د لاسرسي ځای

تازه خبر

لاهور: د غوښتنو تر منل کېدو وروسته د قبايلي سيمو زده کوونکو احتجاج ختم کړ


د قبايلي سيمو زده کوونکي په اسلام اباد کې د احتجاج پر مهال. عکس-ارشېف
د قبايلي سيمو زده کوونکي په اسلام اباد کې د احتجاج پر مهال. عکس-ارشېف

د پنجاب په لاهور ښار کې د قبايلي سيمو د زده کوونکو پرلت له هغه وروسته ختم شو چې کله يې حکومت غوښتنې ومنلې.

زده کوونکيو له تېرو څو اوونيو احتجاج کاوه او غوښتل يې چې پنحاب په پوهنتونونو کې دې د قبايلي ضلعو لپاره ځانګړې شوي سېټونه بحال کړل شي.

دوی لومړۍ د پنجاب ګورنر د دفتر مخې ته پرلت وواهه او وروسته يې بهوک هړتال پیل کړ. د مسلم ليګ نواز مشران هم د دوی ملاتړ لپاره ورغلي ول.

د اپرېل پر څلورمه نېټه د سېنېټ مرستيال مشر مرزا اپريدي او د پرلت مشرانو له ګورنر محمد سرور سره ملاقات وکړ چې په نتيجه کې يې د زده کوونکو غوښتنې ومنل شوې.

د زدکوونکو مشرانو د اپرېل پر پنځمه نېټه مشال راډيو ته وويل چې پخوانۍ فاټا له ۲۰۱۴م زکال راهيسې د پنجاب په هره يونيورسټۍ کې دوه دوه ځانګړي سيټونه لرل چې دا په ۲۰۲۰م زکال کې ختم کړل شول.

خيال بادشاه چې د زده کوونکو مشر دی او په بهاولپور پوهنتون کې سبق وايي، مشال راډيو ته وويل چې دوی له تېرو ۲۸ ورځو راهيسې احتجاج کاوه چې د اپرېل پر څلورمه يې د پنجاب له ګونر سره تر ملاقات وروسته ختم کړ.

" ګورنر چوهدري سرور راسره وعده وکړه چې تر ۲۰۲۷ پورې به د قبايلي سيمو زده کوونکيو ته په پوهنتون کې وړيا تعليم ورکول کېږي او هرکال به ۱۰۰۰ زده کوونکيو ته د پنجاب په پوهنتونونو کې داخلې ورکول کېږي چې پکې به ۲۰۰ سېټونه د جینکو وي."

له ۲۰۱۴م کاله راهيسې د پنجاب په بهاوالدین زکریا، ملتان، اسلامیه یونیورسټی بهاولپور، ګورنمېنټ کالج یونیورسټی فیصل آباد او پنجاب یونیورسټي لاهور کی د هغه وخت د فاټا زده کوونکيو لپاره په هره يونيورسټۍ کې ۱۵۰، ۱۵۰ سېټونه مختص ول.

امیر حمزه د وزیرستان اوسیدونکی او د بهاولپور اسلامیه پوهنتون زده کؤنکې دی. نوموړي مشال راډیو ته وويل چې د پنجاب ګورنر چوهدری سرو لاهم په لیکلې بڼه څه نه دې ورکړي خو ژمنه یی کړې چې په دې اړه به په يوه اوونۍ کې رسمي حکم جاري کړي.

د سېنېټ مرستيال مشر مرزا اپريدي د ايرېل پر پنځمه مشال راډيو ته وويل چې پخوا به د قبايلي سيمو زده کوونکو ته پوهنتونونو ۵۰ فيصده وظيفه ورکوله خو دوی اوس دا سل په سل کړل. د ده په وينا، پنجاب او خيبرپښتونخوا حکومتونه به ۲۵، ۲۵ فيصده پیسې ورکوي او پاته ۵۰ فيصده به يونيورستيانې ورکوي.

نوموړي دا هم وويل چې هم د اپرېل پر څلورمه يې د پخوانی فاټا یا ضم شوو ضلعو لپاره د پنجاب يونيورسټۍ د څانګې جوړلو منظوري هم ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG