د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ دې پر کورونو چاپې نه وهي: د جنوبي وزیرستان درې مسید جرګه


پوځ دې پر کورونو چاپې نه وهي: د جنوبي وزیرستان درې مسید جرګه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:10 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په سروکۍ کې د اګست پر ۱۵مه د درې مسیدو هلته په سیمه کې پر کورونو د چاپو وهلو او د بې ګنا کسانو د نیولو پرضد یوه لویه جرګه وکړه او د دې پوځي او انتظاميي کارروایانو د زغره درولو غوښتنه یې کوله. د جرګې ګډونوال او پخوانی سېنېټر صالح شاه وايي، له تېرو څه نا څه دوو میاشتو راهیسې یې بیا د سیمې امنیت خراب شوی دی، د نوموړي په وینا د امنیتي ځواکونو د موجودګۍ باوجود یې د سیمې امنیت ښه نه شو. د جرګې یو بل ګډونوال شاه فېصل غازي وویل چې حکومت له سیمې ۲۳ بې ګنا ځوانان ګرفتاره کړي دي او باید خوشې یې کړي. بلخوا د سیمې پولیسو مشر شوکت علي ویلي چې له وسله والو سره د اړیکو لرولو د شک په بنیاد چاپې وهل کېږي. هغه زیاته کړه، څلور نور کسان یې تر پلټنو وروسته خوشي کړي دي. د اشتیاق مسید راپور

XS
SM
MD
LG