د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: ملازمينو په ټوله صوبه کې هړتال کړی او لارې تړل شوې


د بلوچستان د ملازمينو د هړتال له وجې د کوټې او صوبې نورو برخو رمنځ د ګاډو تک راتګ درېدلی دی. عکس-ارشېف
د بلوچستان د ملازمينو د هړتال له وجې د کوټې او صوبې نورو برخو رمنځ د ګاډو تک راتګ درېدلی دی. عکس-ارشېف

د بلوچستان د سرکاري ملازمینو په خپلو تنخواګانو کې د زیاتوالي لپاره د روان احتجاج په لړ کې د اپرېل پر پنځمه نېټه د کوټې په ګډون د صوبې په زیاتره برخو کې هړتال کړی دی.

ملازمينو نه يوازې د کوټې او صوبې د نورو برخو ترمنځ سړکونه تړلې دي بلکې له پنجاب، سيند او خيبرپښتونخوا سره هم دګاډو تګ راتګ درېدلی او ان د کراچۍ او چمن له لارې افغان ټرانزټ تجارت هم اغېزمن شوی دی.

د بلوچستان سرکاري سکولونو استادانو اتحاديې مشر حبیب الرحمان مردانزي د اپرېل پر پنځمه نېټه مشال راډیو ته وویل، که يې غوښتنې ونه منل شوې نو احتجاج به نور هم سخت کړي.

نوموړي زیاته کړه چې له وزیراعلی سره يې څو ځله مذاکرات شوي خو دوی هيڅ نتيجې ته نه دې رسېدلي.

(( موږ له جام کماله خواست کوو چې نه دې ولس تنګوي او نه هم ملازمين ځکه چې موږ نه وزارت غواړو، نه په انتخاباتو کې برخه اخلو او نه هم سياست کوو بلکې يوازې په معاشونو کې زیاتوالی غواړو.)

ملازمين غوښتنه کوي چې په هېواد کې روانې ګرانۍ ته په پام سره دې د دوی په تنخاګانو کې ۲۵ فيصده زیاتوالی وشي.

د ملازمينو د احتجاج په اړه د بلوچستان وزیراعلی جام کمال د اپرېل پر درېيمه نېټه ويډيو خپره کړې وه چې پکې يې ويلی ول چې حکومت دا مهال په معاشونو کې د ۲۵ فيصده زیاتوالي توان نه لري.

نوموړي پر ملازمينو نيوکې وکړې او وې ويل چې دوی هر کال يا هر شپږ مياشتې وروسته په معاشونو کې د زیاتوالي غوښتنه کوي. هغه وويل، که زیاتوالی وشو نو د ده په خبره له دوی سره به د ژوند په نورو برخو کې د پرمختيايي کارونو لپاره هيڅ پیسې پاته نشي.

نوموړي پر ملازمينو د هړتال ختمولو او کارونو ته د ستنېدو ږغ کړی وو.

جام کمال پر ملازمينو د احتجاج ختمولو او دفترونو ته د ستنېدو ږغ کړی
جام کمال پر ملازمينو د احتجاج ختمولو او دفترونو ته د ستنېدو ږغ کړی

ملازمين وايي، که يې غوښتنې ونه منل شوې نو دوی به د پوليو کمپېن، امتحانونو اخيستو او د بجټ له جوړولو انکار وکړي.

حکومت وار له مخه د ملازمينو د هړتال له کبله په صوبه کې د دوهم ځل لپاره د پوليو وايرس ضد کمپېن ځنډولی دی.

ټاکل شوې وه چې دا کمپېن به د اپرېل له پنځمې د صوبې په ۳۲ واړه ضلعو کې چلېده. تردې وړاندې د مارچ پر ۲۹ مه نېټه د ملازمينو د پرلت له وجې هم د پوليو کمپېن د اپرېل تر پنځمې پورې ځنډول شوی وو.

د پاکستان مرکزي حکومت د سرکاري ملازمینو تر احتجاج وروسته د روان کال د فېبروري میاشت کي د اسلام اباد په ګډون د څلور واړه صوبو د سرکاري ملازمینو په تنخاګانو کي ۲۵ فیصد زیاتوالی اعلان کړی وو چې ورباندې په نورو صوبو کې عمل شوی خو د بلوچستان حکومت وايي چې د مالي ستونزو له کبله پر دې اعلان عمل نشي کولای.

حکومت وايي، په تنخاګانو کې د زیاتوالی له کبله به پر صوبه باندې له لسو څخه ۱۵ اربه روپيو اضافي بار پرېوزي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG