د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د کورونا هندۍ بڼه موندل شوې


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

پاکستاني چارواکو د مې پر ۲۹مه خبر ورکړ چې د کورونا وایرس هندۍ بڼه یې موندلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې دغلته وار له مخې د کورونا برتانوۍ او جنوبي افریقایۍ بڼې موجودې دي. پاکستاني چارواکي وايي، د کورونا هندۍ بڼه د نورو هغو پرتله زیاته خطرناکه ده.

د نوي ډیلي د روغتون یو ډاکټر روهان اګروال د کورونا د یو ناروغ اېکسری ګوري
د نوي ډیلي د روغتون یو ډاکټر روهان اګروال د کورونا د یو ناروغ اېکسری ګوري

په خیبر پښتونخوا کې د کورونا د څارنې د مرکز مشر ډاکټر اکرام الله د مې پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل، دا چې د کورونا هندۍ بڼه خطرناکه ده نو ولس له هم ډېر احتیاط پکار دی.

هغه وايي:

"دلته د هندوستان د کورونا وایرس تشخیص شوی کوم چې د نورو قسمونو په مقابله کې زیات خطرناک دی او دا په ډېرې تېزۍ سره خورېږي نو خلکو له احتیاط کول پکار دي. له دې نه د ځان د بچ کولو دوه لارې دي، اوله لاره احتیاط او دویمه واکسین کول دي. خلکو له پکار دي چې په دغو لارو عمل وکړي."

ډاکټران وايي، له کورونا د بچ کېدو دوه لارې دي، احتیاط او واکسین کول.
ډاکټران وايي، له کورونا د بچ کېدو دوه لارې دي، احتیاط او واکسین کول.

په اسلام اباد کې مېشت ډاکټر نوران افریدی وايي اولس او حکومت دواړو له پکار دي چې د کورونا په مخنیوي کې د یو بل سره کومک وکړي.

هغه وايي:

"حکومت له پکار دي چې اول په خپلو دفترونو او ادارو کې د کورونا نه د ژغورنې تدابیر په سختۍ سره عملي کړي او بیا دې اولس هم په سختۍ دې ته اړ باسي چې له احتیاطه کار واخلي. ولس دې هم داسې نه کوي چې د کورونا د پېښو د کمېدو سره بې احتیاطي شروع کړي ځکه چې له دې سره کیسونه بیا زیاتېدای شي."

پاکستان د کورونا د مخنیوي په خاطر وخت په وخت ټولبند هم لګولی او د واکسینو د ورکولو لړۍ یې هم روانه ساتلې ده. د معلوماتو له مخې تر دې مهاله له پنځو مېلیونو نه زیاتو کسانو ته د کورونا واکسین ورکړل شوي دي. کورونا په پاکستان کې له ۲۰ زرو نه د زیاتو کسانو ژوند اخېستی.

XS
SM
MD
LG