د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې ۱۴ کلن ځوان د هدفي برید ښکار شو


په شمالي وزیرستان کې ولس د هدفي بریدونو پر ضد مظاهرې کړي خو انتظامیه وايي، امنیت ته ژمنه ده او د بریدګرو نیولو هڅې کوي.
په شمالي وزیرستان کې ولس د هدفي بریدونو پر ضد مظاهرې کړي خو انتظامیه وايي، امنیت ته ژمنه ده او د بریدګرو نیولو هڅې کوي.

پوليس وايي، په شمالي وزيرستان کې ناڅرګندو وسله والو يو ۱۴ کلن هلک په ډزو وژلی دی.

پوليسو او ځايي خلکو مشال راډیو ته ویلي، دا پېښه د اپرېل پر ۲۶مه ماښام د رزمک ډويژن په ګړيوم سيمه کې شوې ده.

دوی زياتوي چې عبدالقدير نومې هلک په کور کې وو چې له بهره ورباندې چا غږ وکړ چې يو څوک دې غواړي او چې کله هغه ورووت نو په وسلو سنبالو کسانو ورباندې ډزې وکړې چې له کبله يې هغه ځای پر ځای مړ شو.

بريدګر په تېښته کې بریالي شوي دي.

پولیس وايي چې د نامعلومو کسانو پرضد يې مقدمه درج کړې او پلټنې روانې دي.د وژنې وجه لاهم معلومه نه ده. په شمالي وزيرستان کې د وسله والو پرضد د ضرب عضب پوځی عملياتو وروسته په تېرو درو کلونو کې هدفي وژنې زياتې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل ۲۲مه هم په شمالي وزیرستان کې په دوو جلا بریدونو کې دوه کسان وژل شوي ول. پولیس وايي، د "نامعلومو وسله والو" خلاف یې رپورټ کښلی دی.

د اپرېل د ۲۶مې پېښې سره يواځې د روان کال په دې لومړيو څلورو مياشتو کې ۱۹ ځايي کسان په نښه شوي دي او تراوسه پورې د هېڅ يوه کس قاتل نه دی نيول شوی.

د دغسې پېښو پرضد پښتون ژغورنې غورځنګ او ځايي خلکو په وار وار مظاهرې او پرلتونه کړي دي.

حکومت دريځ لري چې د ناامنۍ د مخنيوي لپاره اقدامات کوي.

XS
SM
MD
LG