د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې پولیسو یو ملا د نوبېل والې ملالې یوسفزۍ د وژنې ګواښ په سر نیولی دی.
د ضلعې پولیسو مشر وسیم سجاد د جون پر ۱۰مه وویل، مفتي سردار علي حقاني یې د جون پر نهمه تر هغې وروسته ونیوه چې د هغه یوه ویډیو پر ټولنیزو رسنیو خپره شوه چې پکې نوموړي ملالې یوسفزۍ ته د هغې د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ګواښ کړی دی.
په ویډیو کې حقاني له وسله والو سره پر دریځ (سټېج) ولاړ ښکاري او له خلکو غواړي چې کله ملاله پاکستان ته ستنه شي نو ځانمرګی پر برید وکړي.
دا تر هغې وروسته ده چې له دعوې سره سم، روانه میاشت نوموړې د بریتانیې له ''ووګ'' مجلې سره په مرکه کې د واده په اړه څرګندونې کړې وې. مفتي حقاني تور پورې کوي چې ملاله په خپله وینا کې د اسلام سپکاوی کړی دی.
وسله والو طالبانو په ۲۰۱۲ز کال کې پر نوموړې برید کړی وو او سخته یې ژوبله کړې وه. هغه مهال ملالې یوازې ۱۵ کلنه وه او طالبان ورته د نجونو د تعلیم لپاره د هغې د کیمپېن په سر غوسه ول.
له ''ووګ'' مجلې سره په مرکه کې ملالې یوسفزۍ ویلي چې "نه پوهېږي خلک ولې واده کوي؟ که یو څوک غواړي یو چا سره وي، نو د واده د اسنادو لاسلیکولو څه اړتیا ده؟ ولې خلک همداسې نشي ملګري کېدای."
د نوموړې دې څرګندونو په پاکستان کې پر ټولنیزو شبکو بحث پارولی او ځینې اسلامپالي او ملایان یې غوسه کړي.
تر دې وړاندې په پېښور کې د قاسم علي خان جومات مهتمم مفتي شهاب الدین پوپلزي پر ټوېټر په یو بیان کې لیکلي ول، د ملالې یوسفزۍ څرګندونو دوی "اندېښمن کړي نو د ملالې یوسفزۍ پلار ضیاالدین یوسفزی دې د دې خبرې وضاحت وکړي."
د هغه ټویټ په ځواب کې د ملالې یوسفزۍ پلار پر ټوېټر ولیکل، "داسې هېڅ خبره نشته، پر رسنیو او ټولنیزو رسنیو د ملالې د مرکې خبرې ناسمې راخېستل" شوي دي.