د ''ږغ/غږ'' ناوړه پښتني دود ښکار ګل مینه چې اوس یې کورنۍ په کوټه ښار کې اوسي، وایي، ۲۱ کلنه به وه چې کلا سېف الله کې یې د کور مخې ته ځینو کسانو ډزې وکړې او دا چیغه یې خوره کړه چې ګل مینه دوی ''ومېرله'' او اوس بل چا ته نه شي کوژدن کېدلی.
دا وایي، هغه وخت په ۱۲م جماعت کې سبق ویلو او پر یوې نجلۍ د ''غږ/ږغ'' له دوده نه وه خبره. دې دود ته د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې 'اړه' ویل کېږي.
د ګل مینې کورنۍ نهه کاله پر هغه کور چې دا یې (اړه) کړې وه، جرګې مرکې وکړې او عدالت ته هم ولاړل، خو څه نه شوې ترې جوړ، او له دغه پېښې وروسته یې له خپل کلي کډه وکړه او کوټې ته ولاړل.
د مې پر ۲۷ مه له مشال راډیو سره په خبرو کې ګل مینې وویل د دې د اړه کولو د پېښې له وجې یې د دې پشمول د وروڼو تعلیمونه هم خراب شول او پلار ته یې مالي تاوانونه ورسېدل او مور یې هم ناروغه شوه.
خو نهه کاله وروسته په ۲۰۲۰ز کال کې یې د ننواتې له لارې دغه کور راضي کړ چې د دې له ''مېرلو'' لاس واخلي. په دغه وخت ګل مېنې څو وارې د خودکشۍ هڅه هم وکړه او ګورم (ډیپرېشن) ورولوېد.
ګل مینه چې اوس یې د بلوچستان له پوهنتونه په سایکالوجي کې ماسټري کړې ده، مشال راډیو ته وایي دغه پېښې یې ذهني صحت خراب کړی دی او نه یوازې د دې بلکې د ټولې کورنۍ پر ژوند او کار روزګار یې تر اوسه پورې اثرات دي.
د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ کې د غږ یا د نجلۍ ''اړه کولو'' دود ناقانونه ګرځولو لپاره لاهم قانون سازي نه ده شوې خو دغلته د ښځو حقونو ادارې وایي د پخوا په نسبت اوس داسې پېښې کمې مخې ته راځي.
د ښځو حقونو لپاره د کارکونکې غېر سرکاري ادارې (عورت فاونډیشن) د بلوچستان څانګې مشر علاوالدین غلزي د مې پر ۲۷ مشال راډیو ته وویل د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې اوس دغه دود تر ډېره حده کم شوی دې.
علاوالدین غلزی وایي پخوا به د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې داسې پېښې زیاتې کېدلې چې وروسته به په بدۍ هم واوړېدې خو اوس په ټولنه کې په دې اړه پوهه زیاته شوې ده.
د ''غږ/ژغ'' دود په خیبر پښتونخوا کې هم شته خو د دې صوبې اسمبلۍ په ۲۰۱۳ز کال کې د غږ دود ناقانونه وګرځولو.
مشال راډيو: د موضوع د حساسیت له وجې مو دې نجلۍ ته د ګل مینې نوم ورکړی او د اوسېدو اصلي ځای یې هم نه ښییو.