د لاسرسي ځای

تازه خبر

که افغانستان ویزې ژر رانکړي، د سعودي ویزې مو ختمېږي: د پنجاب وګړي


اسلام اباد کې د افغانستان سفارت مخې ته د پاکستان وګړي ویزې اخیستو ته په انتظار دي.
اسلام اباد کې د افغانستان سفارت مخې ته د پاکستان وګړي ویزې اخیستو ته په انتظار دي.

د پنجاب د بیلابیلو ښارونو وګړي له تېرو څو ورځو راهیسې په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت مخې ته ناست دي چې د کابل له لارې سعودي عرب ته ولاړ خو وايي، افغان سفارت ورته ویزې نه جاري کوي.

د دوی په وینا که افغانستان ورته ژر ویزې ورنکړي نو د سعودي عرب ویزې یې ختمېدای شي.

بل پلو د افغانستان سفارت وايي په دوی د ویزو ډېر بوج دی اود شپې تر ناوخته کار کوي چې ټولو خلکو ته ویزه ورکړي.

په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت مخې ته د پنجاب په سلګونو خلک د اپرېل له شپږویشتمې ناست دي او غوښتنه کوي چې دوی د افغانستان سفارت ته د ټرانزټ ویزې درخواستونه ورکړي خو د څو ورځو تېرېدو باوجود يې ورته ویزې ورنکړې او نن او سبا ورته کوي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې دوی وویل دا وخت له پاکستانه سعودي عرب ته د الوتکو پروازونه بند دي نو دوی غواړي د افغانستان له لارې سعودی عرب ته ولاړ شي.

د پنجاب د بورې والا محمد اصف او تر پاکستانۍ ولکې لاندې کشمیر اوسېدونکي کومېل شاه وايي، که دوی ته ویزې ژر ورکړل شي نو دی به له ډېره تاوانه بچ شي.

کومېل شاه زیاتوي ویزه یې لګېدلې ده خو پاسپورټ ورته نه دی ملاو شوی.

نوموړي وویل: (اوس چې موږ افغانستان ته ولاړ شو نو هلته به مو څوارلس ورځې قرنطین کوي او اوس د ویزې خرچه هم سېوا شوې چېرته چې به اتلس زره لګېدلې اوس هلته پنځوس زره روپۍ خرچه راځي او دا شان څلور سوه ډالره به هلته د قرنطین ورکوو نو که حکومت د دې بندوبست دلته اسلام آباد کې کړی وو نو موږ ته به ډېره اساني وه.)

بل پلو په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر نجیب الله علي خېل د مشال راډیو سره په خصوصی مرکه کې ویلي، پخوا به یې امروزه ویزې جاري کولې خو په اوسنیو وختونو کې استثنای حالات دا دي چې ځنې پروازونه بند شوي او چې څوک سعودي عرب ته ځي نو لږ مشکل لري.

عليخېل زیاته کړه سره له دې چې روژه هم ده خو د سفارت همکاران یې د شپې تر یولسو بجو پورې کار کوي چې ټولو ته ویزې جاري کړي.

دا له هغې روستو چې د فبرورۍ په درېیمه د کورونا وبا د مخنیوي په موخه سعودي عرب د ۲۰ هېوادونو پر الوتکو د مې میاشتې تر ۱۷مې سعودي عرب ته پر ورتګ بندیز لګولی چې پکې پاکستان هم شامل دی.

XS
SM
MD
LG