د لاسرسي ځای

تازه خبر

د علي وزیر راخوشې کولو لپاره په انګور اډه کې احتجاج


علي وزیر په کوټه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې ته د وینا پر مهال. ۲۰۱۸، ۰۸م اپرېل
علي وزیر په کوټه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې ته د وینا پر مهال. ۲۰۱۸، ۰۸م اپرېل

د جنوبي وزیرستان په انګوره اډه کې پښتون ژغورنې غورځنګ له تېرو پینځو ورځو راهیسې د قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر د راخوشې کولو او د ځینو نورو بشري اسانیتاو د غوښتنو لپاره پرلت وهلی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د انګور اډې مشر محمد رسول مشال رېډيو ته وویل د دوی د اېم اېن اې علي وزیر په ګرفتارۍ ټول وزیرستان خپه دی. او بل دلته موبایل سیګنل کار نه کوي، په ټوله سیمه کې هسپتال نشته. دلته سکولونه او سړکونه نشته او نور ډېر انساني حقونه نه تر سترګو کېږي، د همدې لپاره مو پرلت وهلی دی.

د انګور اډې یو بل اوسېدونکی وحیدالله وزیر وايي چې د پاکستان حکومت ورته بنیادي انساني حقونه نه ورکوي ځکه احتجاج ته اړ شوي دي.

نوموړی وايي چې پر بارډر یې له خلکو سره کوم سلوک کېږی؟ پر انګور اډه یې یو کمپیوټر لګولی دی، په زرګونه خلک ایسار وي، ښځې او سپین ږیري تر تکلیف تېرېږی. له شمالي وزیرستانه زموږ بازار ته په خپل شناختي کارډ خلک نه راپرېږدي. په بازار کې سامان نشته، تباه شو، خراب شو. واڼه ته پر لار پر چېک پوسټ له خلکو سره بدتمیزي کېږی. زموږ د صحت وداني اېف سي کسانو نیولې ده. سرکاري سکول کې استادان نشته. بنیادي انساني حقونه مو تر پېښو لاندې شوي دي. د همدې لپاره دلته پر احتجاج یو.

سید محمد وزیر هم ورته ګیلې لري. دی وايي، ډېر احتجاجونه یې کړي دي، بیا سرکار وعدې راسره وکړي نو موږ احتجاج ختم کړو، خو بیا هېڅ مالي چاره نه راسره کوي، دی وايي, هېڅوک یې ږغ نه اوري. موږ دلته په لوی شمېر کې پرلت وهلی دی. او تر هغو نه پورته کېږو چې سرکار راسره پر سټماپ پاڼه لیک نه وي کړی.

کراچۍ احتجاج: د علي وزیر په ګډون د پي ټي اېم ګرفتار کسان دې پرېښودل شي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:47 0:00

خو د سوهېلي وزیرستان ډپټي کمېشنر فهیدالله د روان پرلت په اړه وايي چې د بجلۍ بحران به ژر ختم شي او دا خبره یې ناسمه وبلله چې سرکاري سکول کې استادان نشته. دی زیاتوي، د افغانستان له غاړې په سلګونه زده کوونکي دې سکول ته هره ورځ د زده کړې حاصلولو لپاره ورځي او بل سړکونه هم سم دي. د ده په خبره، ځینې نورې ستونزې به هم ژر هوارې شي.

خو پرلتوال وايي، تر هغو خپل احتجاج نه ختموي چې غوښتنې یې نه وي منل شوې.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG