د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د دوامدارې سولې لپاره ګډ کار پکار دی: قريشي


د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وايي، په افغانستان کې دوامداره امن د افغان حکومت ترڅنګ د سيمه ييزو هېوادونو او د نړيوالو قدرتونو هم ګډه ذمه واري ده.

نوموړي دا څرګندونې له خپل امريکايي سيال انتوني بلېنکن سره د جولای پر نهمه، د ټيلي فونې خبرو پرمهال کړې دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د جولای پر ۱۰مه، په یو بيان کې ويلي، پاکستان په افغانستان کې د امن لپاره د امريکا د یو با باوري شراکت دار په توګه خپلې مخلصانه هلي ځلي به جاري ساتي او هيله لري چې له هغه هېواده د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به د امن پروسه سر ته رسولو کې مرسته ترلاسه شي.

شاه محمود قريشي له خپل امريکايي سيال سره په خبرو کې پر دي خبره هم ټېنګار وکړ چې په افغانستان کې د امن لپاره د ټولو خواوو شريکه ذمه واري جوړيږي چې ټولې افغان ډلې جامع مذاکراتو ته وهڅوي.

دواړو مشرانو د افغانستان د سولې په پروسه کې د بامقصده پرمختګ لپاره په دوه اړخیزو اړیکو هم ټینګار وکړ.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن د جولای پر نهمه په ټوېټر ليکلي وو چې خپل پاکستاني سيال سره يې په خبرو کې د دوه اړخيزو اړيکو، د افغانستان د سولې د پروسې، له کووېډ-۱۹ ناروغۍ سره د مبارزي او په سيمه ييزه ثبات کې د ملاتړ ترڅنګ یې په نورو مهمو مسلو هم خبرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG