د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بونېر د غره په ځنګل کې اور زیانونه اړولي


د بونېر نقشه
د بونېر نقشه

د خیبر پښتونخوا د بونېر او صوابۍ ضلعو ترمنځ په غریزه سیمه کې لګېدلي اور ونو، بوټو او ځنګلي ځناورو ته زیان رسولی دی.

چارواکي او ځايي خلک وايي، د پالنګ درې په غرییزه سیمه کې د مې پر ۲۰مه د لګېدلي اور د وژلو هڅې کوي، خو د هېلېکاپټرو او نورو اسانتیاو نشتوالي له کبله لا په دغه کار کې بریالي شوي نه دي.

د بونېر د ډاګۍ کلي یو اوسېدونکي عمران الله د مې پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل چې د ځینو حکومتي ادارو کارکوونکي او ولس خپله د اور د وژلو هڅې کوي، خو په وینا یې، اور د غره تر څوکې رسېدلی.شاوخوا "۳۲ ساعتونه تېر شول، خو اور لا قابو کې نه دی راغلی. بېګا تر دوه نیمو بجو پورې ریسکیو ۱۱۲۲ او مقامي خلکو هڅې وکړې چې مړ يي کړي، خو دا د هغوی د وس خبره نه ده. په کار ده چې حکومت د هېلېکاپټرو انتظام وکړي."

د بونېر کلي او غرونه د ښایست لپاره شهرت لري.
د بونېر کلي او غرونه د ښایست لپاره شهرت لري.

له سیمې د صوبايي اسمبلۍ غړې سردار حسین بابک وايي، څو ځله داسې وشو، چې د سیمې په غرونو کې اور ولګیده، خو په دغه اړه نه خو سمې پلټنې کېږي او نه ذمه وارو ته سزا ورکول کېږي.

نوموړي پر صوبايي حکومت غږ کړی دی، چې د سیمې د ولس او چاپېریال د ښېګړې لپاره، د دې مخه ونیسي. "په دې کې د کروړونو روپیو ځنګلونه برباد شول او قیمتي مرغۍ او ځناور پکې وسوځېده. دا اور په لاسو مړ کول ممکن نه دي خو بدقسمتي دا ده چې نه له حکومت سره څه انتظام شته او نه په دغه اړه څه سنجیدګي ښيي."

په سوات کې د چاپېریال د ساتنې د ټولنې مشر اکبر زېب خان وايي، په ځنګلونو کې د بوټو او فصلونو د ښه کولو لپاره د اور لګولو په اړه خپل قوانین شته، خو اکثر سم عمل ورباندی نه کېږي، او کله کله ځینې زورور خلک د خپلو مالي ګټو او غیرقانوني کارونو د پټولو لپاره داسې کار کوي.

نوموړی زیاتوي چې په ځنګلونو د اور لګېدو په پېښو کې عام کروندګر، ټېمبر مافیا (د چاتراشو قاچاق کوونکي) او د ځنګلونو محکمه ټول ذمه وار دي.

خان زیاتوي، اوسمهال د ونو پر وهلو بندیز دی خو "ځینې زورور خلک بیا هم لارې مومي، ونې وهي او له قانونه د ځان ژغورلو لپاره بیا ځنګلونو ته اور اچوي."

خو د مالاکنډ سیمې د ځنګلونو د څانګې پخوانې مشر او په اېبټ اباد کې د ځنګلونو د چارو د زده کړو د ادارې مشر ریاض خان وايي، د ځنګلونو د حفاظت په اړه پر قوانینو په سختۍ عمل کېږي، او که څوک ترې سرغړونه وکړي، نو د قانون مطابق ورته سزا ورکول کېږي. "دا مهال ټېمبر مافیا وجود نه لري، بلکه په اصل کې مافیا هغه کسان دي، چې له نورو هېوادونو لرګي درامد کوي، او بیا يې په پښتونخوا او مالاکنډ کې خرڅوي. د ځنګلونو د څانګې چارواکي ونې نه شي پرې کولې، ځکه چې بیا ترې پوښتنې کېږي او پر ضد يې انتظامي کارروايي کېږي."

د طوطالۍ تاڼې د پولیسو مشر بهره مند خان د مې پر ۲۱مه مشال راډيو ته وويل، پلټنې يي پیل کړي دي او د ځنګلونو له څانګې سره په شریکه يي ځینې کسان هم نیولي دي خو "داسې نه ښکاري چې دا اور چا په اراده لګولي وي. دومره معلومه شوې ده، چې یو کروندګر په پټي کې ځینې بوټي سوځول او له هغې [ښايي] اور غرونو ته خپور شوی دی."

د ځنګلونو د څانګې د چارواکو په وینا، د خیبر پښتونخوا په مالاکنډ سیمه کې پر ۱،۰۰۸،۵۰۰ اېکړه ځمکه ځنګلونه دي، چې د اربونو روپو ارزښت لري خو وخت په وخت د موسمي بدلونونو، خلکو او حکومت د بېغورۍ له کبله دغه قیمتي قدرتي وسیلې زیانمنېږي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG