میرامشاه کې د نجونو های سکول ۱۳ کاله پس خلاص شو
د شمالي وزیرستان په مرکز میرامشاه کې د نجونو سرکاري های سکول چې نږدې ۱۳ کاله وړاندې په بمونو ړنګ شوی وو، تر بیارغولو پس پکې د زده کړو بهیر پیل شوی دی. د شمالي وزیرستان د تعلیم څانګې مرستیال مشر فدا خان وزیر مشال ریډیو ته وویل، د دې ښوونځي چارې په ۲۰۱۵ز کال کې بشپړې شوې خو د ناڅرګندو وجوهاتو له کبله بند پاتې وو. دی زیاتوي اوس پکې باقاعده زدکړې پیل شوي دي. د عمر وزیر راپور