د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اکوړې خټک مدرسه د افغان ولس سرنوشت ټاکلو ته نه پرېږدو: ولسمشر غني


ولسمشر اشرف غني د ملي شورا فوق‌ العاده غونډې ته د وينا پر مهال - د ۲۰۲۱ز کال د اګست دویمې نېټې انځور.
ولسمشر اشرف غني د ملي شورا فوق‌ العاده غونډې ته د وينا پر مهال - د ۲۰۲۱ز کال د اګست دویمې نېټې انځور.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، یو امنيتي پلان لري او په راتلونکو شپږو مياشتو کې به د هېواد وضعیت عادي حالت ته ستون شي. د نوموړي په وینا، نه غواړي چې د "اکوړه خټک او د پاکستان نورې مدرسې" د افغان ولس "سرنوشت" وټاکي.

ولسمشر غني د اګست پر دویمه د افغانستان د ملي شورا ځانګړې غونډې ته په وینا کې وویل چې افغانستان دا مهال د "طالبانو او د هغوی د ملاتړو له بېساري یرغل" سره مخامخ دی، خو ډاډ یې ورکړ چې د هېڅ یوې "ورانکارې ډلې" مخې ته "نه په ګونډو" کېږي.

غني دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې په مې کې له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو د وتلو بهیر له پیل راهیسې په هغه هېواد کې جګړو زور اخیستی دی او افغان ځواکونه او طالبان له یو بل څخه د سیمو نیولو تر څنګ یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو دعوې کوي.

ولسمشر وویل، طالب که سوله کوي د سولې پر مېز ورسره اوږه په اوږه کښېني که نه نو د جنګ په ډګر کې يې ګونډې ورماتوي.

غني وویل، ''موږ د سولې ټولې هڅې وکړې، نتيجه يې ور نه کړه اوس به موږ مجبور يو بله لار غوره کړو.''

وسله والو طالبانو د ولسمشر د تازه څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې د سولې خبرو ته د ژمنتیا دریځ تکرار کړی.

افغان ولسمشر اشرف غني په خپله وینا کې دا هم زیاته کړه چې دوی دې پایلې ته رسېدلي چې وسله وال طالبان پر تلپاتې او عادلانه سولې "هیڅ باور" نه لري او له هغه ډلې څخه یې وغوښتل چې د "واقعي مذاکراتو او جګړې" څخه یو غوره کړي.

ولسمشر غني په افغانستان کې پیدا شوی وضعیت له هغه هېواد څخه "په بیړه د امریکايي او نړیوالو پوځیانو" د وتلو پایله وبلله او په خبره یې نه چمتووالی د رهبرۍ سطحې په بېلا بېلو برخو کې کمزورتیا په هغه هېواد کې د ستونزو پیدا کېدو لامل شوه.

غني وویل، "موږ له یوه ښکاره تجاوز سره مخامخ یو چې مبنای فتنه او اسباب یې مکر او خدعه دي. دا تجاوز پر موږ تپل شوی دی، دا جګړه پر موږ تپل شوې ده، دا فتنه پر موږ تپل شوې ده، د خدای (ج) حکم دی کوم څوک چې تجاوز وکړي او لاس ورڅخه وانخلي، د هغه ډلې د شر او فتنې په مقابل کې جنګېدل د یوې مسلماني ټولنې وجیبه ده."

هغه د سولې په تړاو په خپله وینا کې هم یادونه وکړه او و یې ویل، "موږ ډېره نرمي وښوده او داسې ګامونه مو واخیستل چې د نړۍ په هېڅ کونج کې یې حکومت د پورته کولو جرات نه‌ لري، خو زموږ دښمن نه یوازې د سولې خوا ته ګام وانخیست، بلکې زموږ اخلاص او صداقت یې کمزوري وګڼله."

ولسمشر غني پر داسې وخت د ملي شورا فوق‌ العاده غونډه وربللې او ورته یې وینا کړې چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې جګړو زور اخیستی.

په وروستیو څو ورځو کې جګړې د هرات، کندهار، لښکرګاه او ځینو لویو ښارونو شاوخوا او دننه ځینو سیمو ته رسېدلي دي.

XS
SM
MD
LG