په بلوچستان کې ناڅرګنده وسله والو د سرحدي عسکرو پر موټر بريد کې پينځه سرتېري وژلي دي.
د پاکستان پوځ د عامه اړيکو دفتر د جون پر ۲۵مه ويلي چې تېره ورځ له سيوۍ څخه ۷۰ کلومیټر ليرې د هرنايي په سانګان سیمه کې د سرحدي عسکرو يو ګاډی پر ګزمه و چې په يوه غره کې پټ ناڅرګنده وسله والو ناڅاپه بريد ورباندې وکړ چې د هغوی د ډزو په نتيجه کې څلور سرحدي عسکر پر هغه ځای ووژل شول او یو بل ژوبل امنيتي سرتېري بيا په روغتون کې ساه ورکړه.
له پېښې وروسته وسله وال تښتېدلي چې لټون يې دوام لري.
تر دې دمه چا د ياد بريد مسوليت نه دی منلی، خو له دې وړاندې د دا ډول زياتره بريدونو مسوليت بلوڅ بېلتونپاله ډلو پر غاړه اخيستی.
بلخوا د جون پر ۲۴مه د بلوچستان په تربت بازار کې ناڅرګنده کسانو د سرحدي عسکرو پر یوې امنيتي پوستې لاسي بم برید کړی خو څه ډول ځاني زیان یې نه دی اړولی.
په دا وروستيو دوو میاشتو کې د بلوچستان په مارواړ، مارګټ، سيوۍ او ځينو نورو سیمو کې پر سرحدي عسکرو په بریدونو کې زیاتوالی راغلی چې له امله يې تر دې دمه تر ۳۰ زیات امنیتي سرتېري وژل شوي او ګڼ شمېر کې ټپیان شوي دي.