډون کړی وو.

نواب ایاز خان جوګیزی او نوابزاده لښکري ریسانی هم په جرګه کې شریک وو
نواب ایاز خان جوګیزی او نوابزاده لښکري ریسانی هم په جرګه کې شریک وو

یو قبایلي مشر عبدالواحد کاکړ وویل چې انتظامي چارواکي د داسې قبضه ګرو پرضد هيڅ نه کوي.

ده وویل، "د لېنډ مافیا له وجې انتظامي چارواکي له ناکامۍ سره مخامخ دي او د هنې او سرې غوړګۍ مځکې په بېلا بېلو نومو نیول شوې دي خو حکومت له موږ سره د کومک پر ځای د قبضه ګرو مرسته کوي."

د جرګې ګډونوالو مشرانو هوډ وښود چې قبایل به د داسې مسلو د هواري لپاره سره یو کېږي او د خلکو دفاع به کوي.

یو ځايي سیاسي مشر او د جماعت اسلامي د بلوچستان پخواني امیر عبدالمتین اخونزاده وویل، "حدیث شریف دی چې د چا یو فټ مځکه قبضه کول داسې دي لکه د اور تار راواخلي او په خپله غاړه کې یې واچوي."

ده وویل چې اوس هلته په هر چا کې د لالچ زیات شوی دی چې د خپل جایداد زیاتولو لپاره د نورو مځکې قبضه کړي.

د ده په وینا، دا د ذهني پرمختګ نه کېده دي کوم چې د ده په وینا اوس په سیمه او ټولنه کې یو لویه ستونزه ده.

د پښتون قامي جرکې مشر نواب ایاز خان جوګیزي جرګې ته په وینا کې وویل چې د پاکستان له جوړېدو وروسته د قبایلو د مځکو وېش نه دی شوی.

د ده په وینا، د هم دې له کبله اوس هلته د قبیلو ترمنځ داسې ستونزې او شخړې رامنځ ته کېږي.

ده وویل، "د هر قام او قبیلې خپلې مځکه او حدود معلوم دي، خو یو راشي او پر دې مځکه ودرېږي چې دا زما ده او داسې پېښې کېږي او روانې دي او که چېرې موږ د دې مخنیوی ونکړی نو دا به لا ډېرې شي."

جرګې په متفقه قرارداد کې له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې په صوبه کې دې د قبیلو پر مځکو د قبضو مخه ونیسي او د قبضه ګرو پرضد دي سخت ګامونه پورته کړي.

د بلوچستان یو لوړپوړي انتظامي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې دوی د مځکو قبضه کوونکو پرضد یې بېلا بېل ګامونه اخیستي دي.

ده وویل چې تر ۶۰ د زیاتو کسانو نومونه یې د څار په لسټ کې اچولي دي او د ځینو کسانو پرضد یې مقدمې هم کړې دي.

ده زیاته کړه چې د کوټې د مرستیال کمشنر په مشرۍ یې یو کمېټۍ هم جوړه کړې ده چې په کوټه او شاوخوا کې د مځکو د خرڅلاو او ودانیو جوړولو کارونه وڅاري.

د ده په وینا، د دې کمېټۍ له اجازې پرته به څوک پر یو مځکه تعمیرات نشي کولای.

حکومتي‌ چارواکي وايي چې داسې قبضې زیاتره وخت پر هغو مځکو کېږي چې په رسمي توګه نه دي وېشل شوې او دوی هڅه کوي چې دا مځکې ووېشي او په قانوني‌ توګه یې د مالکانو پر نومونو واړوي.

د ۲۰۲۱م کال د فرورۍ پر ۱۸مه د کوټې په نوي کلي کې د مځکې پر سر د دوو ډلو ترمنځ په نښته کې یو تن وژل شوی وو چې پر سر یې هلته پراخ احتجاج شوی وو.

د بلوچستان هاي کورټ د ۲۰۲۱م کال د مارچ میاشتې په پیل کې امر کړی وو چې حکومت دې د ناوېشل شویو مځکو د قانون او رسمي وېش لپاره انتظامات وکړي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG