د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو ته څومره الوتکې پاتې دي؟ د هوايي ځواک د فعاله ساتلو توان لري؟


د ۲۰۲۱ ز کال په مارچ کې اخیستل شوی تصویر: لښکرګاه، هلمند
د ۲۰۲۱ ز کال په مارچ کې اخیستل شوی تصویر: لښکرګاه، هلمند

د افغانستان امنيتي ځواکونه پر نړيوالو مرستو ولاړ وو. له دوی سره ډيرې مرستې امريکا کولې. اوس چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټينګه کړې، د هغو نظامي تجهيزاتو په اړه اندېښنې را ولاړې شوې چې د دغو وسله والو لاسونو ته لوېدلې.

په راولاړو شويو پوښتنو کې ډېری یې د افغان هوايي ځواک په اړه دي. لکه طالبانو ته څومره الوتکې پاتې شوې او ایا دوی دومره تخنيکي پوهه او پيسې لري چې دا ځواک پرې فعاله وساتي؟ په دې اړه د ازادي اروپا راډيو فردا څانګې يو راپور جوړ کړی چې دلته مو يې غټ ټکي درته پښتو کړې دي.

طالبانو د اګست پر ۱۵مه د افغانستان سرښار کابل ونيو. تر دې يوه ورځ‌ مخکې د بلخ ولايت سقوط ته نېږدې و. د ازادي اروپا راډيو فردا څانګې د راپور ترمخه، هلته افغان ځواکونو وکړای شول چې ځينې هېلي کاپټرونه او الوتکې ګاونډي هېوادونو تاجکستان او ازبکستان ته انتقال کړي. د دې پوځي الوتکو شمېر ۶۲ ښودل شوی چې ۶۸۵ افغان پوځيان هم ورسره تللي او په دغو هېوادونو کې یې د پناه اخیستو غوښتنه کړې ده. د راپور ترمخه لږ تر لږه ۴۰ الوتکې په مزارشريف کې پاتې شوې.

کابل هوايي ډګر د طالبانو تر کنټرول وړاندې
کابل هوايي ډګر د طالبانو تر کنټرول وړاندې

د راپورونو له مخې، د افغانستان هوايي ځواکونو ټولې ۲۲۹ لوژيسټيکې او جنګي الوتکې، چې زیاتره یې هېلي کاپټرونه وو، درلودې. خو د طالبانو له خوا د کابل تر نيولو مخکې ۱۶۷ الوتکې په افغانستان او پاتې د ترميم او نورو کارونو لپاره په بهرنيو هېوادونو کې وي.

د راډيو فردا د راجمع کړل شويو معلوماتو له مخې، له افغان هوايي ځواکونو سره ۲۳ اي ۲۹ بي سوپر ټوکانو چې د ليزري راکټونو د وړلو او د وسله والو د کره په نښه کولو وړتيا لري، هم موجودې وې. همدا راز پي سي ۱۲ الوتکو د ثبت الې درلودې او ډيری وخت د امريکايي پايلټانو تر څنګ د هغو افغانانو لخوا کارېدلې چې پښتو ژبه یې پوره زده وه. دغه ثبت شوي‌ معلومات د عملياتو د راز ساتلو له امله د امریکا په ځانګړې اداره کې نه ثبتېدل یعني نه پاتېدل. افغان هوايي ځواکونو بلېک هاک، روسۍ او هندۍ الوتکې هم درلودې چې ډيری وخت د پوځيانو او شيانو د ليږد لپاره کارېدلې.

د افغان هوايي‌ځواک ټولې الوتکې د بهرنيو کمپنيو او بهرنيو انجينرانو له خوا ترمیمېدلې. د ګوتو په شمېر افغانان په دې تخنيکي‌ برخه کې روزل شوي چې هغوی هم ښايي په افغانستان کې نور نه وي پاتې. ځينې الوتکې چې روسي يا له روسيې سره يې د تړاو لرونکو کمپنيو د سمبال او فعال ساتلو قرارداد درلود، وار دمخه په بشپړ ډول نه وې فعاله ځکه چې د امریکا تېر ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر روسانو د بندیزونو لګېدو له وجې دغه تخنيکي کمپنۍ هم اغېزمنې کړې وي.

افغان هوايي ځواکونه د امريکا په مالي مرسته فعاله وو. ‌اوس معلومه نه ده چې طالبان به څنګه پاتې هېلي کاپټرونه او نورې نظامي الوتکې فعالې وساتي ځکه چې اکثره پيلوټان يا له افغانستانه وتلي او یا یې هم د وتلو اراده کړې ده. همدا راز طالبان دومره پيسې نه لري چې د الوتکو په ښه ساتلو یې مصرف کړي.

XS
SM
MD
LG