د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ د نیول شوو کسان خلاصون لپاره په سروګۍ پرلت وهلی


په جنوبي‌ وزیرستان او شمالي‌ وزیرستان کې په دې وروستیو کې د بدامنۍ پېښې زیاتې شوي دي‌ چې له کبله یې د ځايي‌ خلکو په وینا د پاکستان امنیتي ځواکونه عام ولس ځوروي.
په جنوبي‌ وزیرستان او شمالي‌ وزیرستان کې په دې وروستیو کې د بدامنۍ پېښې زیاتې شوي دي‌ چې له کبله یې د ځايي‌ خلکو په وینا د پاکستان امنیتي ځواکونه عام ولس ځوروي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او د جنوبي وزیرستان د سروګۍ تحصیل مسيدو قبیلې د پوځي بريګېډ د مرکز مخې ته پرلت پیل کړی دی.

د پرلتوالو يو مشر شاه فیصل غازي د جولای پر ۲۰مه مشال راډیو ته وويل چې د پاکستان امنيتي ځواکونو له تېرو دريو ورځو راهیسې شپږ ځايي ولسي بې ګناه وګړي نيولي دي او نه یې پرېږدي.

ده وویل چې احتجاجي پرلت یې د دې پرضد وهلی چې امنیتي چارواکې دي دا نیول شوي کسان یا خوشي کړي او يا دې عدالت ته وړاندې کړي.

شاه فیصل غازي وویل چې د پاکستان ایف سي ځواکونه، پوځ او نورې ایجنسۍ دي، هغوی پر کلیو ګرځي او عام بې ګناه خلک پر دې ځوروي چې تاسو طالبانو ته اوبه ورکړې دي.

ده وویل، "موږ دا پوښتنه کوو چې دا طالب زموږ خاورې ته څنګه را ننوت؟"

د دې پرلت یو بل ګډونوال دېشت خان مشال راډیو ته وویل چې د دوی په سیمه کې دا درک نه لګېږي چې کوم قانون عملي دی او واک یې له چا سره دی.

ده وویل، "ایف سي وايي، واک زموږ دی، پوځ وايي واک زموږ دی، او بیا چې کله یو پېښه وشي‌ خلک ونیسي او موږ پسې ورشو دوی وای دا زموږ له لاسه وتلې ده."

د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر شوکت علي مشال راډيو ته وويل چې پوځ ورته ويلي دي چې له دغو شپږو کسانو څخه پوښتنې روانې دي او که بې ګناه وو نو خوشې به یې کړي.

خو پرلتوال وايي چې تر څو یې دا شپږ کسان ورخوشي کړي‌ نه وي تر هغه وخته به دوی د پوځي بريګېډ د مرکز مخې ته په احتجاج ناست وي.

دې ته ورته پرلت د شمالی وزیر ستان په میر علي کې د خدي قبيلې له خوا د جولای پر ۱۹مه له هغه وروسته پای ته ورسېد چې حکومت ورڅخه د نیول شویو کسانو د خوشي کولو لپاره څو ورځې وخت واخیست.

د مشال رېډيو د خبریال د معلوماتو ترمخه د جولای په ۱۹مه دې جرګې له احتجاج کوونکو څخه د هغوی د غوښتنو پوره کولو لپاره د جولای تر ۲۶مې پورې وخت غوښتی چې هغوی ورسره منلې ده.

په ميرعلي کې راټول شوي د خدي قبيلې پرلتوالو د جولای په ۱۹مه د احتجاج پر مهال د ټولې ضلعې بجلي بنده کړې وه او د بنو غلام خان لويه لاره يې تړلې وه.

دوی غوښتنه کوله چې حکومت دې د ژمنې سره سم د روان کال د فرورۍ په ۲۱مه د نامالومو وسله والو لخوا د شوې تحصیل تښتول شوي هغه شپږ کسان راخوشې کړي چې څو ورځې مخکې يې وسله والو ويديو خپره کړې وه.

د شمالي وزیر ستان انتظاميې د بجلۍ پرې کيدو او د لارې له تړل کېدو وروسته احتجاج کوونکو سره د خبرو اترو لپاره د اتمانزو یوه جرګه مير علي ته استولې وه.

په سیمه کې د مشال راډیو خبریال وايي چې د احتجاج کوونکو او جرګې د خبرو اترو وروسته بجلي بحال او د بنو غلام خان لويه لاره خلاصه شوه.

په جنوبي‌ وزیرستان او شمالي‌ وزیرستان کې په دې وروستیو کې د بدامنۍ پېښې زیاتې شوي دي‌ چې له کبله یې د ځايي‌ خلکو په وینا د پاکستان امنیتي ځواکونه عام ولس ځوروي.

خو د پاکستان امنیتي او انتظامي چارواکي دا تورونه ردوي او وايي‌ چې دوی دا هرڅه د سیمې د امنیت لپاره کوي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG