د پنجاب د بهاولپور په اسلامیه پوهنتون کې د قبایلي ضلعو زده کوونکي وايي، د یاد پوهنتون انتظامیې د دوی ځینې ملګري په دې له پوهنتونه اېستلي چې د خپلو ځانګړیو څوکیو د غوښتنې لپاره يې احتجاج کړی و.
دوی وايي، حکومت ورسره ژمنه کړې وه چې د خيبر پښتونخوا د قبایلي ضلعو زده کوونکو ته به د پوهنتونونو په هره څانګه کې څلور څلور څوکۍ ورکوي خو بهالپور اسلاميه پوهنتون د دوی د ځانګړيو څوکیو دغه برخه ختمه کړې وه چې پرضد يې دوی په لاهور کې د پنجاب د ګورنر د کور مخې ته پرلت وهلی و.
د بهاولپور اسلامیه پوهنتون د عامه اړیکو څانګې مشر محمد شهزاد مشال راډیو ته په لېږلي برېښنالیک کې ویلي چې دې زده کوونکو د پوهنتون د ضابطو خلاف ورزي کړې او د احتجاج له لارې يې د پوهنتون لویه مرکزي دروازه تړلې وه.
برېښنالیک زیاتوی چې د دې له کبله د پوهنتون عملې او تلونکو راتلونکو ښځو ته ډېر مشکل و نو ځکه یې دا زده کوونکي له پوهنتون څخه ايستلي دي.
د بهاولپور اسلامیه پوهنتون قبایلي زده کوونکو د اپرېل پر نهمه مشال راډیو ته وویل چې د دوی اته ملګري په دې له پوهنتونه ايستل شوي چې د خپلو حقونو غوښتو لپاره یې احتجاج کاوه.
د جنوبي وزیرستان د واڼې اوسېدونکي اعجازخان مشال راډیو ته وویل دوی خپل احتجاجي پرلت او د نه خوړولو هړتال د پنجاب د ګورنر چوهدري محمد سرور او د سېنېټ ډپټي چېرمېن مرزا اپرېدي سره تر مذاکراتو وروسته ختم کړی و.
ده وویل چې پر دغه موقع ګورنر پوهنتون ته يادښت هم لېږلی و چې دوی ته دې ۱۲۶ ځانګړي څوکۍ ورکړي خو له دې وروسته هم پوهنتون له دې يادښت څخه سرغړونه کوله چې پرضد يې دوی بیا د پوهنتون مخې ته احتجاج پیل کړ.
نوموړي وویل، " کله چې موږ پوهنتون ته راغلو نو زه او زما سره يې ځینې نور ملګري له پوهنتون وايستلو او ویل یې چې تاسو ولې د پوهنتون خلاف احتجاج کړی دی؟"
د جنوبي وزیرستان یو بل زده کوونکي نور علي مشال راډیو وویل، تر څو پوهنتون د هغوی مخصوص سیټونه بحاله کړي نه وي، هغوی به خپلې مظاهرې ته دوام ورکوي.
نوموړي وویل،"موږ د خپلو خصوصي څوکیو لپاره ۲۸ ورځې احتجاجي مظاهره ورکړې وه او د هغې په نتیجه کې زموږ د سیټونو مسله حل هم شوه خو چې کله پوهنتون ته راغلو نو دلته يې راله ځینې ملګري له پوهنتون څخه واېستل."
تر دې وړاندې د پوهنتون ویاند پروفېسر ډاکټرخان بهادر خټک مشال راډیو ته ویلي ول چې دوی د حکومت لخوا پر ورکړل شوې کړنلارې عمل کوي.
د نوموړي په وینا یاد پوهنتون د قبایلي سیمو ۴۲ هلکانو او ۲۱ نجونو ته په مخصوصه کوټه ( سهم) داخلې ورکوي.
د یادونې ده چې په لاهور کې د پنجاب د ګورنر د کور مخې ته قبایلي زده کوونکو خپله احتجاجي دهرنا له ۲۸ ورځې پس هغه وخت ختمه کړه چې د سېنېټ مرستیال مشر مرزا اپرېدي د اپرېل پر څلورمه د احتجاج کوونکو له مشرانو سره په ګډه د پنجاب د ګورنر چوهدري محمد سرور سره ملاقات وکړ چې پکې د دې زده کوونکو غوښتنې ومنل شوې.
بشپړه راپور د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.