د خيبرپښتونخوا اسمبلۍ د جون پر ۲۶مه د ۲۰۲۱ – ۲۲ مالي کال لپاره حکومتي بجټ منظور کړ، چې د پرمختيايي چارو لپاره ۳۷۱ اربه روپۍ بېلې شوې دي. د صوبې اعلا وزير محمود خان بجټ غونډې ته په تفصيلي وينا کې په بېلا بېلو شعبو کې د خپل حکومت د کاميابيو يادونه وکړه.
نوموړي وويل، حکومت يې توانېدلی چې د چشمه رايټ بينک کينال، ټانک زام ډيم او د لويو سړکونو ترڅنګ د نهو صنعتي زونونو جوړولو چارې پيل کړي.
اعلا وزير په خپل بجټ تقرير کې د بجلۍ د خالصې منافعې او د قامي مالياتي ايوارډ په څېر موضوعاتو په يادولو وويل چې حکومت به يې د صوبې پر مالي او اييني حقونو له مرکز سره هېڅ رقم روغه جوړه و نه کړي. نوموړي هيله وښوده چې د ۲۰۱۷ز د قامي سرشمېرنې رپورټ تر خپرېدو وروسته به قامي مالياتي ايوارډ ته له نوي سره کتنه وشي. خو په اسمبلۍ کې د عوامي نيشنل ګوند پارليماني مشر سردار حسين بابک د جون پر ۲۷مه مشال راډيو ته وويل چې په بجټ کې د ګرانۍ قابو کولو او خلکو ته د روزګار موقعو برابرولو لپاره هېڅ نه دې وړاندې شوي. نوموړي زياته کړه، د دې لپاره چې د قامي اسمبلۍ د بجټ غونډې په څېر د دوی هغه هم د ستغو سپورو خبرو او تاوتريخوالي ښکار نشي، اپوزيشن ګوندونو پرېکړه کړې وه چې خپل بحثونه په ارامه فضا کې وکړي.
بابک وویل، خیبرپښتونخوا د بجلۍ يو يونټ په يوه روپۍ او ۱۵ پيسې پيدا کوي. که د دوی خپله بجلي په همدې قيمت ورکړل شی نو په صوبه کې به مو ګراني او هم بېروزګاري تر ډېره ختمه شي.
نوموړي له مشال راډيو سره په خبرو کې په صوبه کې د پرمختیايي کارونو او سرکاري ودانیو د بیارغونې چارو نیمګړتیاوې په ګوته کړې، د ده وینا د خیبر پښتونخوا سړکونه کنډ کپر دي، د صحت او تعليم چارې یې ډېرې کمزورې دي. دی زیاتوي، د پاکستان وفاقي حکومت ته تر بلې هرې صوبې زياتې پيسې خیبرپښتونخوا ورکوي خو برعکس تر ټولو زيات ظلم له د دې صوبې سره روان دی.
د خيبرپښتونخوا په اسمبلۍ کې له ډيره اسماعيل خانه د پيپلز ګوند غړي احمد کونډي مشال راډيو ته وويل، که دوی د بجټ په اړه جمع کړي خپل “کټ موشونونه” بېرته نه وای اخيستي نو د تېر کال په څېر به يې دا ځل هم پر بجټ د خبرو موقع له لاسه ورکړې وای.
نوموړي زياته کړه، په بجټ تقرير کې يې واضح کړې چې د صوبې خلک پر خپلو وسايلو د بشپړ اختيار له حقه محروم ساتل شوي دي.
“دا ځل مو خپل “کټ موشنونه” ځکه بېرته واخيستل چې سپيکر به د تېر کال په څېر پر هغو د خبرو موقعه نه وای راکړې. زما د بجټ تقرير پنځه اهمې نکتې وې. اولنۍ د بجلۍ په خالصه منافع کې د صوبې برخه. دويم، په خيبرپښتونخوا کې د تېلو توليد، چې مرکزي حکومت پرې ايکسايز ډيوټي نه راکوي. درېيم، د اېرسا لوظنامې په رڼا کې د صوبې د اوبو برخه، چې د هغې په لاس ته راوړلو کې هم حکومت ناکامه شوی. څلورم، د خيبرپښتونخوا پر ګيس تر بل هر چا مخکې د دې صوبې د ولس حق دی او پينځمه خبره مې دا وه چې مرکزي حکومت صوبې ته پر تمباکو د ايکسايز ډيوټۍ شاوخوا ۱۲۰ اربه روپۍ لا هم نه دي ورکړي.”
د خيبرپښتونخوا په اسمبلۍ کې د شمالي وزيرستان يو استازی مير کلام وزير بيا د دې پوښتنې په ځواب کې چې حکومت ولې له اسمبلۍ د خپل بجټ په منظورولو کې له کوم مشکل سره مخ نشو، وايي چې په پاکستان جمهوري غورځنګ کې د شاملو ګوندونو ترمنځ اختلافاتو د خيبرپښتونخوا د اسمبلۍ دننه هم د اپوزيشن ګوندونو کارکردګي اغېزمنه کړې.
میرکلام وزیر وویل چې حکومت په اسمبلۍ کې په درېوو کې دوه اکثريت لري. د خيبرپښتونخوا په اسمبلۍ کې اپوزيشن زښته ډېر کمزوری شوی دی. د ده په خبره لامل يې په پاکستان جمهوري غورځنګ کې د شاملو ګوندونو ترمینځ وروستي اختلافات دي. همدا وجه وه چې اپوزيشن په بجټ اجلاس کې حکومت ته ستونزه جوړه نه کړای شوای. میرکلام وزیر زیاتوي حکومت ويلي چې د اپوزيشن غړيو په حلقو کې د پرمختيايي کارونو لپاره به هغوی ته پيسې ورکوي. نو ده له حکومته د ميرامشاه او رزمک په روغتونونو کې د ضروري شيانو پوره کولو او همداراز د غلام خان او بنو د لويې لارې جوړولو په څېر غوښتنې کړې وې، چې په بجټ کې يې ورته پيسې بېلې کړې دي. نوموړی البته خوښ دی چې حکومت د نوي مالي کال په بجټ کې د ده د سيمې د روغتونونو د ضرورتونو پوره کولو او هم د لويو لارو جوړولو لپاره پيسې بېلې کړې دي. خو د ده په وینا، هغه ژمنې چې د پخوانۍ فاټا په خيبرپښتونخوا د ورګډولو پر وخت شوې وې، لا هم نه دي پوره شوي.