د خيبر پښتونخوا په خيبر ضلع کې د پښتون قامي جرګې يا عدالت د نیول شوي مخکښ او ولسي مشر ملک نصير احمد کوکيخېل او دوو نورو مشرانو د نیول کېدو پر ضد احتجاج پیل شوی دی.
د ډېسېمبر پر ۲۴مه د خيبر په جمرود کې هغې احتجاجي ناستې ته د وينا پر مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مرکزي کمېټۍ غړي حسين اپرېدي وويل چې ترڅو نيول شوي مشران خوشې شوي نه وي، تر هغو پورې به يې احتجاج روان وي.
دا تر هغه وروسته ده چې د خیبر ضلعي پولیسو ویاند ظهیر اپرېدي د ډېسېمبر پر ۲۴مه مشال راډیو ته وويل چې پولیسو د ملک نصیر کوکيخیل ترڅنګ ملک عبدالظاهر او ملک سید اغا جان کوکيخېل له جمروده نیولي او پېښور ته یې منتقل کړي دي.
پولیس وایي چې دا کسان د پېښور او خیبر پولیسو ته په یو شمېر مقدمو کې مطلوب ول.
د خیبر انتظامي چارواکو د ریکارډ له مخې، د ملک نصیر کوکيخېل په ګډون د هغې ضلعې د ۱۰ کسانو نومونه له څه مودې راهیسې تر بنديز لاندې کسانو په نوملړ کې شامل شوي دي. د پولیسو په وینا، د دوی پر ضد په بېلابېلو وختونو کې د ریاست ضد ویناګانو په تور مقدمې درج شوې دي.
پولیسو پر ملک نصیر کوکيخېل او د هغه پر ملګرو باندې د روان کال د اکتوبر پر ۱۱مه په ریګي للمه کې د پي ټي اېم له خوا د یوې جرګې د ملاتړ او له پولیسو سره د مزاحمت په تور ځینې مقدمې درج کړې دي.
داراز، د روان کال په اګست میاشت کې د جمرود بیګیاړي کې د تیرا راجګل کډوالو د ستنولو لپاره په پرلت کې د ګډون په تور هم پر هغوی یو شمېر مقدمې دي.
د جمرود سیاسي اتحاد مشر ملک واحد اپرېدي مشال راډیو ته ویلي دي چې پوليسو دا مشران د قومي مسلو په اړه د مذاکراتو په بهانه شاکس لیویز مرکز ته وربللي ول او هلته یې نیولي دي.
هغه زیاته کړه چې کوکيخېل قوم او سیاسي فعالان به په جمرود کې د دې کسانو د نیولو پر ضد احتجاج پیل کړي.
ملک نصیر کوکیخېل يو له هغو کسانو څخه دی چې د ۱۱م اکتوبر د پښتون قامي جرګې لپاره یې د خپل قام پر ځمکه په ریګي للمه کې ځای ورکړی وو. هغه د خيبر د تيرا سيمې د راجګل سيمې ولسي مشر دی خو له تېرو څو لسيزو راهیسې په جمرود کې ژوند کوی. د نوموړي کورنۍ په هغه سيمه کې د خلکو د ستونزو هوارولو او جرګو کې مهم رول لري.
ملک نصير په دا وروستيو کې مشال راډیو ته په ځانګړی مرکه کې ویلي ول چې د پاکستان له جوړېدو راهيسي يې څلور ځله کور په عملياتو کې ړنګ شوی دی.
د هغه په خبره، د واکمنو تر غوږونو به د پښتنو د حقونو د غږ رسولو لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي. ملک نصير کوکيخېل ویلي ول چې په خپله سيمه کې د امن غوښتونکی دی.
تر دې مخکې د خیبر پولیسو د سیمې یو بل فعال او د ۱۱م اکتوبر د جرګې په جوړولو کې مهم کردار لوبوونکی فعال خان ولي اپرېدی نیولی وو. هغه د نېږدې یوې میاشتې تر بند وروسته پولیسو په ضمانت خوشی کړ.
د اکتوبر پر ۱۱مه د پښتون ژغورنې غورځنګ په مشرۍ په خیبر کې د پښتون قامي عدالت په نوم جرګه شوې وه چې پکې پښتنو ته د ورپېښو ستونزو د حل په اړه پکې ګڼې پرېکړې شوې وې.