د لاسرسي ځای

تازه خبر

لاهور ډيولپمنټ  اتهارټي مو نږدې ۲۰۰ دکانونه ړنګ کړل، تپوس نشته: پښتانه دکانداران


د پنجاب په مرکز لاهور کې د تجاوزاتو په نوم د یوې کاروایې دوران لاهور ډيولپمنټ اتهارټي (اېل ډي اې) د پښتنو خواو شاه څه کم دوه سوه دکانونه ړنګ کړي دي.

دوکاندارانو په ادعا اېل ډي اې دا کار یوازې د تعصب په بنیاد کړی دی خو اېل ډي اې بیا دغه تورونه ردوي او وايي دا دوکانونه پر غیرقانوني ځمکه جوړ وو او تر کارروایايې څخه وړاندې يې دوی ته نوټس هم ورکړی وو.

د پنجاب ښار لاهور په جناح ټاون سیمه کې د تجاوزاتو په نوم لاهور ډيولپمنټ اتهارټي د قبایلي ضلعې باجوړ د خلکو ۱۹۶ (یو سل شپږ نوي) دوکانونه ړنک کړي دي.

دوکانداران تور لګوي چې په دغه سیمه کې د پنجابیانو مارکېټونه هم وو خو لاهور انتظامیې او اېل ډي اې هغوی ته هېڅ نه دي ویلي او یواځې د پښتنو مارکېټ يې ړنګ کړی دی.

د ړنګ شوي مارکېټ یو مشر شمشېر خان چې دغلته يې د بېګونو دوکان وو د جولای پر اوومه نېټه مشال راډیو ته وویل چې د نوموړي په دې مارکېټ کې له کلونو راهیسې کاروبار وو، د ده په وینا د شپې شاوخوا دوه نیمې بجې پولیس یرغل پرې وکړ او دوکانونه یې ورړنګ کړل. د نوموړي په وینا اوس دړکې هم ورکوي او هېڅوک یې تپوس نه کوي.

دا شان د باجوړ یو بل اوسېدونکي فضل منان چې د کپړو کاروبار يې کولو مشال راډیو ته وویل که د دوی کاروبار بحال نه کړل شو نو دوی به د پنجاب د ګورنر او وزیراعلا سره سره په بني ګالا اسلام اباد کې د وزیراعظم عمران خان د کور مخې ته احتجاج کوي.

د نوموړي په وینا، د دوی د ۳۵ کالو کاروبار کاوه. اوس دې حکومت بې روزګاره کړي دي او دوکانونه يې ورړنګ کړل.

مشال راډیو چې د دې دوکاندارانو په مسله د لاهور ډیولپمنټ اتهارټي د مرستیالې ډایرېکټرې رافیه نذیر سره رابطه وکړه نو نوموړې په رالېږل شوي پېغام د دوکاندارانو دا تورونه مسترد کړل چې ګني دوی د تعصب په بنیاد دا دکانونه ړنګ کړي او وویل چې دا يې ځکه ړنګ کړل چې دا غېرقانوني جوړ شوي وو.

XS
SM
MD
LG