د لاسرسي ځای

تازه خبر

هلمند کې له تازه نښتو سلګونه کورنۍ بې کوره شوې


آرشیف، یوه کورنۍ چې د هلمند د نادعلي ولسوالۍ څخه د جګړو له امله رابې ځایه شوي.
آرشیف، یوه کورنۍ چې د هلمند د نادعلي ولسوالۍ څخه د جګړو له امله رابې ځایه شوي.

د هلمند د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس وايي، له تېرې یکشنبې د تازه جګړو له کبله په سلګونو کورنۍ د هلمند بېلابېلو برخو ته کډه شوي دي.

سید محمد رامین مشال راډیو ته وویل، ډېرې کورنۍ د لښکرګاه، ناوې او نادعلي ولسوالیو له ځینو سیمو کډې کولو ته مجبوره شوې دي.

رامین زیاته کړه: "د جنګ او جګړو له کبله شااوخوا ۱۰۰۰ کورنۍ له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي چې د بولان د سیمې خلک دي، د ناوې ولسوالۍ د عینک سیمې خلک دي، د بست کلا، باباجي، بشران سیمې خلک هم بې ځایه شوي دي."

په ځینو نورو راپورونو کې د بې ځایه شویو کورنیو دغه شمېر تر دې زیات ښوول شوی دی.

یو شمېر بې ځایه شوي کډوال
یو شمېر بې ځایه شوي کډوال

د هلمند چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو تازه حمله په ټوله کې پر مرکز لښکرګاه ښار متمرکزه وه چې تر ډېره حده په شا تمبول شوې ده.

خو د ولایتي شورا رئیس عطا الله افغان ویلي، د دغې حملې پر مهال چې د ښار پر امنیتي کمربندونو شوي، ځینې پوستې د وسله والو لاس ته ورغلي، ۸ سرتېري وژل شوي او ۱۹ تنه نور ټپیان دي.

په ولایتي چارو کې د افغانستان د ملي امنیت مرستیال ډګر جنرال نظر علي واحدي په سېشنبه (پرون) رسنیو ته وویل چې لښکرګاه به هېڅکله د وسله والو طالبانو لاس ته ور نه شي.

واحدي وویل: "لښکرګاه به هېڅکله سقوط نه شي. تاسې ډاډه واوسئ دا غلچکي بریدونه دي. یا نغم (سمڅه) باسي، یا ماینونه ږدي، یا موټربم کوي یا هم انتحار (ځانمرګي). د مخامخ جګړې توان نه لري."

د هلمند والي هم ډاډ ورکړی چې د لښکرګاه د امن لپاره تازه دمه ځواکونه دغه ښار ته رسېدلي دي.

په هلمند کې افغان امنیتي ځواکونه
په هلمند کې افغان امنیتي ځواکونه

خو د هلمند اوسېدونکو چې د جګړو له پیله یې په ټولنیزو شبکو کې د (هلمند وژغورئ) په نوم کمپاین پیل کړی، د روان وضعیت له کبله اندېښنه ښوولې ده.

په هلمند کې روان وضعیت د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د مشرې شهرزاد اکبر اندېښنه هم پارولې ده.

هغې پرون په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي، په هلمند کې دا جګړه، کډه کېدل، لالهاندي، وېره او دا مصیبت به تر کله روان وي؟

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې د روان خونړي وضعیت مسوول وسله وال طالبان بللي چې د اوربند لپاره یې د هغې په خپره د خلکو غوښتنه نه ده منلې.

د هغې موافقې له مخې چې د ۲۰۲۰میلادي کال د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه د طالبانو او د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې ترمنځ لاسلیک شوې وه، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو ته د مې میاشتې لومړۍ نېټه مهلت ټاکل شوی و.

د امریکا اوسني ولسمشر جو بایډن ویلي چې د مې تر لومړۍ نېټې ورته د خپلو ټولو ځواکونو ایستل ګران کار دی، خو دا پروسه به د سېپټمبر تر ۱۱مې بشپړه شي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امر الله صالح په سېشنبه (پرون) په ټویټر کې لیکلي چې طالبانو د ۲۰۲۰ز کال له فبرورۍ میاشتې راهیسې د یوې ثانیې لپاره هم خپل تاوتریخوالی او ترور نه دی درولی.

تېر شواروز ۱۸۱ وسله‌وال وژل شوي

دفاع وزارت وایي، تېر یوه شپه او ورځ ۱۸۱ وسله‌وال طالبان د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي او ۸۷ نور یې ټپيان دي.

د دغه وزارت‌ مرستیال ویاند فواد امان مشال راډیو ته په یوه لېږلي پیغام کې وویل طالبانو ته زیاته مرګ‌ژوبله په هلمند کې اوښتې، خو په لغمان، غزني،کندهار، زابل، هرات او بغلان کې هم دا ډله د ده په خبره له ماتو سره مخامخ شوې.

امان زیاتوي: "بریدونه‌ یې په ډېرو ځایونو په تېره بیا هلمند، لغمان، غزني او بغلان کې ځواب شول. په هلمند کې له ډېرې مرګ‌ژوبلې سره مخ شول. برید یې له ماتې سره مخ شو. په ټوله کې تېر ۲۴ ساعته ۱۸۱ وسله‌وال طالبان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي."

امان زیاته کړې چې په هلمند کې د وژل شویو طالبانو ترمنځ د القاعده ډلې ۲۲ پاکستاني غړي هم شامل دي.

د وسله‌والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي بیا د افغانستان دفاع وزارت له‌خوا د طالبانو د دومره شمېر د مرګ‌ژوبلې ادعا رد کړې او ویلي یې دي د دوی یوازې یو کس په هلمند کې وژل شوی.

احمدي ادعا کړې افغان پوځیانو ته‌یې درنه مرګ‌ژوبله اړولې.

XS
SM
MD
LG