د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د اسلام اباد په ګډون یو شمېر ښارونو کې پرغونډو بندیز لګولی دی


ټرانسپورټران وایي زرګونه کانټینرونه یې پولیسو نیولي او لارې یې پرې تړلي دي ـ پخوانی انځور.
ټرانسپورټران وایي زرګونه کانټینرونه یې پولیسو نیولي او لارې یې پرې تړلي دي ـ پخوانی انځور.

د پاکستان حکومت د پلازمېنې اسلام اباد په ګډون یو شمېر ښارونو کې د قانون ۱۴۴مه دفعې په لګولو سره پرغونډو بندیز لګولی دی.

د اسلام اباد پولیسو په هغه ښار کې دفعه ۱۴۴ لګولې ده. پولیسو د نومبر پر ۲۳مه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د ښار د امنیت خوندي ساتلو په غرض یې دغه ګام پورته کړی دی.

بلخوا د پاکستان لویو سړکونو ادارې (نیشنل های وې اتارټي این ایچ اې) د نومبر پر ۲۲مه په یو بیان کې ویلي چې هم د تېرې شپې له اتو بجو به د پېښور او اسلام اباد موټروې په ګډون اسلام اباد ته تلونکي ټول سړکونه تر دویم اعلانه بند وي.

د پنجاب صوبې د کورنیو چارو وزارت هم د نومبر پر ۲۲مه په یوه خپور شوي بیان کې ویلي چې د راولپنډۍ په ګډون به د هغې صوبې په لویو ښارونو کې د نومبر له ۲۳مې د نومبر تر ۲۵م دفعه ۱۴۴ نافذه وي او پر سیاسي غونډو او مظاهرو به بندیز وي.

په کوټه کې هم د ۱۵ ورځو لپاره د بندیز دفعه ۱۴۴ عملي شوې ده. حکومت وایي، د دې اقدام هدف یې په سیمه کې امنیت ټینګول دي.

په اسلام اباد کې تعلیمي ادارې هم بندې کړل شوې او زده کونکیو ته د نومبر پر ۲۲مه ویل شوي چې هاسټلونه دې خالي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د خپل مشر عمران خان د خوشې کولو لپاره د نومبر پر ۲۴مه په اسلام‌آباد کې د احتجاج اعلان کړی دی.

خو د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي‌ وزیر عطا تارړ ویلي، "د دې احتجاج هدف ګډوډي او فساد جوړول دي. د اسلام‌آباد هايکورټ هم د هر ډول احتجاج او پرلت نه کولو حکم کړی دی، او دوی به د عدالت حکم عملي کوي."

د ټرانسپورټ اتحادیې شکایتونه:

هلته په کراچۍ کې د مال وړونکو ګاډو اتحادیې (ال پاکستان ګوډز ټرانسپورټ ایسوسي اېشن) مشران وايي، د نومبر د ۱۹مې راهیسې یې ۸۰۰۰ ګاډي او کانټینرونه په اسلام‌آباد او پنجاب کې نیول شوي دي. دوی وایي هغه کانټینرونه حکومت په لارو کې درولي تر څو سړکونه پرې وتړي.

د اتحادیې مشر فضل منان جدون مشال راډیو ته وویل، دغه کانټینرونه د سامانونو ډک دي، او هم له دې امله دوی ته اربونو روپیو زیان رسېدلی دی.

د ال پاکستان ګوډز ټرانسپورټ ایسوسي اېشن مشر امداد حسین وايي، د نیول شویو کانټینرونو ډیری هغه دي چې بهرنیو هېوادونو ته روان وو یا یې سامان کراچۍ بندر ته لېږدول. هغه وویل، د هر کانټینر ورځنی لګښت شاوخوا ۵۰ زره روپۍ کېږي او د شپېنګ کمپنۍ په هر کانټینر ۲۰۰ ډالر جرمانه لګوي، چې له امله یې ټرانسپورټرانو او واردوونکو ته په کروړونو روپیو زیان رسېږي.

امداد حسین د حکومت څخه غوښتنه کړې چې د دې ستونزې دایمي حل پیدا کړي او بیا بیا د کانټینرونو نیول بند کړي. هغه زیاته کړه چې دوی څو ورځې هڅه وکړه چې د کورنیو چارو د وفاقي وزیر محسن نقوي سره وګوري او خپلې ستونزې ورته بیان کړي، خو تر اوسه یې ملاقات نه دی شوی.

په همدې حال کې د اتحادیې بل غړي عبدالستار ترین وویل، د جلسو، جلوسونو او لانګ مارچونو په جریان کې حکومت یوازې د کانټینرونو نیول یوازینۍ حل لاره ګڼي، چې له امله یې ټرانسپورټرانو ته هر ځل زیان رسېږي. هغه زیاته کړه چې هرځل د کانټینرونو نیولو له امله سامان په وخت نه رسېږي، خرابېږي او تاوان یې ټرانسپورټرانو ته کېږي.

حکومتي دریځ:

د مرکزي حکومت وزیرانو ویلي چې دا ګامونه یې د احتجاج د پرامنه کولو او امنیت ساتلو لپاره اخیستي دي. د دوی په وینا، د تحریک انصاف احتجاج ممکن تاوتریخوالي ته لار هواره کړي، نو له همدې امله اسلام‌آباد او د پنجاب ځینې لارې بندول ضروري دي.

عمران خان په ۲۰۲۳ز کال کې لومړی د مې پر نهمه د القادر ټرسټ قضیې او بیا د اګست پر پینځمه د توشه خانې قضیې په تړاو ونیول شو. د هغه نیول کېدو په پاکستان کې پراخ احتجاجونه راوپارول. سترې محکمې د مې په ۱۱مه د هغه نیول ناقانونه وبلل، خو وروسته په نورو قضیو کې هغه بندي شو. خان د خوشې کېدو لپاره تحریک انصاف بیا احتجاجونه او جلسې کړي دي.

XS
SM
MD
LG